لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سې پې جی: پاکستان د خبریالانو په خوندي ساتلو کې ناکامه شوی دی


 د ژورنالستانو د ژغورنې نړې والې ادارې (سې پې جی) د ایشیا رابطه کار باب ډیټز وايي د پاکستان حکومت د خبریالانو پر ضد د تشدد روانې لړۍ په مخنیوي کې ناکامه شوی دی او غوښتنه يي کړې چې په حامد میر، رضا رومي او نورو خبریالانو باندې د بریدونو مسئولین دې د قانون منگولو ته راویستل شي. هغه وویل که چیرې حکومت سنجیده وي نو د عادي عدالتونو پرځائې دې د ترهگرۍ ضد عدالتونو کې دا مقدمې وچلول شي
د ژورنالستانو د ژغورنې نړې والې ادارې (سې پې جی) د ایشیا رابطه کار باب ډیټز وايي د پاکستان حکومت د خبریالانو پر ضد د تشدد روانې لړۍ په مخنیوي کې ناکامه شوی دی او غوښتنه يي کړې چې په حامد میر، رضا رومي او نورو خبریالانو باندې د بریدونو مسئولین دې د قانون منگولو ته راویستل شي. هغه وویل که چیرې حکومت سنجیده وي نو د عادي عدالتونو پرځائې دې د ترهگرۍ ضد عدالتونو کې دا مقدمې وچلول شي
د ژورنالستانو د ژغورنې نړې والې ادارې (سې پې جی) د ایشیا رابطه کار باب ډیټز وايي د پاکستان حکومت د خبریالانو پر ضد د تشدد روانې لړۍ په مخنیوي کې ناکامه شوی دی او غوښتنه يي کړې چې په حامد میر، رضا رومي او نورو خبریالانو باندې د بریدونو مسئولین دې د قانون منگولو ته راویستل شي. هغه وویل که چیرې حکومت سنجیده وي نو د عادي عدالتونو پرځائې دې د ترهگرۍ ضد عدالتونو کې دا مقدمې وچلول شي.
په ژورنالستانو باندې ورستي مرگاني بریدونو پاکستان کې په خبریالانو کې نه یواځې ویره زیاته کړې بلکه یو نوی بحث هم پیل شوی چې د داسې بریدونو ترشا څوک دي؟ پاکستان کې د خبریالانو مرکزي تنظیم (پې ایف یو جی) مرستیال صدر سلیم شاهد وايي د خبریالانو دښمنان ډیر دي په دې کې تندروه وسله وال، بلوڅ بیلتون غوښتونکې، استخباراتي ادارې، انتظامیه، د مخدره موادو کاچاقبر، جنائي ډلې او هغه سیاسي گوندونه هم شامل دي چې په ښکاره د بشري حقونو او د رائې د ازادۍ خبره کوي خو عملاً ددې نفي کوي.
سلیم شاهد وویل بلوچستان کې په تیرو اتو کلونو کې ٣٥ خبریالان وژل شوي دې. دده په وینا خبریالان په داسې حال کې دي چې یو خوا ډانگ بلخوا پړانگ دی. هغه وايي حامد میر، رضا رومي باندې حملو او نورو وژل شوو خبریالانو مسئولین دې عدالتونو ته مخامخ کړی شي، پارلیمان کې دې د ژورنالستانو د حفاظت، د ازاد فعالیتونو او د کار لپاره غوره چاپیریال په هکله قانون جوړ کړل شي.
سې پې جی په خپل رپورټ کې وايي پاکستان د خبریالانو لپاره له هغه هیوادونو څخه یو دی چې ډیر خطرناک گڼلی کیږي. اداره وايي تیره یوه لسیزه کې نزدې ۴٦ خبریالان وژل شوي خو پاکستان کې د صحافیانو تنظیمونه له دې شمیرو سره اختلاف لري او وايي ٨٠ ته نزدې مطبوعاتي کارونکې یا خو په هدف وژل شوي او یا يي په بمي چاودنو کې د کار په وخت ژوند دلاسه ورکړی.
د ډیوه ریډیو د روانو چارو په خپرونه کې د خیبر یونین اف جرنلسټس مشر نثار محمود ووئیل د وسله والو او نورو ادارو د دړکو له امله یو شمیر خبریالانو خپلې سېمې پریښي او نسبتاً محفوظه ځایونو ته يي کډه کړې ده. هغه وویل ځېنې وخت د خبریال رپورټ یو وي خو چې کله چاپ شي نو بیا ډیر بدل وي چې له امله يي د خبریال ژوند د خطر سره مخ شي. هغه وویل خبري ادارې هم باید داسې غیرحساسه مدیرانو ته د سیمو په اړه تربیه او معلومات ورکړي.
د قبائیلي سیمې د خبریالانو د تنظیم مشر شیر خان افریدي ډیوه ریډیو ته وویل چې د قبائیلي سېمې خبریالان نه یوازې د وسله والو ډلو لخوا بلکه د خپلو ادارو لخوا هم گواښل کیږي، دوي ته د ژوند او روغتیا بیمه نه ورکول کیږي خو ورکول شوي کیمرې، کمپیوټرې، مائک او تارونه بیمه وی.
شیرخان افریدي وویل تیرو پنځو کلونو کې قبائیلي سیمو کې ١٣ خبریالان وژل شوي او ٧٠ فیصده ژورنالستانو له خپلو سیمو څخه کډه کړې ده. هغه وویل په پاړه چنار کې ځائي انتظاميي په ادعا شوي ډول په نه څه یو خبریال ته د ٧٠ کاله بند سزا واوروله په داسې حال کې د ازاد صحافت پرځائې خبریال د خپل سر د حفاظت فکر زیات مهم گڼي.
پاکستاني مطبوعات وايي د صحافیانو په شمول د هیواد د ټولو وگړو د ځان او مال د حفاظت ذمه واري د حکومت ده او باید چې د وسله والو ډلو سره د سولې په خبرو اترو کې د خبریالانو د حفاظت ضمانتونه هم واخیستلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG