لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډرون برید پاکستان کې ۴ کسان وژلې


.
.

د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې د اتوار په ورځ بې پائیلټه هوائي جهاز یا ډرون حمله کړې ده. په نتیجه کې يي څلور مشکوک جنگیالي وژل شوې دي.

خبرې رپورټونه د چارواکو د خلې وائي ډرون د شمالي وزیرستان حسن خیل کلې کې یو گاډی په دؤو مزائیلو ویشتی او په نتیجه کې يي څلور کسان وژل شوې دي. د وژل شؤو کسانو د شناخت په حقله څه نه دي ویل شوې.

په دې ورستیو ورځو کې د پاکستان په قبائيلې سیمه کې د ډرون حملو کې زیاتوالی راغلی دی. ویل کیږي د امریکې د استخباراتو اداره سي ائي ای د ډرون حملې ترسره کوي، خو امریکائې چارواکې په رسمي توگه ددې خبرې تصدیق نه کوي.

پاکستان هم د ډرون حملو مخالفت کوي وائې دا دهیواد خپلواکۍ سرغړونه ده.

تیره هفته د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې خپل یو رپورټ کې وئیلې ؤ امریکا غواړې چې پاکستان کې د ډرون حملو لمن تر بلوچستان صوبې پورې اوغځوي. خو پاکستان دا امکار رد کړی دی.

د رپورټونو تر مخه د پاکستان په قبائيلي سیمو کې د ډرون په حملو کې یو شمیر د القاعده او طالبانو مهم غړي وژل شوې دي چې پکښې د پاکستاني طالبانو مشر بیت الله محسود هم شامل دی.

رپورټونه وائې د ستمبر د میاشت راهسې د پاکستان په قبائیلې سیمو کې ۴٧ حملې شوې دي چې له امله يي ٢٥٠ کسان وژل شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG