د پاکستان الېکشن کمېشن په خپله وېب پاڼه د اتمې فرورۍ د عامو انتخاباتو د قومي او صوبايي اسمبليانو ټولې غېر حتمي نتيجې خپرې کړي، چې ترمخه یې د قومي اسمبلۍ زياتې 101 څوکۍ ازادو امېدوارانو ګټلي دي، ازاد زياتره د تحریک انصاف پلوه امېدواران ګڼل کيږي.
د قومي اسمبلۍ څوکۍ
د غېر حتمي نتيجو ترمخه، په قومي اسمبلۍ کې101 څوکۍ ازادو امېدوارانو، 75 مسلم ليګ ن ګوند، 54 پاکستان پيپلز ګوند، 17 متحده قومي مومنټ، څلور جمعيت علمااسلام، درې پاکستان مسلم ليګ، استحکام پاکستان او بلوچستان نيشنل ګوند دوه دوه دوه څوکۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ، نيشنل پارټۍ بلوچستان عوامي پارټۍ، پاکستان مسلم ليګ ضياالحق او مجلس وحدت المسلمين يوه يوه څوکۍ ګټلې ده.
د قومي اسمبلۍ په 266 څوکو کې په يوه حلقه انتخابات ځنډول شوي او يوه نتيجه ودرول شوې ده.
خېبرپښتونخوا
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په 115 څوکو کې 90 ازادو امېدوارانو، اووه جمعيت علمااسلام ګوند، پينځه مسلم ليګ ن، څلور پاکستان پيپلز پارټۍ، درې جماعت اسلامي، دوه پاکستان تحريک انصاف پارليمنټيرين او يوه څوکۍ عوامي نيشنل ګوند ګټلې ده. خېبرپښتونخوا کې په دوه څوکو انتخابات ځنډول شوي او په يوه حلقه نتيجې ودرول شوي دي.
بلوچستان
د بلوچستان اسمبلۍ د ټولو 51 څوکو نتيجې اعلان شوي، پاکستان پيپلز ګوند او جمعیت علمااسلام 11, 11 څوکۍ ګټلي، لس څوکۍ پاکستان مسلم ليګ ن، شپږ ازاد، څلور بلوچستان عوامي پارټۍ، درې نيشن پارټۍ، دوه عوامي نيشنل ګوند، بلوچستان نيشنل پارټۍ، بلوچستان نيشنل پارټۍ (عوامي)، حق دو تحريک بلوچستان او جماعت اسلامي يوه يوه څوکۍ ګټلې ده.
پنجاب
د پنجاب صوبې په 297 څوکو کې 138 ازادو امېدوارانو، 137 مسلم ليګ ن، لس پاکستان پيپلز ګوند، اته پاکستان مسلم ليګ، او استحکام پاکستان، پاکستان مسلم ليګ ضيا او تحریک لبېک يوه يوه څوکۍ ګټلې ده. پنجاب کې په يوه څوکۍ انتخابات ځنډول شوي دي.
سند
د سيند صوبې په 130 څوکو کې 84 پاکستان پيپلز ګوند، 28 متحده قومي مومنټ، 13 ازادو امېدوارانو، او ګرېنډ ډېموکرېټک الاينس او جماعت اسلامي دوه دوه څوکۍ ګټلي دي.په سيند صوبه کې په يوه حلقه نتيجې ودرول شوي دي.
Forum