لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټې اېم په ملاتړ کېدونکی د مېرمنو لاریون دې و درول شي، لاهور هايي کورټ ته خواست


د پي ټي اېم مشر منظور پشتین دا وخت د مختلفو مقدمو په سر په زندان کې دی
د پي ټي اېم مشر منظور پشتین دا وخت د مختلفو مقدمو په سر په زندان کې دی

پښتون ژغورنې غورځنگ د مېرمنو د نړیوالې ورځ په مناسبت د مېرمنو د لاریون انتظام کوي خو دا تحریک د پاکستان په خلاف اېجنډا عملي کوي نو ځکه دې دغه لاریون ودرول شي. دا غوښتنه د لاهور هايي کورټ نه یو وکیل په خپل خواست کې کړې ده.

د وي او ای د اردو څانگې د رپورټ ترمخه وکیل اظهر صدیق لاهور هايي کورټ ته خواست کې ویلي چې د "عورت مارچ" د عنوان دلاندې کېدونکی لاریون د پي ټي اېم په اشاره کیږي او پي ټي اېم د ریاست په ضد اېجنډا کار کوي نو ځکه دې د سږ کال د مېرمنو لاریون ته اجازت ور نه کړی شي.

د رپورټ ترمخه عدالت ته شوي خواست کې دا هم وېل شوي دي چې پي ټی اېم د مېرمنو د لاریون دپاره په خفیه توگه پېسې هم راټولوي.

د مارچ د میاشت اتمه نېټه په نړیواله کچه د مېرمنو ورځ لمانځل کېږي او د پاکستان په شمول په بېلا بېلو ملکونو کې د دې ورځ په مناسبت خصوصي دستورې کېږي.

لاهور هايي کورټ ته خواست کونکي وکیل اظهر صدیق عدالت ته وویل چې د مېرمنو د لاریون په نوم فحاشۍ ته وده ورکول کېږي او تېر کال په لاریون کې گډون کوونکو مېرمنو داسې قطبې پورته کړې وې چې د اعتراض وړ خبرې پرې لیکل شوې وې.

مطبوعاتو سره خبرو کې وکیل اظهر صدیق وویل که چېرې د مذهب په اړه په قانون کې کومه خبره غیر واضح وي نو دا دې واضحه کړی شي خو چا ته دې هم د مذهب سپکاوي اجازت ورنه کړی شي.

د لاهور هايي کورټ مشر جج جسټس مامون الرشید د مېرمنو د مجوز لاریون خلاف خواست د اورېدلو دپاره منظور کړی دی او د اورېدو دپاره یې د فېبرورۍ د میاشت ٢٧ نېټه ټاکلې ده.

جسټس مامون الرشید د سائبر کرایم ونگ یا په انټرنېټ د جرمونو خلاف څانگې یو لوړ رتبه چارواکي او د لاهور پولیس نایب مشر ته عدالت ته د حاضرېدو امر کړی دی. د دې ترڅنگ، عدالت حکومتي وکیل ته امر کړی چې د داخله وزارت څخه دې هم هدایات واخلي او عدالت دې پرې خبر کړي.

په لاهور کې د "عورت مارچ" یوې منتظمې علینه غني د وي او ای اردو څانگې سره خبرو کې دا تاثر رد کړو چې پي ټي اېم یا بل کوم تنظیم د دوی د لاریون ملاتړ کوي.

علینه غني وویل هغه د تېرو دریو کلونو راهسې په لاریون کې شرکت کوي، سږ کال به یې هم کوي او اینده میاشت کېدونکي لاریون دپاره د چندې په راجمع کوولو په مهم کې هم برخه اخلي. هغې وویل د مېرمنو لاریون دپاره په رسمي ډول د حکومت نه اجازت اخیستل کېږي او د سږ کال د لاریون دپاره هم د لاهور ډپټي کمشنر ته خواست ورکړی شوی دی.

د وي او ای اردو څانگې رپورټ وايي تېر کال د لاهور په شمول د پاکستان په لویو ښارونو کې د مېرمنو د نړیوالې ورځ په مناسبت لاریونونه شوي وو چې پکې مېرمنو د خپلو حقونو په حق کې قطبې پورته کړې وې خو ځینو حلقو په دغو شعارونو تنقید کړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG