په بیړني حالاتو کې د امداد د سره صلیب نړې والا ادارې وئیلې په پاکستان کې ١٠ لاکه سیلاب ځپلې خلک اوس هم خپلو کورونوته د ستنیدو جوگه نه دي.
سره صلیب یا ریډ کراس وئیلې د پاکستان په سنده صوبه کې د اوبو د لوړې کچې په وجه خلک د خیمو په کیمپونو کې په اوسیدو مجبوره دي چرته چې خوراک اود څښلود صفا د سهولتونه محدود دي.
رید کراس وئیلې په پنجاب او خیبر پوښتونخوا صوبو کې زیاتره سیلاب ځپلې خلک خپلو کورونو ته ستانه شوې دي خو د هغوي په کورنو د هغوې د ژوند کولو د پاره سهولیات نشته.
ادارې وئیلې د اوبو څښلو سرچینې لا اوس هم خیچنې دې، بنیادي سهولتونه نشې ترلاسه کیدی او کورونو ته سخت زیان رسیدلی دی.
د جولائې په میاشت کې د سختو بارانونو په وجه راغلې سیلابونو کې ١٧٠٠ کسان وژل شوې او د ٢٠ میلینو پورې نور خلک د سیلابونو د تباهۍ نه متاثره شوې دي.
ریډ کراس وئیلې په پنجاب او سنده صوبو کې د ولاړو اوبو په جه د ملیریا او ډینگې فیور غوندې ناروغو خطر موجود دی.
ریډکراس ویئلې چې سیلاب ځپلو سیمو کې يي په زرگونو مچرانۍ ویشلې چې دا رنگ د ماچو د لارې خوریدونکو ناروغو مخه ونیولی شي.