لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پټرول او ډيزل ارزان کړی شوي


د اعلاميې ترمخه په نوو بيعو کې پټرول د 14 روپو ارزانولو سره د 281.34 روپو نه 267.34 روپو لیټر ته راغلي دي
د اعلاميې ترمخه په نوو بيعو کې پټرول د 14 روپو ارزانولو سره د 281.34 روپو نه 267.34 روپو لیټر ته راغلي دي

پاکستان کې د پټرولو، ډيزلو او د خاورو تېلو بیعې ارزانې کړی شوي دي. يو ليټر پټرول 14 روپۍ، يو لیټر ډيزل 13.50، د خاورو تېل 10.14 او لايټ ډيزل 11.29 روپۍ ارزان کړی شوي دي.

د پاکستان د خزانې وزارت د جمعې په شپه د تېلو نوې بيعې اعلان کړي او ويل شوي د 16م دسمبر څخه به نوي بيعې عملي وي.

د خزانې وزارت ویلي، د تېلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) په سپارښتنه تېل ارزان کړی شوي دي.

د اعلاميې ترمخه په نوو بيعو کې پټرول د 14 روپو ارزانولو سره د 281.34 روپو نه 267.34 روپو لیټر ته راغلي دي.

يو ليټر ډيزل 13.50 روپۍ ازران کړی شوي او نوې بیعه یې د 289.71 روپو نه 276.21 ته راکوزه شوې ده.

د خاورو تېل د 201.16 روپو نه 191.02 روپو او لايټ ډيزل د 175.93 نه 164.64 روپو ته راکم شوي دي.
پاکستان کې هر 15 ورځې وروسته د تیلو نوې بيې ټاکل کيږي.

له دې وړاندې په لومړي دسمبر د پټرولو قيمت په ځای ساتل شوی، ډيزل، د خاور تېل او لايټ ډيزل ارزان کړی شوي وو.

ويل شوي وو يو ليټر ډيزل اووه روپۍ ارزان کړی شوی، د خاورو تېل 3.82 روپۍ او لايټ ډيزل 4.52 روپۍ ارزان کړی شوي وو.

د نومبر په سر کې د پټرولو او ډيزلو په بيعو کې بدلون نه وو شوی، قيمتونه یې په زوړ حال ساتل شوي وو.

له دغې وړاندې په 15م اکتوبر پاکستان کې د تېرو څو مياشتو راهسې پرله پسې د پټرولو او ډيزلو ګرانېدو وروسته حکومت پټرول او ډيزل ارزان کړي وو. يو ليټر پټرول 40 روپۍ او ډيزل 15 روپۍ ارزان کړی شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG