لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "جعلي وینې ورکولو" په سبب فردوس عاشق اعوان باندې کلک تنقیدونه


فردوس عاشق اعوان
فردوس عاشق اعوان

د اطلاعاتو او نشریاتو په څانگه کې د پاکستان د وزیراعظم خاصې استازې فردوس عاشق اعوان باندې پس له هغه پر سوشل میډیا او مطبوعاتو کې تنقیدونو زور اخیستی دی چې هغې د خالي یا شنبې په ورځ د تهیلیسیمیا د مریضانو دپاره د وینې مرستې ته ولاړه، مگر خپله وینه یې ورنکړه او پر ځای یې د وینې ورکولو "جعلي" پېښې وکړلې.

د پاکستان پر مطبوعاتو باندې داسې تصویرونه مخې ته راغلل چې گني مېرمن عاشق اعوان، سُندُس فاونډېشن سېنټر ته تللې او هلته یې خپله وینه خیرات کړې ده، مگر وروسته معلومه شوه چې هغې دا هرڅه نمایشي طور باندې کړي او یوه قطره وینه یې هم نده اخیستل شوې.

فردوس عاشق اعوان چې کله سندس فاونډېشن سېنټر ته ولاړه، نو هلته ډاکټر بغیر له دې چې پر مټ یې ستنه ولگوي، د وینې پایپ یې پر لاس داسې ورکېښود چې گني له هغې نه وینه اخلي، او بیا یې د وینې یوه کڅوړه وښوده چې گني د مېرمن عاشق اعوان وینه وه، خو په اصل کې هغه د بل چا وه.

د مېرمن عاشق اعوان یو نږدې همکار د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دا یو "سېمبولیک" یا نمایشي کمپېن و، او دوی اوس خفه دي چې ولې خلکو هغه جعلي گڼلی دی.

پخپله فردوس عاشق اعوان پر خپل ټویټر لیکلي:

"سندس فاونډېشن، په تهیلیسیمیا مرض د اخته ماشومانو دپاره د وینې ورکولو په حواله د آگاهۍ کمپېن اجرآ کاوه. په دې ضمن کې، مېډیا دې پېښې ته کوورېج ورکړ ـ د میډیا دې تصویرونو او فلمونو ځیني برخې او پر سوشل میډیا، گمراه کوونکي انداز باندې خپرول، انتهایي د افسوس خبره ده."

شمعه جونیو، چې په لندن کې یوه پولیټیکل ساېنټسټه او د بشري حقونو فعاله ده، پر ټویټر لیکلي:

"زه د وینې یوه ډونره یم او هر ځل چې زه وینه (خیرات) ورکوم، دا کار زما فزیکي صحت لا را ښه کوي او خورا زیات ذهني خوند هم رابخښي چې زه یو ژوند ته نجات ورکوم. دا راته زړه بوږنوونکې ده چې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د وینې ورکولو دغه نمایش وکړ، دې ډرامې ته څه حاجت و؟"

په امریکا کې مېشت څېړنکار او پر سوشل مېډیا سیاسي فعال، ډاکټر محمد تقي پر خپل ټوېټر لیکلي:

"د دغلبازانو حکومت، د دغلبازانو لخوا، دغلبازانو ته".

یاده دې وي چې په پاکستان کې د وینې ورکولو دا کمپاین، د تهیلیسیمیا مریضانو ته د مرستې کولو او د عامه خلکو د آگاهۍ د زیاتېدو په خاطر پیل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG