لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: وطن چې جیلخانه شي، د تشدد په پیښو کې به خود کمی راځي


د پاکستان د قامي اسمبلې غړی او د پښتون ژغورنې غورځنگ یو سرلاری، محسن داوړ، وایي چې ممکن د قبایلي سیمو د تشدد په پیښو کې کمی راغلی وي، خو د هغې معروضي حالاتو ته هم کتل په کار دي.

د فاټا ریسرچ سنټر په نامه یوې غیردولتي څېړنیزې ادارې د پخوانيو قبايلي سيمو د امينت په اړه، خپل تازه رپوټ خپور کړی او په کې یې ویلي چې په ٢٠١٨ کې د ٢٠١٧ کال پرتله، د قبايلي سيمو په امنیت کې یو څه بهتري راغله او د تشدد پیښې، ٪١٧ کمې وې.

د دې رپوټ له مخې، په ٢٠١٨ کې په قبایلي سیمو کې د تشدد ٣٢٥ پیښې شوې وې، خو په ٢٠١٨ کې بیا دا شمیره، ٢٦٤ پيښو ته راښکته شوه.

د پي ټي اېم یو سرلاری او له وزیرستان سره تعلق لرونکی د قامي اسمبلې غړی محسن داوړ بیا د دې رپوټ په هکله وایي چې ممکن دغسې فرق راغلی وي، خو دې ته باید هم باید پام وشي چې "په جېل کې هم هیڅ قسمه جرمونه نه کیږي".

ښاغلي داوړ له امریکا غږ ډېوه سره په خبرو کې وویل: "په دغسې حالاتو کې چې تا د وطن نه جېلخانه جوړه کړې وي، او تگ راتگ پکې دومره گران وي، او موومنټ یا خوځښتونه تا دومره ریسټرېکټد (محدود) کړي وي، نو فرق خو خامخا بیا راځي. امن خو بیا په جېل خانه کې هم وي، تا گردچاپیره د هر سر نه کلاگانې راتاوې کړې وي، گرچاپیره دې دیوالونه راتاو کړي وي، او خلک دې په جېل کې بند کړي وي، نو امن خو د هغې سره هم راځي."

د قامي اسمبلې دغه غړي، په تیرو څو کلونو کې د قبایلي سیمو د اوسېدونکو سرښندنو، قربانیو، او ستونزو ته هم اشاره وکړه، او ویې ویل چې خلکو د دې حالاتو دپاره زیات قیمت ورکړی دی او "دا کوم قیمت چې خلکو ورکړی دی، د هغې په رڼا کې، زما په خیال په کار خو دا وه چې دا تشدد او ترهگري بیخي له منځه وتلی وای، بیخي ختمه شوې وای، بیخي دلته پاتې نه وای."

که څه هم محسن داوړ په قبایلي سیمو کې معروضي حالاتو ته اشاره کوي، خو بل پلو د پوځي او امنیتي چارو څیړونکی، ریټایرډ بریگیډیئر سید نذیر بیا د فاټا ریسرچ سنټر نوي رپوټ ته خوشبینه دی او وایي چې د ٢٠١٧ او ٢٠١٨ کلونو پیښې باید سره پرتله شي.

بریگیډیئر (ر.) سید نذیر وي او اې ډېوه سره په خبرو کې وویل: "معروضي حالاتو ته په کتلو سره، مونږ دلته د حالاتو یوه تقابلي جایزه اخلو. تقابلي جایزه، چې په دې رپوټ کې یې هم اخیستلې ده، دا وي چې په ٢٠١٧ کې څومره پیښې شوې وې، عملیات څومره شوي و، او په ٢٠١٨ کې څومره شوي دي."

ښاغلی سید نذیر زیاتوي چې ورانی خو په تیزۍ سره کیدای شي، مگر جوړېدل وخت غواړي او په قلاره قلاره ترسره کیږي، نو "د تشدد په پیښو کې چې کمی راغلی دی، په کار ده چې مونږ دې ته په مثبت نظر سره وگورو".

له دې ټولو سره سره، د قامي اسمبلې غړی محسن داوړ په دې نظر دی چې حقیقي امن به هله څرگند شي چې د وزیرستان په شان قبایلي سیمو ته د هر ډول خلکو تگ راتگ آزاد وگرځي، لارې پرانیستل شي، او د قبایلي سیمو خلک ځان امن احساس کړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG