لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ١١٣ مدرسو اختیارات په لاس کې اخیستي ـ اېف اې ټي اېف ته رپوټ


پاکستان د فايننشنل ايکشن ټاسک فورس (اېف اې ټي اېف) په سپارښتنو د عمل درامد په ترڅ کې د ١١٣ ديني مدرسو واک په خپلو لاسونو کې اخیستې دی او ويلي یې دي چې د ايف اې ټي ايف د کاري پلان لاندې د چندو په راغنډولو کې ٣٧٦ مقدمې یې هم درج کړي دي.

د پاکستان حکومت تيره ورځ د ترهګرۍ د مالي مرستو او د مني لاندرنګ د مخینوي د څار نړيوالې ادارې ايف اې ټي ايف ته په خپل لېږل شوي کاري رپورټ کې ويلي چې حکومت د ١١٣ ديني مدرسو اختيار په خپلو لاسو کې اخېستې او دا مدرسې اوس د يو مرستيال کمېشنر د څار لاندې کار کوي چې ورته د دوو کلونو فنډ هم ورکړل شوی دی.

ورځپاڼه ډان وايي چې اېف اې ټي اېف ته په استول شوي رپورټ کې څرګندونه شوې چې په تير يو نيم کال کې د ٨ لاقانونه ډلو پرضد د ترهګرو سره د مالي مرستو لاندې په درج شویو مقدمو کې ٤٠٠ فيصدي او په سزاګانو کې ٤٠٣ فيصدي اضافه شوې ده.

ښکاره دې وي چې پاکستان دا مهال د ترهګرو د مالي سرچينو په وچولو او د مني لانډرنګ یا ناقانونه پېسو د سپینولو په مخينوي کې د ناکامۍ په سر د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې شامل دی او د ايف اې ټي ايف لخوا پاکستان ته د ورکړل شوي کاري پلان مقصد هم د مني لانډرنګ او د ترهګرو د مالي مرستو په نظام کې موجود نیمګړتياوې ختمول دي.

د کاري پلان په رپورټ کې ويل شوي چې د ترهګرو سره د مالي مرستو په تور کې په مجموعي ډول ١٩٦ کسانو ته سزاګانې ورکړل شوي او سږکال تر نومبر د مياشتې پورې د چندو د راجمع کولو په سر یې د ترهګرۍ د قانون لاندې ٣٦٧ مقدمې درج شوي.

اقتصاد پوه او خبريال مهتاب حيدر ډېوه ته وويل که څه هم حکومت د اېف اې ټي اېف د سپارښتنو رڼا کې د ځینو ديني مدرسو واک په خپلو لاسو کې اخستې دې خو کتل به دا وي چې حکومت څنګه دغه مدرسې په پانيداره ډول چلوي.

هغه بيا وایي د دې سره حکومت ته به د لاقانونه ډلو، د جايدادونو او د سرو زرو کاروبار کوونکي هم ليکلي بڼه کې راوستل وي او ښکاري چې دا معاملې به لا نور وخت هم اخلي.

د اېف اې ټي اېف د کاري پلان په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې سږ کال نومبر پورې د ترهګر تنظيم داعش پرضد د چندو راټولولو په سر ١٧ مقدمې درج کړی شوي او دغه رنګ د لاقانونه ډلې تحريک طالبان پاکستان پرضد ٢٥ او د القاعده پرخلاف ٢٠ مقدمې درج کړی شوي دي.

رپورټ زیاتوي چې د کاري پلان ترمخه د کالعدم تنظيم جيش محمد پرضد د چندو راغونډلو په تور کې ٩١ مقدمې او د جماعت الدعوه او لشکر طيبه پرضد ٤٩ مقدمې درج کړی شوي دي.

د يادونې وړ ده چې سږکال نومبر کې د اېف اې ټي اېف مشر پاکستان ته خبرداری ورکړی وو که هغه د کال ٢٠٢٠ جنوري پورې په کاري پلان په تندۍ سره عمل ونکړی شو نو نوم به یې په تور فهرست کې واچول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG