لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو ٦٠ ؤ نه زیاتو کسانو ته سرعام کوړې ورکړې

پاکستاني طالبانو ٦٠ ؤ نه زیاتو کسانو ته سرعام کوړې ورکړې
پاکستاني طالبانو ٦٠ ؤ نه زیاتو کسانو ته سرعام کوړې ورکړې

د پاکستان په اوکرزو قبائیلې سیمه کې د ٦٠ؤ نه زیاتو کسانو ته طالبانو سرعام د کوړو سزاگانې ورکړې دي.

د سیمې نه مطبوعاتي رپورټونه وائې طالبانو په دغه کسانو د نشۍ توکو د استعمال او خرڅولو تورونه لگولې ؤ. رپورټونه وائې طالبانو ادعا کړې چې دغه کسانو ته د طالبانو عدالت سزاگانې اورولې دي.

رپورټونو کې ویل شوې هر په کوړو لس لس ځله وهل شوی دی. دا نه ده معلومه چې تورن شوؤ کسانو په هغوې د لگول شوې الزاماتو په جواب کې څه دریز ؤ.

د طالبانولخوا دعام وولس ته اجتماعې سزاگانو رپورټونه په داسې وخت کې راغلې دي چې حکومتي چارواکو وئیلې ؤ د اورکزو زیاتره برخې د څو میاشتو د عملیاتو ورستو د طالبانو نه پاکې کړی شوې دي.

خارجي مطبوعاتي رپورټونه وائې د حکومتي اعاؤ باوجود طالبان او د القاعده سره تړاؤ لرونکې تندلاري اوس هم سیمه کې د خپلې خوښې اسلامي قوانین د عملي کولو توان لري.

ددې نه وړاندې به طالبانو په سوات کې عامو خلکو ته د خپلې خوښې سزاگانې ورکولې. سوات کې سزا شوؤ خلکو کې زنانه هم شاملې وې چې د پوښتنو د روایاتو برخلاف په ورته په ډاگه د کوړو سزا گانې ورکیدې.

This item is part of
XS
SM
MD
LG