لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

١٠ کاله پس په پاکستان کې ټېسټ کرکټ بحال شو


د دیر نسیم شاه چې خپل دویم ټېسټ لوبوي، یوه وکټ واخیسته. د پاکستان په بالنگ کې شاهین شاه افریدي د سري لنکا اوپننگ مات کړو او لومړی بېټسمېن یې اوټ کړو

د پاکستان او سري لنکا کرکټ ټیمونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د دوو مېچونو سیریز لومړی ټېسټ په روالپنډۍ کې پېل کړو او د ١٠ کلونو د ځنډ وروسته یې د ټېسټ کرکټ لړۍ په پاکستان کې بیا شروع کړه.

په کال ٢٠٠٩ کې د وسله والو د حملې وروسته په پاکستان کې کرکټ انټرنېشنل لوبې ځنډېدلې وې او بهرنیو ټیمونو پاکستان ته د تگ نه ډډه کوله.

د سري لنکا کپتان ډیموت کارونارتنی ټاس وگټلو او لومړی یې د بېټنگ فیصله وکړه
د سري لنکا کپتان ډیموت کارونارتنی ټاس وگټلو او لومړی یې د بېټنگ فیصله وکړه

سري لنکا په خپل لومړي بېټنگ کې د پنځو وکټو په نقصان ٢٠٢ رنز کړي وو چې د تیاره له امله د لومړۍ ورځ لوبه ختمه کړی شوه.

دننجایا ډي سلویا ٣٨ رنز او نیروشن ډکوېلا په ١١ رنزونو ولاړ وو چې لوبه ختمه شوه.

د دیر نسیم شاه چې خپل دویم ټېسټ لوبوي، یوه وکټ واخیسته. د پاکستان په بالنگ کې شاهین شاه افریدي د سري لنکا اوپننگ مات کړو او لومړی بېټسمېن یې اوټ کړو.

د پاکستان او سري لنکا ترمنځ د دوو ټېسټونو مقابلې په تېرو لسوکلونو کې په پاکستان کې لومړی سیریز دی. لس کاله وړاندې په لاهور کې د سري لنکا کرکټ ټیم په بس د وسله والو حملې په ترڅ کې د دواړو ملکونو ترمنځ روان سیریز ختم کړی شو او په پاکستان کې د نړیوال کرکټ لړۍ وځنډیله. تراوسه خارجي ټیمونو پاکستان ته د سفر نه ډډه کړې ده.

شاهین شاه
شاهین شاه

کتنه به دا وي چې د سري لنکا د دروې نه وروسته د بل کوم هېواد کرکټ ټېم به پاکستان ته ورځي او د کوربه هیواد سره به مقابله کوي.

د سري لنکا کپتان ډیموت کارونارتنی ټاس وگټلو او لومړی یې د بېټنگ فیصله وکړه.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، په "پنډي کرکټ سټېډیم" کې د تماشبېنو شمیره لږه او د مېچ په موقع د امنیت سخت گامونه اخیستل شوي وو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، په "پنډي کرکټ سټېډیم" کې د تماشبېنو شمیره لږه او د مېچ په موقع د امنیت سخت گامونه اخیستل شوي وو
د رویټرز خبري ادارې ترمخه، په "پنډي کرکټ سټېډیم" کې د تماشبېنو شمیره لږه او د مېچ په موقع د امنیت سخت گامونه اخیستل شوي وو

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG