لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې امن دپاکستان په گټه دى:کهر


خارجه وزيرې وويل دخواؤشا 2.5ؤ ملينو افغان کډوالو دميلمستيا ترڅنگ پاکستان دافغانستان په بياودانۍ او بيارغونه کې هم مرسته کوي
خارجه وزيرې وويل دخواؤشا 2.5ؤ ملينو افغان کډوالو دميلمستيا ترڅنگ پاکستان دافغانستان په بياودانۍ او بيارغونه کې هم مرسته کوي
دپاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر وئيلي دي چې افغانستان کې امن او ثبات دپاکستان په گټه دى.
برلن کې دخارجه چارو په اړه جرمن کونسل کې دوينا په مهال دپاکستان دبهرنو چارو وزيرې وويل پاکستان په افغانستان کې دافغانانو په مشرۍ دجوړجاړي دعمل له لارې دامن او ثبات په راوستو ژمن دى.
هغې وويل چې باثباته او پرامنه افغانستان دپاکستان دخوشحالۍ لپاره زيات مهم دى.
خارجه وزيرې وويل دخواؤشا 2.5ؤ ملينو افغان کډوالو دميلمستيا ترڅنگ پاکستان دافغانستان په بياودانۍ او بيارغونه کې هم مرسته کوي.
هغې وويل خواؤشا 500,000 افغان ماشومان زمونږ دتعليمي نظام څخه گټه ترلاسه کوي او زياته يې کړه چې دپاکستان سرکاري هسپتالونه د افغانانو ويړيا علاج کوي.
امريکا سره دپاکستان اړيکو ته په اشارې کولو سره حنا رباني کهر وويل په سلاله پيښه دامريکائي بخښنې وروستو پاک امريکا اړيکې اوس پخپل زوړ مقام دي او دپاکستان په لاره افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو لپاره دسامان رسد بحال شوى دى.
دپاکستان خارجه وزيرې وويل يو اړخيزه ډرون بريدونه حالات کړکيچنوي.
هغې وويل ډرون بريدونه نۀ يواځې دا چې دپاکستان دخپلواکۍ او نړيوالو قوانينو په ضد دي بلکې دغه بريدونه دگټې پځايې تاوان ورکوي.
حنا رباني کهر زياته کړه دکله راهسې چې موجوده جمهوري حکومت په اقتدار کې راغلى په هيواد کې يې دجمهوري ادارو دمضبوطولو او صوبائي خودمختارۍ باوري کولو لپاره يو شمير گامونه اخستي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG