لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کم عمره جینکو د جبري اسلام قبلولو پېښې ۱۷۷ فیصده زیاتې شوي -رپوټ


د یو غيردولتي تنظيم - سنټر فار سوشل جسټس - تر مخه پاکستان کى د لږکيو د جينکو سره په جبري ودونو او دوی باندې په جبر اسلام قبلولو پېښو کې د تير کال ٢٠٢٠ په نسبت، ١٧٧ فيصدي زياتوالى راغلى دى.

دا په داسې وخت چې د اقليتونو پارليماني غړي او د بشري حقونو تنظيمونه د پارليمان ځانګړې کميټې له خوا د جبرى تبادلې په ضد قانوني مسوده رد کيدو په سر سخت احتجاج کوي او دوی تور لګوي چې د پاکستان حکومت جبري ودونو په ضد موثره بيانيه او اقلیتونو ته تحفظ ورکوولو کې ناکامه دي.

بل اړخ ته د مذهبي يووالي لپاره د وزير اعظم عمران خان سلاکار مولانا طاهر اشرفي د سنټر فار سوشل جسټس شميرې رد کړي دي او دا ېې جعلي ګرځولي دي.

سنټر فار سوشل جسټس چې دفتر یې لاهور ښار کې دی، ویلي چې سږ کال (۲۰۲۱) د اکټوبر میاشتې تر نیمایي پورې، شپږدېرش (۳۶) تنه غیرمسلمانه جینکۍ چې عمرونه یې د قانوني حد نه کم و، اغوا کړی شوي او اسلام ته اړول شوي دي.

د دې مرکز د رپوټ په حواله، په دې جینکو کې یوویشت (۲۱) یې عیسایانې، پنځلس (۱۵) یې هندواڼې وې او تر ټولو زیات، د پنجاب صوبې د فیصل آباد ضلعې عیسایي کورنۍ په دې کې اغېزمنې شوي دي.

تېر کال (۲۰۲۰) په ټول پاکستان کې د جبري اسلام قبلولو دیارلس (۱۳) کېسونه مخې ته راغلي و، خو د سنټر فار سوشل جسټس د تازه شمېرو له مخې، سږ کال دا پېښې دومره زیاتې شوي چې یو سلو اوه اویا (‍۱۷۷) فیصده په کې اضافه راغلې ده.

د سنټر فار سوشل جسټس د تنظیم یو چارواکي پيټر جېکب وي او اې ډیوه سره خبرو کې، د پارلېماني کمېټې دا عمل وغنده چې د جبري اسلام قبلولو د منعې ۲۰۲۱ کال قانوني مسودې باندې غور نه کوي.

پېټر جېکب د پاکستان حکومت باندې هم دا تور ولګوه چې د اقلیتونو د تحفظ دپاره یې ګني د جبري اسلام قبلولو بیانیه نده خپله کړې. هغه وویل: "موجوده حکومت د جبري اسلام قبلولو د مخنیوي په اړه هېڅ کومه بیانیه یا تګلاره نلري، او ورته په کار ده چې د کم عمره کسانو د مذهب په بدلولو پابندۍ دپاره قانون پاس کړي."

بل اړخ ته د مذهبي یووالي دپاره د وزیراعظم عمران خان سلاکار مولانا طاهر اشرفي په دې اړه وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل: "وړاندې شوې شمېرې غلطې دي، او کولی شي چې په ملک کې د مختلفو مذهبي ډلو ترمنځ نفرتونه راپیدا کړي."

خو مولانا اشرفي دا ونه ویل چې که دا شمېرې غلطې وي، نو سمې شمېرې به څه وي، او حکومت ولې د جبري اسلام قبلولو مخه نه نیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG