لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جېش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر دوه وروڼه نیول شوې دي


د جېش محمد مشر مولانا مسعود اظهر
د جېش محمد مشر مولانا مسعود اظهر

پاکستان د جېش محمد وسله والې ډلې مشر مولانا مسعود اظهر دوه وروڼه گرفتار کړې دي. رپورټ کې د مولانا مسعود اظهر د درک په اړه څه نه دي ویل شوي.

پاکستاني مامورینو په اسلام آباد کې د وي او ای انگریزۍ څانگې خبریال ایازگل ته وویل د مسعود اظهر د وروڼو نومونه د هغه مشکوک کسانو په فهرست کې شامل وو چې هندوستان پاکستان ته ورکړی دی. دغه فهرست هندوستان د فېبرورۍ په ١۴ نېټه د هندوستان د انتظام د لاندې کشمیر په پلوامه ښار کې شوي ځانمرگي حملې په اړه پاکستان ته ورکړی دی. د پلوامه په حمله کې د ۴٠ نه زیات هندي عسکر وژل شوې دي او د حملې ذمه واري جېش محمد اخېستې وه.

د پلوامه د حملې وروسته، هندوستان او پاکستان د یو بل خلاف هوايي بمباري وکړه او په اېټمي وسلو سنبالو هېوادونو ترمنځ د جنگ خطر رابرسیره شو.

د پلوامه د حملې وروسته پاکستان یو شمیر مذهبي ډلې غیرقانونه ټاکلې دي او د کورنیو چارو وزارت ویلي ٢١٦ مدرسې تعلیمي ادارې چې کالعدم مذهبي تنظیمونو چلوولې حکومت په خپله ولکه کې اخیستې دي. وزارت وویل چې ١٧٦ د صحت مرکزونه او اېمبولېنس گاډي چې غیرقانونو تنظیمونو ملکیت و او حکومت قبضه کې اخیستې دي.

داخله وزارت وویل د تندوره مذهبي ډلو خلاف په روانو عملیاتو کې ١٢١ تنان په حفاظتي توگه نیول شوې دي.

د وي او ای انگریزۍ څانگې رپورټ وايي پاکستاني مامورین دا خبره ردوي چې گنې حکومت د تندروه مذهبي ډلو خلاف اقدامات د نړيوال فشار له امله اخیستې دي. چارواکې د دې خبرې تصدیق کوي چې په تېرو څو ورځو کې د جېش محمد سره د تعلق په شک گڼ شمېر کسان نیول شوې دي چې پکې د مولانا مسعود اظهر دوه وروڼه هم شامل دي.

د مولانا مسعود اظهر د وروڼو نومونه نه دي څرگند کړی شوي او د وي او ای په رپورټ کې دا هم نه دي ویل شوي چې هندوستان پرې څه الزام یا الزامات لگولي دي.

د ترهگرو د مالي سرچینو مخه نیوولو دپاره کارکونکي تنظیم فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس هم په پاکستان فشار زیات کړی چې د وسله والو د مالي سرچینې شنډولو دپاره دې غوڅ گامونه پورته کړي. که چېرې پاکستان د ادارې غوښتنه وه نه مني نو په تور فهرست کې به شامل کړی شي.

د چارواکو په وینا کومې مدرسې او د صحت مرکزونه چې حکومت په ولکه کې اخیستې پکې د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت تنظیمونو ادارې هم شاملې دي. په دغه دوو تنظیمونو هم پابندي لگول شوې ده چې د لشکرطیبه د مخ تنظیمونه وو. امریکې او ملگرو ملتونو جېش محمد، لشکر طیبه، فلاح انسانیت او جماعت الدعوه ترهگر تنظیمونه ټاکلې دي.

د جماعت الدعوه د سرچینو د اندازې ترمخه تر ٣٠٠٠ پورې د جنگ دپاره تربیه شوي غړي لري، د تېرو څو کلونو راهسې یې ٧٠٠ تعلیمي ادارې قایمې کړي او د پاکستان په کچه د اېمبولینس سروس او نورې ادارې چلوي.

پاکستان د پلوامه په حمله کې د ککړتیا خبره ردوي. د حملې وروسته د هندوستان جنگي هوايي جهازونو په بالاکوټ کې بمباري وکړه او وې ویل هدف یې د جېش محمد مرکز و خو پاکستان وايي د هندوستان په حمله کې هېڅ نقصان نه دی شوی. د هندوستان د حملې په جواب کې پاکستان د هندوستان یو جهاز وغورځولو او پایلټ یې ونیولو خو بیا یې هندوستان ته وسپارلو.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي ویلي امریکې او د نورو هېوادونو د سفارتکارۍ په نتیجه کې د هند او پاکستان په تاوتریخوالي کې کمی وکړی شو.

څېړونکي وايي په پاکستان کې د زرگونو په شمېره کې مدرسي د تدرورۍ د مخنیوي په لړ کې د مامورینو دپاره یو مشکل دی. څېړونکي وايي د مدرسو په نصاب کې جديد مضمونونه نه ښودل کیږي او د مدرسو طالب علمان تندورۍ او د جنگونو په لوري ورځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG