لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نویو قبائیلي ضلعو کې اېف آیي آر څنگه درج کیدای شي؟


په کوز مومند ایجنسۍ کې اولني اېف آیي آر درج کړای شول
په کوز مومند ایجنسۍ کې اولني اېف آیي آر درج کړای شول

د مومندو قبائيلي ضلعې چارواکي وايي د هغې سيمي په تاريخ کې اولني دوه اېف ائي ارې درج کړې دي۔

چارواکي وايي د فاټا د موقتي انتظام یا عبورې ريګوليشن ۲۴مې مادې لاندې، په کارې سرکار کې مداخلت باندې د ملک سلطان نومي کس پرضد ايف ائي ار درج کړې دې، او دویم ايف ائي ار يي هم د سي ار سي پي دفعه ۳۰۲ لاندې د قتل په ترڅ کې د يو بل تن پرضد درج کړې دې۔

د کوزه مومندو اسسټنټ کمېشنر توصيف خالد وايي د قبائيلي ضلعو د پاره چې کوم عبوري ريګولېشن نافذ کړې شوې، د هغې لاندې دوی ته دا اختیار راغلې چې د پي پي سي او سي آر پي سي قوانينو لاندې ايف ائي ار درج کړي۔

توصيف خالد وايي چې دوي د نوي ريګوليشن لاندې کولې شې چې د قتل، کارې سرکار کې مداخلت او نور يو شمير جرمونو کې مقدمې جوړې کړي.

نوې قبائيلي ضلعو کې ايف ائي ار چرته درج کيدې شي؟

په قبائيلي ضلعو کې لاهم پوليس نظام نه دی جوړکړې شوی. په نور هيواد کې په پوليس تهاڼو کې په بيله بيلو جرمونو کې ايف اېي ار درج کيږي، خو اسسټنټ کمېشنر توصيف خالد وايي قبائيلي ضلعو کې ځايي تحصيلدار او اسسټنټ کمېشنر دفتر کې هر هغه څوک کولې شې چې شخړه لري د لاګو قوانينو لاندې ايف ائي ار درج کړې۔

د عدالتې نظام نشوالې له وجې دغه کيسونو فيصلې به څنګه کيږي؟

اسسټنټ کمشنر توصيف خالد وايي فيصله به د جرګې د لارې ځايي مشران کوي، کوم چې به د ډپټي کمشنر لاس ليک کولو سره عملي کيږي، او که کوم فريق په دغه فېصله بيا اعتراض لري، کولې شي چي د کمشنر سره يا د پېښور هائیکورټ او اسلام اباد سپريم کورټ کې اپيل وکړي.

د ماهرينو رائې

قانون پوه او د قبائيلي سيمي د وکيلانو د سازمان پخوانی مشر اعجاز مومند وايي چې د ايف ايي ار درج کولو نظام اوس هم مشکوک دی.

اعجاز مومند وايي چې دغه ايف ائي ار د يو ريګوليشن لاندې درج کیږي او د لاندې کچې عدالتي نظام نشتوالي او د پوليس يا کوم بلې محکمې شفاف تفتيش پکې نه وي شامل، نو همدغه وجه ده چې هائي کورټ او سپريم کورټ کې د قبائيلي علاقو مقدمي اوس هم نه اوريدل کيږي.

اعجازمومند وايي که يو خوا يي دغه اعلا عدالتونو د مقدمو اوريدنه نه کوي، نو بلخوا د فاټا ټريبيونل هم د نوي ريګوليشن لاندې فېصلې نه شي کولې او په سلګونو مقدمې بغير د اوريدنې پرتې دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG