لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې ډرون بريد، 15 کسان مړه


شمالي وزيرستان کې ډرون بريد، 15 کسان مړه
شمالي وزيرستان کې ډرون بريد، 15 کسان مړه

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد ترسره شوي دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون بريد کې لږ ترلږه 15 کسان وژل شوي دي.

دغه بريد دشمالي وزيرستان مرکز ميران شاه څخه 25 کلو ميټره لرې ختيز لوري ته په ميرعلي کلي دتندلارو تر استعمال لاندې يوې ودانۍ او يو گاډي ترسره شوى دى.

سرچينې وائي په دغه بريد کې په نخښه کړل شوې وداني او گاډى په مکمل توگه تباه شوې دي.

دډرون لخوا په دغه بريد کې څلور ميزائيلونه داغل شوي دي.

سرچينې وائي په دغه بريد کې 15 کسان وژل شوي چې پکې څلور غيرملکيان هم شامل دي او يو شمير کسان نور ژوبل شوي هم دي.

ديو راپور له مخې سږ کال په شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ د100ؤ څخه زياتو دډرون بريدونو کې يو شمير جنگيالې وژل شوي دي.

دپاکستان په قبائيلي سيمو دجاسوسي الوتکو لخوا دکال 2008م داگست دمياشتې څخه د150ؤڅخه زيات دډرون بريدونه ترسره شوي چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود هم وژل شوې دی.

دپاکستان حکومت په ښکاره خو ددغو ډرون بريدونو مخالفت کوي خو څيړونکي وائي حکومتي چارواکي په پټه ددغو بريدونو ملاتړ کوي.

امريکائي چارواکي دپاکستان څخه څو څو ځله په شمالي وزيرستان کې دموجودو تندلارو په ضد دعملياتو غوښتنه کړې خو دپاکستان حکومت دريځ لري چې په شمالي وزيرستان کې به دمناسب وخت په رارسيدو او خپلوملي وسيلو ته په کتلو سره عمليات پيل کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG