لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې سیلابونه د خبردارۍ غږ دی

پاکستان کې سیلابونه په موسم کې د بدلون په نتیجه د زیاتیدونکې قدرتي افتونونو په حقله د خبردارۍغږ دی
پاکستان کې سیلابونه په موسم کې د بدلون په نتیجه د زیاتیدونکې قدرتي افتونونو په حقله د خبردارۍغږ دی

یوې نړې والې غیر حکومتي ادارې په امریکا او نورو هیوادونو غږ کړی چې په پاکستان کې سږ کال راغلې سیلابونه خوب نه د را بیدارولو غږ دی او په موسم کښې د بدولون په نتیجه کې زیاتیدونکې قدرتي افتونو مخنیوي د پاره دې تیارۍ زیاتې کړی شي.

په واشنگټن کښې د رفیوجیز انټرنیشنل نومې اداره د خپلې څیړنې ورستو رپورټ کې وئیلې د کال ٢٠٥٠ پورې به په نړۍ کې د قدرتي افتونو په نتیجه کې ٢٠٠ میلینه یا ٢٠ کروړه خلک بې کوره شوې وې.

اداره وائي د نړۍ غریب او د کړکیچونو سره مخ هیوادونه به تر ټولو زیات د قدرتي افتونو نه متاثره کیږي.

ریفیوجیز انټرنیشنل خپل رپورټ کې په هاغه حالاتو هم غور کړی چې په موسم کې د بدولون په وجه بې کوره کیدل به څه رنگ وي. رپورټ کې د هاغه گامونو هم ذکر شوی دی چې امدادي ادارې يي د قدرتي افتونو د خطر په مخ کې د اقتصادې، سیاسي او امنیتي حالاتو د تحفظ د پاره اخستلی شي.

اداره وائي د امریکې د طرفه پاکستان سره د اربونو ډالرو امداد په وجه په ډیره په معمولي کچه د قدرتي افتونو مخنیوی کیدی.

ادارې د امریکې په حکومت غږ کړی چې د افغانستان او پاکستان د پاره د امریکې خصوصي استازی رچرډ هالبروک دې داسې تگ لاره جوړه کړې چې په دواړه هیوادونو کې موسم د زیان رسولو اسبات کم یا ختم کړی شي.

ریفیوجیز انټرنیشنل وائي ملگري ملتونه په موئثره توگه پاکستان کې د سیلابونو ورستو په امدادي کار کې ناکامه شوې ؤ. او ملگرې ملتونه باید د افتونو ورستو امدادي کار د پاره خپلې تگ لارې ته بیا کتنه ووکړې.

This item is part of
XS
SM
MD
LG