لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د روان مالی کال په لسو میاشتو کې د مالیې هدف نه دی پوره شوی: اېف بي آر


Tax Collection Pakistan Thumbnail
Tax Collection Pakistan Thumbnail

د پاکستان د ټیکسونو مرکزي اداره ایف بی آر وایی د روان مالي کال په لسو میاشتو کی د مالیی هدف نه دی پوره شوی او زیاتوي تیره میاشت (اپریل) کی مالیا 63 اربه روپی کمه شوی.

ادارې په دغه میاشت کې د 717 اربه روپو په ځایی 654 اربه روپی مالیا راغونډه کړی ده. د ټېکسونو راغونډولو مرکزی اداره ایف بی آر وایی د پاکستان معیشت د سست روي ښکار دی او اقتصادی فعالیتونه راکم شوي دي.

اقتصاد پوهانود مالیې هدف نه پوره کیدو په سر اندېښنې څرګند کړي او وايي روان مالي کال کې به مالیاتی اداره د 300 اربه روپو خسارې سره مخ شی او دا چی د ایی ایم ایف نه د بل پور په ترلاسه کولو کې به مشکلات پیدا شی. د دوي په وینا د دې اثرات به راتلونکی مالی کال د پاکستان په بجټ خساره او ګرانی پرېوزي.

اقتصاد پوه وکیل رحمان وي او ای ډیوه ته وايي، ,, په تیرو دوه دری میاشتو کی چی کومی شمیری راځی په هغی کی د ګاډو خرڅ کم شوی، د پټرولو او ډیزلو خرڅ کم دی او د بجلۍ او نورو شیانو استعمال هم کمیږی او ددی نه داسی بريښي چی معاشی سرګرمیانی راکمی شوی او د هغی اثر د ټیکس د کمی په صورت راوان دی.،،

د پاکستان د مالیې مرکزي اداره وایی د روان مالی کال په 10 میاشتو ( د ۲۰۲۳ کال له جولایي نه د ۲۰۲۴ کال تر اپریل) پوری د 7.4 ټریلینه روپو هدف په مقابل 7.3 ټریلینه روپی مالیا ترلاسه شوی. چې پکې 62 اربه روپی کمی لیدل کیږی او دا کمی په تیرو دری میاشتو جنوری ، فروری او اپریل کی راغلی دی.

اقتصاد پوه سجاد احمد وايي په تیر وړوکی اختر کی هم د چهټیانو له وجی په مالیې منفی اغیزې شوی او دوي ګمان نه کوي چی روان کال پاکستان د مالیی دغه هدف پورا کړی.

Laborers work at a wholesale vegetable and fruit market in Lahore, Pakistan.
Laborers work at a wholesale vegetable and fruit market in Lahore, Pakistan.

ښاغلی سجاد احمد وايي،‌,, پاکستان ایی ایم ایف ته د یو نیوی پور د پروګرام د پاره روان دی او دا د تشویش وړ خبره ده چی د ټیکسونو هدف کم شوی. د حکومت به دا کوشش وی چی په راتلونکي بجټ کی مقرر شوی 9415 اربه روپو د مالیی هدف پورا کړي خو د مالیی پوهان دا ګنړی چی دی کی به 300 اربه روپي خسارا راشی،،

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف تیره ورځ ویلی پاکستان صلاحیت لری چی د 9.4 ټریلیینه روپۍ په مقابل 24 ټریلینه روپو نه زیاته مالیا راغونډه کړی خو د هغوی په وینا د مالیی د هدف نه دری چنده روپۍ د کرپشن، نااهلی او غفلت له وجی ضایع کیږی کوم رقم چی مونږه د قرضو په واپسی،صحت، تعلیم او ودانی په څانګو کی خرڅ کولی شو.

اقتصاد پوه وکیل رحمان وايي، که معیشت دا رنګه په قلاره روان وی نو راتلونکی کال به هم بجټ خساره زیاته وي. ,,د ایی ایم ایف او پاکستان خبری روانې دي او د پاکستان خپل هم ضرورت دی او هغه دا چی په راوان بجټ کی د مالیی هدف سیوا کول دي. چې دا حال وي نو راتلونکی هدف به هم پوره نه شي او چی مالیا نه زیاتیږی نو د بجټ خساره به زیاته وی او حکومتی اخراجات پورا کول به ګران وی،،

د پاکستان مرکزي بنک (سټیټ بنک) وایی د تیر کال په مقابله کې روان کال په 10 میاشتو کی تجارتی خساره 17 فیصده کمه شوی او د درامداتو د کمی له وجی هم په مالیا منفی اثرات شوی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG