لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان حکومت: تاجرانو ته مو خواست کړی چې صرف خپل د آمدن او جنرل سېلز ټېکسونه ورکړي


د خزانې دپاره د وزیراعظم عمران خان مشیر، شوکت ترین
د خزانې دپاره د وزیراعظم عمران خان مشیر، شوکت ترین

د خزانې لپاره د وزير اعظم مشير شوکت ترين ويلي چې تاجرانو ته به صرف آمدن او جنرل سېلز ټېکس ورکول وي او بقايا ټول ټېکسونه به حکومت په دوى ختم کړي.

د ګل په ورځ اسلام اباد کې يوې دستورې ته پخپله وينا کې نوموړي وويل چې د ګرد هيواد تاجرانو ورسره ليدلي او ده ورته ويلي چې "ټيکس خو به مونږ ټولو ته ورکول وي او که چېرې تاسو ټېکس نه ورکوئ، نو د ووټ اچولو هم درته حق نېشته."

د شوکت ترين دا وينا وه چي حکومت په چا ظلم نه کوي او تاجرانو ته خواست کوي چې امدن او جنرل سيلز ټيکس ورکړي او نور ټول ټيکسونه به حکومت دوى نه نه اخلي.

خو څيړونکي وايي چې هر حکومت دا هڅه کړې ده چې تاجران او شتمنې ډلې د ټيکس جال د لاندې راولي خو يو حکومت هم لا تر دې دمه دې کې بريالی شوی نه دی.

پاکستان د نړۍ هغو هېوادونو کې شامل دی چېرته چې ټېکس ټو جي ډي پي يا کل امدن کې د ټيکس شرح ډېره کمه ده او دلته صرف يو في صدي خلق ټېکس ورکوي. په ګاونډي هېواد هند کې دا شرحه څلور فيصدي ده.

څېړونکي وايي تر کومه پورې چې حکومت خپلې خرچې نه وي راکمې کړې او شتمنې ډلې يې د ټېکس جال د لاندې نه وي راوستلې، دوى خپله بجټ خساره نشى پوره کولی.

د خزانې يو پخوانی وزير محمد زبير د شوکت ترين دې دريځ سره اتفاق نه کوي چې ګڼې حکومت به په تاجرانو باندې د امدن او جي اېس ټي نه علاوه، نور ټول ټيکسونه ختم کړي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وویل،"تر کومې پورې چې حکومت خپلې خرچې نه وي راکمې کړې بجټ خساره دوى نشي کمولی. صرف په جي اېس ټي حکومتونه نه چليږي."

پخواني د خزانې وزیر همدا راز وويل دا رقم دعوې هميش لا شوي خو عملي شوي نه دي. ډاکټر زبير وويل موجوده حکومت کې قرضې د جي ډي پي سل فيصدي ته راورسيدې او حکومت چې دا ټيکسونه نه اخلي نو بجټ خساره به د کومه ځایه پوره کوي.

څيړونکي وايي پرله پسې حکومتونو دا رقم دعوې کړى خو شتمنه او معتبره خلق د ټيکس جال کې راوستلو کې پاتې راغلي او د ټيکسونو پيټی اکثر د عام وګړو په سر د تيلو، بجلۍ او ګيس بيعې لوړولو په لار ورواچوي.

خبريال ذيشان حيدر وایي بايد چې ډيرو هيوادونو کې د ټيکس امدن کم وي خو دغلته د بهرنۍ سرمایه کارۍ له وجې د دوى برامدات سيوا وي خو پاکستان کې د بده مرغه د چين نه علاوه څه خاص بيروني سرمايه کارۍ نه کیږي او هيواد هميش د بجټ خسارې سره مخ وي.

ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي وویل، موجوده حکومت دا ګام د نړيوالې مالياتي ادارې سره شوې لوظنامې د يو شرط د لاندې اخلي چې پاکستان دې د ټيکس جال پراخه کړي او ټيکس نظام کې دې اصلاحات وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG