لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي میرمنې وايي د فاټا په اصلاحاتو کې دې غږ واوریدل شي


د "تکړه قبایلي خویندو" تنظیم لیله شاه نواز وايي په فاټا کې د اصلاحاتو په دې روان عمل کې تر دا وخت د قبایلي میرمنو غږ نه دی شامل کړی شوی خو ددې نه وړاندې دې په میرمنې هم په فیصله سازۍ کې شاملې کړی شي
د "تکړه قبایلي خویندو" تنظیم لیله شاه نواز وايي په فاټا کې د اصلاحاتو په دې روان عمل کې تر دا وخت د قبایلي میرمنو غږ نه دی شامل کړی شوی خو ددې نه وړاندې دې په میرمنې هم په فیصله سازۍ کې شاملې کړی شي

د پاکستان په قبایلي سیمو، فاټا، کې د اصلاحاتو او د سیمې په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو په روان کې عمل کې دې د قبایلي میرمنو غږ هم واوریدل شي. دا غوښتنه د سیمې ځیني فعاله میرمنو کړه ده.

د پیښور په پریس کلب کې د گل، دوشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته د قبایلي سیمو د حقونو دپاره د کارکونکو د زنانه ؤ تنظیومونو د "تکړه قبایلي خویندو" په نوم اتحاد غړو وویل که څه هم په خیبر پښتونخوا کې د فاټا شاملولو او سیمه کې آئیني اصلاحات د ستایني وړ اقدامات دي خو ځینې موضوعات لاه څه ډیر واضح نه دي.

د "تکړه قبایلي خویندو" غړي لیله شاه نواز وي او ای ډیوه ته وویل په قامي مالي وسایلو د تقسیم انتظام نیشنل فاینانس کمیشن یا این ایف سي کې دې د خیبر پښتونخوا برخه زیاته کړی شي او په دې کې دې په خصوصي توگه د زنانه برخه وټاکلی شي.

د مسلو د حل دپاره د جرگې د کردار په باره کې د "تکړه قبایلي خویندو" بلې غړي میرمن ثمینه افریدي وویل په جرگو کې دې میرمنو ته هم نمایندگي ورکړی شي.

په فاټا کې د ایف سي ار قانون ختمولو او په سیمه کې د سیاسي او آئیني اصلاحاتو دپاره دپاکستان مرکزي حکومت لخوا قایم کړی شوي کمیټۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو او هلته د پاکستان د بندوبستي سیمو په رنگ د عدالتي نظام غزځولو وړاندیز کړی دی.

د کمیټۍ مشر او د وزير اعظم نواز شريف د بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزیز ویلي خپلو سفارشاتو کې ليکلي چې پينځوؤ کالو کې دننه دې فاټا په خیبرپښتونخوا کې شامله کړی شي هغه وویل خو که چرې د اصلاحات دغه عمل د وخت نه وړاندې ترسره کیږي نو فاټا په خیبر پښتونخوا کې د پنځه کاله نه وړاندې هم ضم کیدی شي.

سرتاج عزيز وويل چې په راتلونکو درېو يا څلورو مياشتو کې به د سینیټ او د قامي اسمبلۍ نه فاټا ته د عدالتي نظام غځولو قانون هم منظور کړی شي.

د "تکړه قبایلي خویندو" تنظیم لیله شاه نواز وايي په فاټا کې د اصلاحاتو په دې روان عمل کې تر دا وخت د قبایلي میرمنو غږ نه دی شامل کړی شوی خو ددې نه وړاندې دې په میرمنې هم په فیصله سازۍ کې شاملې کړی شي.

په دې اړه نورتفصیل پیښور نه د وي او ای ډیوه خبریال مدثر شاه رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG