لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس له امله تعلیمي ادارې تړي، خو د پخوانۍ فاټا اولس وايي چې انټرنېټ نه وي نو بچي به یې انلاین سبقونه څنګه وايي؟


د مومندو سجاد مومند حيران دی چې د پاکستان د تعليم وزير شفقت محمود ته څنګ ووايي چې تعليمي ادارې خو بندوي ولې د انټرنېټ سروس د کمه راوړي چې د خپلو درېو بچو انلاين کلاسونه ورته برابر کړي؟

ښاغلي وزير تعليم اعلان کړی چې د 26 نومبر نه د جنورۍ د لسمې نېټې پورې به ټولې تعليمي ادارې د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره يو ځل بيا تړلی کيږي خو انلاين کلاسونه به روان وي.

ښاغلی مومند ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وايي:

“دويي که تعليمي ادارې بندوي هم نو بيا دې مونږ ته هغه سهوليات هم راکړی شي کوم چې په ښاريو کې دي"

چې انټرنټ نه وي نو ماشومان به د خپل ټولګيوالو نه وروستو پاتې شي او دا به ځکه وي چې د ښار ماشوم ته دا سهولت شته او د سجاد مومند په وينا د ده بچو ته نشته.

هغه وايي:

“مونږ نور څه غواړو خو دا چې په مومندو د انټرنټ سهولت شته خو حکومت دې يې بحال کړي”.

د پاکستان سيکيورټي ادارو په پخوانۍ فاټا کې د څو کلونو راهسې د انټرنټ او ټيليون سروس د امنيت په نوم تړلی او دغه حال وخت په وخت د بلوچستان هم دی.

د حکومت د کال 2017 د متنازعه سر شمېرنې مطابق د فاټا ابادي 5.5 ميلين ښودلې شوې.

شفقت محمود وايي چې په کومو سيمو کې انټرنټ نشته هلته به استاذان بچو ته کار حواله کوي او د کور نه به پوره شوی کار په خپله لا د مور پلار په لاس په سکول کې جمع کوي او نور کار به ورته ورکول کيږي.

خو يو شمېر مياندې پلرونه دا پوښتنه کوي چې بې تعليمه مور پلار څنګه ماشوم ته په کور زدکړې ورکړي او لا بيا دا چې ماشوم په کور ناست څنګه او د چانه زدکړې وکړي؟

د پښتتونخوا د پرايويټ ايجوکيشن نټورک معاون صدر جاويد علي ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وايي:
“د حکومت د سروی تر مخه يواځې 14% بچي د انټرنټ د لارې توانېدلي چې انلاين کلاسونه واخلي او دا پاتې 86% د دې سهولت نه بې برخې پاتې دي”.

ښاعلی علي وايي انلاين کلاسونه ممکن نه دي ځکه:

“کچرې په يو کور کې شپږ ماشومان په بيلو بيلو ټولګو کې سبق وايي نو دوی له به شپږ ليپ ټاپونه لا شپږ موبايل فونونه اخستل وي چې دا د مور پلار د وس خبره نه ده”.

د پنجاب پوهنتون د سوشيالوجي طالبلعلم وقاص بيټنی ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وايي:

“شفقت محمود خو د پخوانۍ فاټا، ګلګيت بلتستان او خارجي زدکونکو ته په هاسټل کې د پاتې کېدو اجازت ورکړی خو په زرګونو نور د دې نه اغېزمن کيږي”.

د هارور‌‌‌‌‌‌ډ مي‌‌‌‌‌‌ډيکل سکول د سروی د مخه:

“کرونا وايرس په ماشومانو او ځوانانو خرابې اغېزې هم کولی شي خو د مشرانو سره په تله دا شمېر ‌‌‌‌‌‌ډېر کم دی او اکثر د دې په اغېزه خبر هم نشي چې کرونا ورته لګېدلې او په ځينو د کمزورې تبې او ستړتيا په شکل کې ښکاره شي”.

د پنجاب پوهنتون د پاکستان سټ‌‌‌‌‌‌ډيز يوه زدکونکې بېسمه نور ‌‌‌‌‌‌‌چې د سويلي وزيرستان ډيوه ته ويلي دوی چې ګوري ‌‌‌‌‌‌ډېر زدکونکي د هاسټلو نه روان دي او خپل سامانونه تړي نو خفه شي چې څو کسان به ګوښه په هاسټل کې پاتې شي.

بسمه نور وايي:

“مونږ د هغه بدقسمته سيمې وزيرستان اوسېدونکي يو چرته چې 3G او 4G خو څه چې د ټيليفون سېګنل نشته چې د بهر دنيا سره پرې رابطه ولرو”.

هم د ياد پوهنتون يوه بله زدکونکې د سويلي وزيرستان ګل ثنا چې د جېن‌‌‌‌‌‌ډر سټ‌‌‌‌‌‌ډيز زدکونکې ده ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وايي ولس يې د انټرنټ نه محروم دی کوم چې د سکول د بچو او عامو خلکو بنيادي حق دی.

ګل ثنا وايي

“نن مونږ د نټ نه محروم يو چې دا بچو حق دی. مونږ ته دې حکومت نټ راکړي چې په خپلو سيمو کې تعليم وکړی شو”.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Recommended

XS
SM
MD
LG