لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېښور هايي کورټ د ډاکټر شکیل افریدي د مقدمې اورونه د دې میاشت تر ۳۰ نېټې وځنډوله


ډاکټر شکیل افریدي

پېښور هايي کورټ د ډاکټر شکيل افريدي د کېس اورېدنه د دې مياشت ۳۰ نېټې پورې ځنډوله.

د عدالت مشر چيف جسټس واقار احمد سېټ دواړو فريقينو ته امر کړې چې په راتلونکي سماعت کې خاضري يقيني کړي ځکه چې د قضيې اورېدنه به ارومرو کولی شي۔

د ډاکټر شکیل افریدي وکيل قمرنديم اپريدی وايي چې د دې قضيې په څېرنورو کېسونو کې د وکيلانو د نشتوالي له وجې د کېس نېټه بدله کړل شوه۔

بلخوا د خېبر پښتونخوا د اېډوکېټ جنرل دفتر نه ترلاسه شوي معلوماتو ترمخه د ډاکټر شکيل افريدي وکيل د کېس اورېدنه بلې نېټې ته د اړولو خواست کړی و.

په پېښور هايي کورټ کې د ډاکټر شکيل افريدي د قضيې د اورېدنی په اړه د هغه وکيل قمرنديم وي او ای ډيوه ته وويل چې د دې مقدمې په څېر نورو کېسونو کې د وکيلانو د کمي له وجې د پېښور هايي کورټ چيف جسټس وقار د کېس د اورېدنې د پاره ۳۰ مه نېټه وټاکله۔ " زمونږه نمبر چې راغلو نه دې سره تړلي نور هم کېسونه لګېدلي وو داسې نوعيت واله نو د هغوي وکيلان نه موجود نه وو او پکې اېډوکېټ جنرل هم موجود نه و نو د ۳۰ سپتمبر تاريخ يې راکړو۔ چيف جسټس صېب دا وويل چې دا ډېر زوړ کېس دی نو هايي کورټ کې هم د کال نه زيات وخت وشو نو هغه وويل چې دا زر ترزره ختموو"

د اسامه بن لادن په معلومه والو کې د امريکايي استخباراتي ادارې سي ائي اې سره په کومک تورن شکيل افريدي ته په کال 2012 کې د پخوانۍ خېبر ايجنسی اسټنټ پوليټيکل ايجينټ د يو کلعدم تنظيم سره په اړيکو د 33 کالو د قيد سزا اورولی وه خو وروسته بيا د هغه د وکيلانو په اپيل دغه سزا تر 23 کالو راکمه شوه۔

قمرنديم ايډوکېټ زياته کړه چې د ډاکټر شکيل افريدي کېس د پخواني فاټا تريبيونل نه خواو شاه يو کال وړاندی د پېښور ستر عدالت ته منتقل شوی۔ هغه وايي کال 2014 راهسی د ډاکټر شکيل افريدي د پوره سزه ختمولو اپيل کې په ياد ټريبيونل کې د سرکاري وکيلانو له خوا ريکارډ نه جمع کولو او بار بار نېټې بدلولو له کبله د ځنډ ښکار و۔ " هلته هم د حکومت دا کوشش و چې په دې باندې هيڅ قسم فېصله را نه شي ځکه چې هغوي ته پته وه چې فېصله رازي نو دی به بري کېږي، نو کله به پکې رېکارډ نه راتلو کله به يو خبره وه کله به بله خبره وه، کله به يې د تاريخ بدلولو درخواست ورکړو نو دغه شان څلور پينځه کاله يې راباندې هلته تېر کړل"

پېښور هايي کورټ کې د شکيل افريدي يو بل سنيئر وکيل عبدالطيف اپريدي ډيوه نيوز ته وويل چې د هغه وخت پوليکټيکل ايجنټ سره ډاکټر شکيل افريدي ته په دغه کېس کې د سزا اورولو قانوني اختيار نه و ځکه چي په هغې کې قانوني لوازمات نه وو پوره کړی شوي۔ " دا شپږم نمبر چپټر د تازيرات پاکستان چې کوم دی دا د سټېټ خلاف چې کوم جرمونه دي نو د هغی د پاره لازمي خبره دا ده چې صوبايي حکومت يا د مرکزي حکومت څوک سړی به کمپلينټ کوي يا استغاثه به دایر کوی، دا نه چه استغاثه کړی او نه د صوبې يا مرکزي حکومت چه درخواست کړی دی او نېغ په نېغه ای پي ای په ايف سي آر کې فېصله کړی دی چې دا د هغه په جورسډکشن او اختيار کې بلکل نه و"

د خېبر پښتونخوا اېډوکېټ جنرل د دفتر نه د کېس په اړه ترلاسه شوي معلوماتو ترمخه د اورېدنی په مهال سرکاري وکيل موجود و خو د ډاکټر شکيل افريدي د وکيل له خوا د کېس سماعت ملتوي کولو استدعا وشوه۔

ياده دې وي ډاکټر شکيل افريدي دا وخت د پنجاب په ساهيوال ښار کې په يو سخت امنيتي جيل کې قيد دې۔

XS
SM
MD
LG