لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې مختلفو اخترو روایت، چې سږ کال به یو اختر وي او که بیل بیل؟


زياتره کسان غوښتنه کوي چې حکومت او دټولو مسلکونو عالمان بايد داسې يو ميکانزم وړاندې کړي چې ټول هيواد کې پۀ يوه ورځ روژه او اختر ونمانځل شي
زياتره کسان غوښتنه کوي چې حکومت او دټولو مسلکونو عالمان بايد داسې يو ميکانزم وړاندې کړي چې ټول هيواد کې پۀ يوه ورځ روژه او اختر ونمانځل شي
پاکستان کې د روژې او اختر مياشتو ليدو کې اکثره اختلافات رامينځ ته کيږي او هم ددغه اختلافاتو د ختمون لپاره حکومت کال نولس سوه څلور اويايم کې په سرکاري کچ مرکزي رويت هلال کميټي جوړه کړه چې څلورو واړو صوبو کې ځائي کميټې هم لري خو ددې باوجود اختلافات ختم نه شول او اوس هم يوه ورځ چرته اختر وي او چرته روژه.
ځيني خلک وائي چې دا د بيلا بيلو مسلکونود عالمانو تر مينځه د اختلاف نتيجه ده او حکومت بايد روژه او اختر د نورو يو شميرهيوادونو په څير سعودي عربستان سره وتړي، ځيني بيا وائي چې دا وظيفه بايد د موسمياتو محکمې ته وسپارل شي ځکه چې هغوي د سائنسي علم رڼا کې ښه پوهيږي چې مياشت به کله راخيژي، داسې کسان هم شته چې دريځ لري چې روژه نيول او اختر کول د وگړو شخصي عمل دى او حکومت بايد دې کې د رول لوبولو څخه ډډه وکړي.
خيبر پښتونخوا او قبائيلي سيمو کې اکثره ليدل شوې ده چې روژه او اختر دمرکزي رويت هلال کميټې د اعلان په ځائې د شخصي هلال کميټې د اعلان مطابق يوه ورځ وړاندې کوي د کومې مرکزي دفتر چې د سر ښار پيښور قاسم علي خان جومات کې دى. خو دې کې بيا اکثره ملاکنډ ايجنسي او هزاره ډويژن نه وي شامل.
دا ځل د روژې په شروع کيدو قاسم علي خان جومات کې د شخصي هلال کميټې غونډه نه وه شوې او د ځينو قبائيلي علاقو پرته قريباً ټولو پښتنو د مرکزي هلال کميټې د اعلان مطابق روژه پۀ يولسم جولائي نيولې وه، خو د اهلسنت ولجومات مسلک سره تړاو لرونکى علامه عتيق الله صاحب حق ډيوه راډيو ته وائي چې ددوي هلال کميټې ته ماښام په نهمه جولائي پنځه شرعي د روژې د مياشتې شهادتونه راغلل او دوي پۀ لسمه جولائي ړومبۍ روژه ونيوله، نوموړى زياتوي چې اوس پۀ اووم اگست ددوي يوکم ديرش روژې پوره شوې او کۀ پۀ دغه ورځ د اختر د مياشت د ليدو شهادتونه تر لاسه شول نو دوي به پۀ اتم اگست د زيارت پۀ ورځ اختر کوي. خو بلخوا د موسمياتو د محکمې ډائريکټر مشتاق علي شاه وائي چې پۀ اووم اگست به مياشت د لمر نه دوه منټه وړاندې ډوبيږي او د ليدو امکانات ئي نيشته، البته دى وائي چې پۀ اتم اگست به د اختر مياشت د لمر د ډوبيدو نه پس هم اسمان کې تر دوه ديرش منټو پورې ځليږي، نو ځکه امکان دى چې اختر پۀ نهمې جولائي د جمعې پۀ ورځ ووشي. خو د يو بل مذهبي عالم سيد محمد اياز علي شاه نه چې ډيوه راډيو پوښتنه وکړه چې کۀ د مياشتې ليدو کې د سائنسي علومو او آلاتو څخه استفاده ووشي نو څنگه به وي؟ نو هغۀ ووئيل چې سائنس شريعت کې اعتبار نۀ لري او فقط هاغه وخت د اعتبار وړ وي کله چې شريعت سره موافق وي.
اکثره وختونو کې بيلا بيلو سيمو کې ميشته هاغه کسان د اختر ورځو کې ستونزو سره مخ شي کوم چې د اختر لپاره خپلو پلرنو سيمو ته ځي ځکه چې دوي هيڅ نۀ پوهيږي چې ددوي علاقه کې به کله اختر وي، خو د سوات سيمې يو تن ربنواز چې اسلام اباد کې سرکاري نوکر دى وائي چې دا زما لپاره ستونزه نه بلکې زۀ ترې خوند پورته کوم، دى وائي چې سحر د اسلام اباد نه روژه پۀ خلۀ روان شم او د خیبر اباد په پل چې خیبر پښتونخوا ته واوړم نو هلته اختروي او زما هم اختر شي او دا ختر نوښار، مردان او تر درگئۍ پورې جاري وي خو کله چې ملاکنډ ته داخل شم نو بيا مې روژه شي.
خو بيا هم زياتره کسان غوښتنه کوي چې حکومت او دټولو مسلکونو عالمان بايد داسې يو ميکانزم وړاندې کړي چې ټول هيواد کې پۀ يوه ورځ روژه او اختر ونمانځل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG