لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر به د خېبرپښتونخوا په نهه ضلعو کې مارکېټونه هفته کې دوه ورځې بند وي


د خېبرپښتونخوا داخله محکمې د کرونا وبا د درېمې څپې په مهال نوې حکمنامه جاري کړې چې ترمخه به یې د صوبې په هغه ۹ ضلعو کې مارکيټونه د خالي، شنبې، او د اتوار، يکشنبې، په ورځ بند وي او په عامو ورځو کې به مارکیټونه ماښام په اته بجې بندولی شي چرته چې د کرونا وايرس پېښو شرح سېوا شوې ده.

په اعلاميه کې ويلي شوي چې مېډيکل سټورونه، د خوراکی شيانو دوکانونه، مستري خانې، پټرول پمپونه، د زرعي الاتو دوکانونه، هوټلې او رېسټورانټونه چې خلک به ترې کورونو ته خوراکونه وړي په دې ځايونو به بندېز نه وي.

د تاجرانو د اتحاديي مرکزي مشر وايي چې حکومت د اتحاديي مشران په اعتماد کې اخېستي او د کرونا وبا مخينوي د پاره به دحکومت سره مکمل تعاون کوي۔ تاجران د حکومت نه غوښتنه کوي چې د وړو سوده ګرو کاروبار ښه کولو د پاره دې په اسان شرطونو قرضې ورته ورکړي۔

بلخوا د پاکستان د پرمختيا او منصوبه بندۍ وزير اسد عمر ويلي، په ملک کې کرونا وايرس په تيزۍ سره خوريږي او که خلک احتياط ونه کړي حکومت به سخت بندېزونه ولګوي.

د پاکستان د پرمختيا او منصوبه بندۍ وزير اسدعمر ويلي که اولس د کرونا رنځ نه د بچ کېدو لپاره احتياط ونه کړي، حکومت به په سختو بندېزونو لګولو مجبوره شي.

اسد عمر چې د کرونا وبا د څار لپاره د قامي رابطه کار کمېټۍ مشري هم لري دغه خبره ئې په داسې حال کې کړې چې په تېرو 24 ساعتونو کې په ملک کې نور 61 کسان د دې رنځ نه مړه شوي دي.

په16 مارچ هم 61 کسان او په 15 مارچ 58 کسان د کرونا له امله مړه شوي وو.

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه تر اوسه 13زره 717 کسان مړه شوي دي.

اسد عمر نن د زيارت پنجشنې په ورځ (18 مارچ) په ټوېټر ويلي د کرونا مثبتې پېښې په تېزۍ سره خورېږي، په روغتونونو کې د خلکو د داخلو کچه سېوا شوې ده.

هغه ويلي که خلک د کرونا څخه د ځان ژغورنې په تګلاره عمل ونه کړي نو دوي به سخت بندېزونه ولګوي.

اسد عمر په خلکو غږ کړی ډېر زيات احتياط وکړي او زياته کړې يې ده دا نوې څپه په تېزۍ خورېږي چې پکې د مړينې کچه سېوا شوې ده.

په لسم مارچ د وزیراعظم د صحت د چارو مرستيال فېصل سلطان او د تعلیم مرکزي وزير شفقت محمود د کرونا مخ په زياتي پېښو له امله د خېبرپښتونخوا او پنجاب په ځينو ښارونو کې په تعليمي ادارو کې رخصتۍ اعلان کړې او ويلي يې وو په ټول ملک کې به پارکونه ماښام په شپږ بجې بندول کيږي خو صوبې هم اختيار لري چې په دغه اړه خپلې پرېکړې وکړي د ودونو ښالونه او سنېماګانې به د 15 مارچ څخه نه پرانستل کيږي د بندو ځايونو نه بهر د خوراکونو او نورو هلو ځلو اجازت به وي.

له دغې وروسته د خېبرپښتونخوا حکومت په 14 مارچ نوې حکمنامه جاري کړې چې پکې ويل شوي وو د کرونا وبا د مخنيوي دپاره جوړ قانون ترمخه به په پېښور، مردان، نوښار، چارسده، سوات، صوابۍ او ملاکنډ کې مارکيټونه په اته بجې بندولی شي.

د دې ترڅنګ په صوبه کې نور بندېزونه هم په ځای کړی شوي وو.

ډاکټران هم وايي که حکومت د کرونا څخه په احتياط کولو کې سختي ونه کړي او خلک ځانونه او نور ونه ژغوري کرونا وبا به نوره خوره شي او نور ډېر تاوان به واوړوي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG