لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان انتخابات: 17،500 پولينګ سټېشنې انتهايي حساسه ګرځول شوي


PAKISTAN-VOTE
PAKISTAN-VOTE

د پاکستان د الېکشن کمېشن ترمخه په ملک کې د اتمې فرورۍ د انتخاباتو دپاره 89,250 پولينګ سټېشنې جوړې کړل شوي او 17,500 پکې ډېرې يا انتهايي حساسې ګرځول شوي دي.
د سرکاري خبري ادارې ترمخه، 32,508 پولينګ سټېشنې حساسې او 42,500 نارمل يا عادي ګرځول شوي دي.
ويل شوي په انتهايي حساسه ګرځول شوو پولينګ سټېشنو کې 4,344 په خېبرپښتونخوا او 2,038 په بلوچستان صوبو کې دي.
په پنجاب کې د انتهايي حساسه ګرځول شوو پولينګ سټېشنو شمېره 6,599 او سيند صوبه کې 4,430 دي، ويل شوي د انتهايي حساسه ګرځول شوو پولينګ سټېشنو څارنه به د سي سي ټي وي کېمرو د لارې کولی شي.
دغه ډول خېبرپښتونخوا کې 6,000، بلوچستان کې 2,068، پنجاب کې 15,829 او سيند صوبه کې 8,030 پولينګ سټېشن حساسې ګرځول شوي دي.
الېکشن کمېشن د عامو انتخاباتو په مهال د امنیت يقيني کولو دپاره د امنيتي اهلکارو دپاره ضابطه اخلاق يا د چلند اصول هم جاري کړي دي.
ويل شوي، د پوځ نه علاوه، د انتخاباتو دپاره نورې قانون نافذونکې ادارې په ځای کړل شوي او د انتخاباتو د قانون ترمخه به په ټاکل شوو حدودو کې خدمات ترسره کوي.
د الېکشن کمېشن ترمخه، په امنيتي اهلکارو کې به پوليس، فرنټيير کانسټبلري، پنجاب کانسټبلري، بلوچستان کانسټبلري او ليويز اهلکار شامل وي، دوی به امنیت ټينګ ساتي، په انتخابي عمل کې به بې طرفه وي د کوم سياسي ګوند پلويتوب يا مخالفت به نه کوي.
پاکستان کې د انتخاباتو ځنډولو دپاره تېره میاشت په برني اېوان سېنېټ کې درې قراردادونه وړاندې شوي وو.
په يادو قراردادونو کې ويل شوي وو، د ژمي موسم او ترهګرۍ د زياتېدونکو پېښو له امله دې انتخابات وځنډول شي. خو الکېشن کمېشن د سېنېټ د قراردادونو په ځواب کې ويلي وو، انتخابات به هم په اعلان شوې نیټه کیږي.
په 17مه جنورۍ د چيف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په مشرۍ غونډه شوې او د انتخاباتو د تیاريانو جاج پکې اخستل شوی وو.
د الېکشن کمېشن ترمخه، په غونډه کې د الېکشن کمېشن د چارواکو نه علاوه د صوبو داخله سيکرټريانو، لوړ پوړو پوليس او امنيتي ادارو مشرانو ګډون کړی او د پرامنه انتخاباتو کولو په خبره یې ټینګار کړی وو.
ویل شوي وو، د عامو انتخاباتو په مهال دې په وخت انتظامي او حفاظتي ګامونه پورته کړی شي، سياسي ګوندونو، امېدوارانو او ووټرانو ته دې سازګار ماحول برابر کړی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG