لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کرکټ لوبغاړي جنید خان د تړلې خلې د احتجاج وجهه څه ده؟


د پاکستان د کرکټ فاسټ بالر جنید خان په خپل ټوېټر یو عکس خپور کړی دی چې پکې ده په خپله خله یوه پټۍ لگولې ده او ورسره ېی لیکلي دي چې " زه څه نه ویل غواړم ځکه چې رښتیا ویل تراخه وي".

د پاکستان کرکټ بورډ اول د جنید خان نوم د ورلډ کپ لپاره د ١٥ لوبغاړو په سکواډ کې شامل کړی وو خو تېره ورځ ېی ترې د ده نوم لیرې کړ.

د نړیوال کپ د لوبډلې نه د جنېد خان د نوم ایستلو په سر په سوشل مېډیا تود بحث پېل شوې دی او په ده نیوکې کېږي.

پاکستان په نیوزيلېنډ کې خپل ټول مېچونه باېللي دي او د راوانې دي میاشتې د اخېر نه به په پېلېدونکي نړیوال کپ لپاره په داسې حال مېچونه کوي چې د ټیم په سلېکټرانو سختې نېوکې روانې دي.

د کرکټ ټیم چیف سلېکټر انضمام الحق په لاهور کې د یو خبري کانفرنس په وخت ویلي دي چې د انگلېنډ خلاف مېچونو کې د ناکامی په وخت د فاسټ بالرانو په تجربه کې کمۍ لیدل شوې دې په دې علت په ټیم کې بدلونونه راوستلی شوي دي.

انضمام ویلي دي چې د جنېد په ځای محمد عامر او وهاب ریاض په لوبډله کې شامل کړی شوي دي. خو په وهاب ریاض هم نېوکې کېږي چې د کال ٢٠١٧ نه وروسته ېې د اسټرېلیا او انگلېنډ په ضد په مېچونو کې څه خاصه لوبه نه ده کړی.

محمد عامر د چېمپین ټرافی نه وروسته په تېرو دوو کلونو کې په څوارلس یو ورځنېو مېچونوکې یواځې5 لوبغاړي سوځولي دي، حال دا چې په نهه مېچونو کې ېی یوه وکټه هم نه ده اخیستې.

وهاب ریاض هم په تېر دوه کاله کې یو هم یو ورځنې مېچ نه دی لوبولی. ده خپل اخیرنې مېچ په چېمپینز ټرافی کې لوبولی وو او د هند په خلاف د لوبې په وخت ان فټه گرځولی شوې وو.

XS
SM
MD
LG