لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په حکومتي کچه اختر


پاکستان کې په حکومتي کچه اختر
پاکستان کې په حکومتي کچه اختر

په پاکستان کې د شورو په ورځ د ورکوټی اختر ورځ په حکومتي کچه په پوره جوش او مذهبي جذبې سره نمانځلى شي.
دهيواد په ټولو وړو او لويو ښارونو کې په جوماتونو او عيدگاهو کې داختر دنموځ اجتماع گانې جوړې شوې وې او دامنيت دخطرو په نظر کې نيولو سره په زياترو ځائيونو کې سخت امنيتي انتظامات شوي وؤ.
خو دسختو امنيتي گامونو باوجود دبلوچستان په کوئټې ښار کې داختر په موقعه ترسره شوي ځانمرگي بريد کې يوولس کسان وژل شوي دي.
دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني داختر نمونځ داسلام اباد په فيصل جومات کې ادا کړو، او دسرکاري ټي وي ترمخه دچين په په سفر تللي صدر اصف علي زرداري داختر نمونځ دلويديزې خپلواکه سيمې شن جيانگ ښار ارمچي کې ادا کړو.
داختر په موقعه خپل پيغام کې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وئيلي دي دمحرومې طبقې داختر په خوشحالو کې شاملول دهر حيثيت لرونکي تن ذمه واري ده.
وزيراعظم وويل دتندلاريوب او ترهه گرۍ له امله هيواد دسختوستونزو سره مخ دى.
وزيراعظم وويل په کراچۍ کې دامنيت دټينگښت لپاره به دصوبائي حکومت مرسته کولى شي او داولس په مدد او مرستې سره به ښار کې امن بحال او دژوند چارې معمول ته راوستلى شي.
په ياده دې وي چې دگل په ماښام دپيښور په قاسم علي خان جومات څخه داختر دمياشتې دليدلو داعلان څخه وروستو د خيبرپښتونخوا په گڼ شمير سيمو کې دنهې په ورځ اختر نمانځل شوى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG