لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشترکه مفاداتو کونسل د توانائي نوې تگلار منظوره کړې


 دنوې انرژۍ دتگلارې ترمخه راتلونکو دريوؤ څخه څلورو کلونو کې به دبجلۍ ضرورتونه پوره کولى شي،٢٠١٥ پورې به هائيډل ذريعو څخه ٤٠٠ ميگاواټه بجلۍ دپيدا کولو منصوبې مکمل شي اؤ دکوئيلې دذريعو څخه دبجلۍ دپيدا کولو منصوبې به هم په فوري توگه پيل کولى شي ، چې دهغې لاندې به راتلونکو دريوؤ کلونو کې د اوؤ زرو ميگاواټو بجلۍ پيداوار شرونع شي
دنوې انرژۍ دتگلارې ترمخه راتلونکو دريوؤ څخه څلورو کلونو کې به دبجلۍ ضرورتونه پوره کولى شي،٢٠١٥ پورې به هائيډل ذريعو څخه ٤٠٠ ميگاواټه بجلۍ دپيدا کولو منصوبې مکمل شي اؤ دکوئيلې دذريعو څخه دبجلۍ دپيدا کولو منصوبې به هم په فوري توگه پيل کولى شي ، چې دهغې لاندې به راتلونکو دريوؤ کلونو کې د اوؤ زرو ميگاواټو بجلۍ پيداوار شرونع شي
اسلام اباد کې دوزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دگډو مفاداتو دکونسل غونډه کې دنوې انرژۍ دتگلارې منظوري ورکړل شوې ده، چې ترمخه يې راتلونکو پينځوؤ کلونو کې دلوډشيډنگ په بحران دقابو موندلو لپاره منصوبه بندي شوې ده.
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وئيلي دي چې دټولو اړونده حلقو سره په گډه حکومت دترهه گرۍ په ستونزه دقابو موندلو لپاره ديوې جامع تگلارې په جوړولو کار کوي.
دگډو مفاداتو کونسل ته په وينا کې وزيراعظم ميا نواز شريف وويل دترهه گرۍ دختمولو اؤ قانون دواکمنۍ لپاره دپوليس اصلاحات ضروري دي.
هغه وويل په هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره ضروري ده چې دقانون سرلوړي اؤ ميرټ پځايې وي.
غونډه کې دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيرانو، دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار اؤ نورو اړونده وزيرانو برخه اخستې وه.
دغه غونډه کې دهيواد په مجموعي صورتحال اؤ دانرژۍ په بحران قابو موندلو لپاره دقومي تگلارې په جوړولو غور وکړل شو.
غونډې ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وويل وفاقي حکومت دهرې صوبې دمينډيټ درناوي اؤ څلورو واړو صوبو ته يو شان اهميت ورکوي.
هغه وويل چې داقرباپرورۍ اؤ ترهه گرۍ دخاتمې لپاره دپوليسو په نظام کې داصلاحاتو ضرورت دى اؤ دې لړ کې دپنجاب دوزيراعلي له لوري مثبت گامونه اخستى شي اؤ نورو صوبو ته هم دغسې کول پکار دي.
دغونډې په مهال دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيرانو خپل تحفظات اؤ انديښنې څرگندې کړې.
دسندهـ له لوري دگيس په ذخيرو دلمړي حق دصوبې اولس ته دورکولو دريځ خپل کړى اؤ دخيبرپښتونخوا دوزيراعلي پرويز خټک ملک کې په غيرمساوي لوډشيډنگ انديښنه څرگنده کړې ده.
غونډه کې دخبرو په مهال برخه والو دانژرۍ دنوې تگلارې په نکتو درايې اتفاق څرگند کړو اؤ دهغې منظوري يې ورکړه، چې په دې وزيراعظم دغونډې برخه والو ته مبارکي ورکړه اؤ هيله يې څرگنده کړه چې ملک کې به دانرژۍ په بحران ډير زر قابو وموندل شي.
دنوې انرژۍ دتگلارې ترمخه راتلونکو دريوؤ څخه څلورو کلونو کې به دبجلۍ ضرورتونه پوره کولى شي،٢٠١٥ پورې به هائيډل ذريعو څخه ٤٠٠ ميگاواټه بجلۍ دپيدا کولو منصوبې مکمل شي اؤ دکوئيلې دذريعو څخه دبجلۍ دپيدا کولو منصوبې به هم په فوري توگه پيل کولى شي ، چې دهغې لاندې به راتلونکو دريوؤ کلونو کې د اوؤ زرو ميگاواټو بجلۍ پيداوار شرونع شي.
غونډه کې دبجلۍ اؤ گيس دغلا دخصوصي عدالتونو دجوړولو فيصله هم وشوه چې ترمخه به يې دبجلۍ اؤ گيس غلا کې دککړو کسانو په ضد فوري فيصلې اؤ ورته به سزاگانې ورکولى شي.
دپينځه کلنې انرژۍ ددغه تگلارې ترمخه به ملک کې ٢٠١٧ پورې لوډشيډنگ ختميږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG