لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په سېلابونو او نورو پېښو کې نور 57 تنه مړه شوي


اېن ډي اېم اې په خپل رپورټ کې ويلي په تېر شوار روز کې په خېبرپښتونخوا کې 17 تنه مړه شوي چې پکې اتنه سړي په سوات کې، څلور په کوز چترال کې او دوه په شانګله کې شامل دي. دا وخت چې د پاکستان جنوبي صوبه سيند د سختو سېلابونو لاندې ده، په سيند کې د 38 کسانو د مړينې ويل شوي دي

پاکستان کې د افتونو په وخت د امدادي هلو ځلو قومي ادارې اېن ډي اېم اې ويلي په ملک کې د سېلابونو دلاسه او د دې سره تړلو نورو پېښو کې نور 57 تنه مړه شوي دي او په مجموعي توګه په ملک کې د مړو شمېره 1265 ته رسېدلې ده.

د اېن ډي اېم اې په تازه رپورټ کې ويل شوي د 14 جون راهسې په ملک کې د بارانونو او د سېلابونو لړۍ دوام لري او د جون د نيمايۍ نه تر اوسه په سېلابونو او نورو بېلابيلو پېښو کې د مړو کسانو شمېره 1265 ته رسېدلې ده.

په 1265 مړه شوو کې 557 نارينه 441 ماشومان او 258 ښځې شاملې دي. د سېلابونو له امله په سيند کې 470، خېبرپښتونخوا کې 285، بلوچستان کې 257 او پنجاب صوبه کې 188 کسان مړه شوي دي.

اېن ډي اېم اې په خپل رپورټ کې ويلي په تېر شوار روز کې په خېبرپښتونخوا کې 17 تنه مړه شوي چې پکې اتنه سړي په سوات کې، څلور په کوز چترال کې او دوه په شانګله کې شامل دي. دا وخت چې د پاکستان جنوبي صوبه سيند د سختو سېلابونو لاندې ده، په سيند کې د 38 کسانو د مړينې ويل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې راغلو سېلابونو چې د سوات، چارسدې، نوښار، ډېره اسماعيل او ټانک سره خواوشاه پرتې سيمې ډېرې ځپلي د سوات د سېلګرۍ په سيمه سوات کې ګڼ سېلانيان ايسار شوي ځکه چې د کالام نه تر بحرېن پورې سړک ځای په ځای سېلابونو وړی دی.

د سوات د انتظاميې ترمخه په کالام کې د 1000 پورې کسان ايسار شوي چې د صوبايي او پوځي هيلي کاپټرو د لارې راويستل کيږي او تېره شپه د سوات اسټنټ ډپټي کمشنر ابرار احمد وزیر وي او اې ډيوه ته ویلي اوس هم په کالام کې د 400 نه تر 500 پورې کسان پاتې دي.

په سوات کې د رېسکيو 1122 ادارې ويلي د 24 اګست نه يادې ادارې په ټول سوات کې د 6000 پورې کسان ژغورلي دي.

اېن ډي اېم اې ویلي د 14 جون راهسې په ملک کې تراوسه پور د 14 لکه نه سېوا کورونه او پینځه نيم زرو نه سېوا سړکونه او 243 پلونه اغېزمن شوي دي.

په 24 اګست چې د خېبرپښتونخوا په سوات، چارسده او نوښار کې سېلابونه راغلي د رپورټونو ترمخه هلته سېلاب خپل عادي حالت ته راغلی دی.

خو دا وخت د اېن ډي اېم ترمخه د سيند صوبې په ګډو، سکهر او ګوټړي بېراجونو د لوړې کچې سېلابونه روان دي.

د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه ويلي، ټوله صوبه په اوبو کې ډوبه ده کره شمېرې نه لري خو په صوبه کې 30 لکه کچه ابادي ده او په دغو کچه کورونو کې يو نه دی بچ شوی ټول خلک بې کوره شوي دي او که د يو کور په سر پينځه تنه شمار کړی شي نو دا شمېره يو نيم کروړ ته رسي دا خلک اغېزمن شوي دي.

نوموړي ويلي، په صوبه کې د سېلاب نه اغېزمنو دپاره لومړی د خېمو او د خوراک او دوايانو انتظام ورته کوي.

ځايي او نړیوال تنظیمونه او ډاکټران وايي د سېلابونو له امله د هېضې او څرمنې د مرضونو خطره ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG