سرتاج عزیز، د پاکستان پخوانی د خزانې او خارجه وزیر د نهې، سه شنبې، په ورځ وفات شو. هغه د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې زېږېدلی و.
د پاکستان بزنس رېکارډر اخبار د رپورټ ترمخه، سرتاج عزیز په ۱۹۲۹ کې په مردان کې پېدا شوی و.
هغه د پخواني وزیراعظم نوازشریف په حکومت کې د ۱۹۹۰ نه تر د ۱۹۹۳ پورې او بیا په ۱۹۹۷ کې د خزانې وزیر ګمارل شوی و.
په ۱۹۹۸ کې سرتاج عزیز خارجه وزیر هم و. د دې هغه د قومي سلامتیا مشیر هم وو.
سرتاج عزیز د هغه کمېټۍ مشر هم وو چې د پاکستان وفاقي حکومت په پخوانۍ فاټا کې د اصلاحاتو دپاره جوړه کړې وه.
سرتاج عزیز د پاکستان مسلم لیګ (ن) یو مرکزي مشر هم و او د هغه په مرګ د ګوند د غړو ترڅنګ په سوشل ميډیا په پراخه کچه د خفګان څرګندونه شوې ده.
سرتاج عزیز د یو شمېر کتابونو منصب هم و چې د اېمېزان وېب پاڼې ترمخه د هغه په کتابونو کې بېټوین ډریمز اېنډ رېیليټز سم مایلټونز ان پاکستانز هسټري او کورېډورز فار پيس اېنډ ډوېلېپمنټ شامل دي.
Forum