لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په يونس خان بندیزونه او په افریدي لگیدلي جرمانه ختم


په يونس خان بندیزونه او په افریدي لگیدلي جرمانه ختم

د پاکستان کرکټ بورډ اپيليټ ټربيونل دخالي په ورځ دکرکټ ټيم پخواني کپتان يونس خان باندې ټيم کې په گډون دنامعلومې مودې پورې لگيدلې بندیزونه ختم کړي دي.

ټربيونل دکرکټ دلوبې په مهال دبال خرابولو يا ”بال ټمپرنگ“ له امله په شاهد افريدي لگيدلې د30ؤ لکو روپو جرمانه ختمه کړې او په دوؤ نورو لوبغاړو عمر اکمل او کامران اکمل لگيدلې 20,20 لکه روپۍ جرمانه يې 10,10 لکو روپو ته راکمه کړې ده.
داپيليټ ټربيونل دکارروايۍ څخه وروستو دپاکستان کرکټ بورډ قانوني مشير طالب رضوي خبريالانو سره دخبرو په مهال وويل ديونس خان په غوښتنه قاضي دهغه دپابندۍ ختمولو په ترڅ کې بورډ ته امر کړى ؤ چې په ټيم کې دگډون لپاره ديونس خان په نوم غور وکړي.
داکمل وروڼو په جرمانو کې دکمي په حقله طالب رضوي وويل دکامران اکمل او عمر اکمل په گډون دځينو نورو لوبغاړو په رويو بورډ ددريوؤ مياشتو څخه نظر ساتلى ؤ او ددغو لوبغاړو لخوا دباور دورکړې وروستو دهغوي سزاگانې ختمې او په جرمانو کې يې کمى وکړل شو.
بايد وويل شي دروان کال په لمړيو کې داسټريليا لخوا دسختې ماتې څخه وروستو پاکستان کرکټ بورډ دمارچ په مياشت کې په کپتان محمد يوسف او يونس خان په ټيم کې په گډون دنامعلومې مودې لپاره او په شعيب ملک او رانا نويد الحسن يو،يو کال پورې پابندي او جرمانې لگولې وې او په شاهد افريدي او اکمل وروڼو يې يواځې جرمانې لگولې وې.
محمد يوسف ددغه پابندۍ څخه وروستو دکرکټ څخه دريټائرمنټ اعلان کړى دى او تيره اوونۍ اييليټ ټربيونل په شعيب ملک پابندۍ ختمې کړې وې چې له دې وروستو په روانه مياشت کې سري لنکا کې کيدونکي ايشياء کپ لپاره هغه دپاکستان په کرکټ ټيم کې شامل کړل شوى دى

XS
SM
MD
LG