لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې فوج هم د کرونا وایرس مقابلې ته راووت


په پاکستان کې د کرونا وایرس د پېښو په یو دم زیاتېدو سره، فوج هم د کرونا وایرس مقابلې ته رادانګلي دي. د پاکستان ریاست نن د ګل یا دوشنبې په ورځ پوځ ته وویل چې په ټول ملک کې د کرونا وایرس سره د مقابلې په چارو کې دې د غیرپوځي چارواکو مدد وکړي.

پاکستان کې د کرونا وایرس یا کووېډ-۱۹ لومړنی کېس یوه میاشت مخکې رپوټ شو، او اوس د مثبتو کېسونو شمېره څه کم ۹۰۰ ته ختلې ده. په دې یوه میاشت کې کم از کم شپږ تنه د کرونا وایرس له امله مړه شوي هم دي.

د پاکستان د فوج ویاند مېجرجنرل بابر افتخار د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل چې د حکومت د هدایاتو پر اساس، د پوځ سرلښکر امر جاري کړی چې ټول موجوده عسکر او د فوج طبي وسایل دې د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره وکارول شي.

بابر افتخار ټینګار وکړ چې پوځیان به د حکومت د هدایاتو اغیزمن عملي کېدل یقیني کوي. د پوځ ویاند زیاته کړه: "دا کار البته چې یوازې د ځاني انضباط او همکارۍ له طریقه ممکن دی. د کرونا وایرس په وړاندې د دفاع تر ټولو غوره لاره، همکاري ده."

پاکستان وایي په هغه هېواد کې په کرونا وایرس اخته اکثریت کسان، شیعه زائرین دي، چې په دې وروستیو کې ایران ته د زیارتونو دپاره تللي و. په ایران کې د کرونا وایرس پېښې د سیمې د نورو هېوادونو په نسبت بیخي زیاتې دي او له ۲۳۰۰۰ اووښتي دي، چې په دې کې څه باندې ۱۸۰۰ کسان یې مړه کړي هم دي.

د پاکستان چارواکي وایي هغه پاکستاني شهریان چې په دې وروستیو کې له شام، عراق، برتانیې، امریکې، او سعودي عرب څخه ملک ته راغلي، هم له ځانه سره یې کرونا وایرس راوړی دی.

په سند صوبه کې، چېرته چې د پاکستان تر ټولو زیاتې د کرونا وایرس پېښې مخې ته راغلي دي، د ګل یا دوشنبې په ورځ د دوو هفتو دپاره ټول بازارونه وتړل شول او خلک به دا دوه هفتې په کورونو کې وي.

پنجاب هم د دوو هفتو لاک – ډاون یا د ټولو کاروبارونو تړل کېدل اعلان کړي او سر د سبا نهې یا سې شنبې نه ټوله صوبه کې دا امر جاري شي. د پنجاب په صوبه کې، چې تر ټولو نورو صوبو زیاته آباتي لري، کم از کم ۲۵۰ د کرونا وایرس پېښې مخې ته راغلي دي.

پاکستان همدا راز له خپلو ټولو ګاونډیو (افغانستان، ایران، هند، او چین) سره ګډې پولې تړلي دي چې په سیمه کې د کرونا وایرس د لا خورېدو مخه ونیول شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG