لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس عقیده نه پیژني، انسان هدف کوي، ډاکټران وايي


په دې حقله ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ديدار يوسفزي ‌‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل د يو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر په حيث به اول د دوا او بيا د دعا مشوره ورکوي. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ديدار وايي په دې خبره باور لري چې که ريښتيا وييل صدقه جاريه ده نو غلط معلومات خورول ګناه جاريه ده او بايد خلک ترې لاس واخلي
په دې حقله ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ديدار يوسفزي ‌‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل د يو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر په حيث به اول د دوا او بيا د دعا مشوره ورکوي. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ديدار وايي په دې خبره باور لري چې که ريښتيا وييل صدقه جاريه ده نو غلط معلومات خورول ګناه جاريه ده او بايد خلک ترې لاس واخلي

کرونا وايرس نه خو دروغ دي او نه سازش دی بلکې يو ژوندی حقيقت او داسې وژونکي ناروغتيا ده چې علاج يې هم لا نه دی معلوم شوی. دا وينا په امريکا کې مېشت پښتون ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نظام مومند د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وکړه.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر نظام په پښتنو غږ وکړو چې خپل حرکت، راشه درشه، غم ښادي، دې کمه کړي او چې څومره ممکن وي د ګڼې ګوڼې نه دې ځان وساتي.

وايي په کورنو کې د مشرانو ‌‌‌‌‌‌ډېر خيال ساتل پکار دي او که ممکن وي د هغو د پاره دې په کورونو کې بيلې کوټې لا ځايونه ځانګړي کړل شي او د کور بنديان دې ورته ‌‌‌‌‌‌ډېر ‌‌‌‌‌‌ډېر نزدې نه ورځي.

د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نظام په نظر دا کار کول ځکه مهم دي چې د ‌‌‌‌‌‌ډېر عمر خلک دې واريرس ته دومره بدني توان نه لري چې مقابله يې وکړي. او وايي ماشومان دې هم داسې مشرانو ته نزدې نه پرېږدي ځکه امکان شته چې وايرس د چا په زريعه هم تر دغو بو‌‌‌‌‌‌ډاګانو ته ورورسي.

‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر نظام وايي که دا ووايم چې احتياط عبادت دی نو غلطه به نه وي خلک دې وګڼي چې دا يې هم اسلامي اخلاقي او د پښتونولۍ ذمه داري ده چې که د چا څومره هم وړه یا لږه ناروغتيا وي هغه دې يخني ټوخی ولې نه وي خو خلک دې يې داسې وګڼي چې دا کرونا واريرس دی او پرې لازمه ده چې احتياط وکړي او د نورو خلکو نه دې ځان ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډې ته وساتي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر نظام وايي د کرونا وايرس په نتيجه کې دوه ما‌‌‌‌‌‌ډلونه د سترګو وړاندې دي يو د چين ما‌‌‌‌‌‌ډل او بل د اټلي ما‌‌‌‌‌‌‌ډل چې د چين ما‌‌‌‌‌‌ډل ته يو کامياب ما‌‌‌‌‌‌ډل او د اټلي ما‌‌‌‌‌‌ډل ته ناکام وېل کېدلی شي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر نظام وايي که په زور وه او که هر څنګه وه چين د خلکو په حرکت د بندېز په وجه دومره ژر د دغه مرض مخ نيوی وکړو او د اټلي حکومت په دې کې ځکه پاتې راغلی چې داسې کوټلي ګامونه يې په وخت پورته نه کړل نو دومره انساني زيان يې وشو.

د کرونا وايرس په اړه په پښتنو کې داسې ګنګوسې هم شته چې دا ناروغتيا مسلمانانو ته هيڅ نه شي ويلی او دا چې علاج يې په دعاګانو او نورو ‌‌‌‌‌‌ډېرو ټوڼو ټوټکو ممکن دی.

په دې حقله ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ديدار يوسفزي ‌‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل د يو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر په حيث به اول د دوا او بيا د دعا مشوره ورکوي. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ديدار وايي په دې خبره باور لري چې که ريښتيا وييل صدقه جاريه ده نو غلط معلومات خورول ګناه جاريه ده او بايد خلک ترې لاس واخلي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر ديدار هغه خلکو ته په ځواب کې چې دعوه کوي دا وايرس د خدای لخوا په کافرو نازل کړی شوی عذاب دی او مسلمان ته به هيڅ زيان وانه ړوي وايي د مرض هدف کومه عقيده نه بلکې انسان وي او انسانان ټول يو شان وجود لري.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر يوسفزی وايي د کرونا وايرس د نورو وايرسونو یا جراثیمو په مقابله کې تر شل چنده زيات خطرناک ځکه دی چې دا وايرس ‌‌‌‌‌‌ډېرې پنجې لري چې د انسان په وجود کې د اينښتلو سوب کيږي او وايي دا وايرس اوسنی نه دی بلکې دا په وړومبي ځل په کال 1937 په ځناورو کې وموندل شو او بيا ورو ورو انسانانو ته منتقل شو.

په دې اړه چې ګني ماشومان د کرونه وايرس د خطر نه بچ دي د ماشومانو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر همدرد يوسفزي ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل چې د هر قسم ناروغتيا د پاره عمر کوم حد نه دی وايي ماشومان هم دومره خطر لري څومره چې يو لوی بنده لري.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر همدرد وايي غټه ستونزه د پښتونخوا په هسپتالونو کې د وخت د ضرورت د طب د سامان کمے دے او تر اوسه لا د صوبې حکومت نه دی توانېدلی چې د حالاتو سره سم يې هسپتالونو ته ور ورسوي.

هغه وايي که دا ومنو چې ماشومانو ته دا مرض نه لګي او لا کم لګي نو بيا هم امکان ‌‌‌‌‌‌ډېر دی چې د دوی نه بل چا ته خور شي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر همدرد يوسفزی وايي دا د ويرې خبره نه ده بلکې د سوچ او فکر خبره چې که د داسې وبا لاره په احتياط نيولی شي ولې نه د ‌‌‌‌‌‌ډېر احتياط کار واخستل شي.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هیلت ارګنایزېشن د جمعې په ورځ وویل چې په نړیواله کچه کرونا دلاسه د مړ شویو کسانو شمیره د ۱۰۰۰۰ نه ذیاته شوې ده او ۲۴۴۵۰۰ کسان دې جراثیم وهلي دي.

پاکستاني مطبوعات وايي چې په هېواد کې د کرونا د مړو شمیره دریو ته رسیدلې ده. دا خبر د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان هم د جمعې په ورځ په خپله وېب پاڼه ورکړی دی. ډان وايي په پاکستان کې کرونا ۴۹۵ کسان وهلي دي چې اکثریت په سند او په کراچۍ کې دي. د رپورټ ترمخه، په خېبرپښتونخوا کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۲۳ دهږ

په پاکستان کې چارواکو دا هفته د کرونا دلاسه د دوه کسانو د مرګ تصدیق کړی و چې د خېبرپښتونخوا وو. یو تن د مردان او بل د هنګو و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG