لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د کابېنې بل پخواني غړي فواد چودهري د پي ټي ايي د پرېښودو اعلان وکړو


فواد چودهري
فواد چودهري

د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیر او د عمران خان نژدې ملګري فواد چودهري د پاکستان تحریک انصاف د پرېښودو اعلان وکړو. دا په دوو ورځو کې د مخکیني وزیراعظم د تېر حکومت درېیم کس دی چې ګوند پرېږدي.

عمران خان لا د خپل نژدې ملګري د ګوند پرېښودو په اړه څه نه دي ویلي، خو د خپل ګوند د یو شمیر مهمو مشرانو او د پارلیمان د پخوانیو غړو د ګوند پرېښودو اعلانونو ته په غبرګون کې یې د نهې- سه شنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي وو چې هیواد کې د جبري ودونو په اړه هرچا اوریدلي وؤ خو اوس پي ټي ایي نه د"جبري بیلتون" یوه نوې عجوبه رامنځته کړل شوې ده.

چودهري د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې د سیاست نه دمه کول غواړي، د پي ټي ايي نه مستعفي کېږي او د عمران خان نه لارې جدا کوي.

د فواد چودهري نه مخکې د عمران خان په کابینه کې د انساني حقونو وزیرې شیرین مزاري هم د پي ټي ايي نه د وتلو اعلان کړی دی.

فواد چودهري د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پي ټي ايي د پرېښودو اعلان په داسې حال کې وکړو چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وویل حکومت په تحریک انصاف د پابندۍ لګولو غور کوي.

د مې په 23مه د پاکستان تحریک انصاف ګوند بلې مهمې مشرې او د بشري حقونو مخکینۍ مرکزي وزيرې شيرين مزاري هم د ګوند پرېښودو او د سیاست څخه په ډډه کېدو اعلان کړی وو.

شيرین مزاري په خبري غونډه کې ویلي وو، چې په نهمه او لسمه مې په هېواد کې کومې د تشدد پېښې شوي هغه یې غندنه کوي او د رياست په علامتونو، ادارو، پوځي مرکز جي اېچ کيو او سپريم کورټ د حملو هم غندنه کوي.

د تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې د پنجاب د اطلاعاتو پخواني وزیر فیاض الحسن چوهان هم د نهې- سه شنبې په ورځ د ګوند پرېښودلو اعلان کړی وو او د تحریک انصاف په مشر عمران خان یې نیوکې هم کړې وو چې وایي د بند په مهال یې د ده پوښتنه نه ده کړې.

د پنجاب اسمبلۍ پخواني غړي جلیل شرقپوري چې دمسلم لیګ نواز ګوند نه په دې وروستیو کې پي ټي ایي ته ورغلی وو هم تر دې مخکې د پي ټي ایي پرېښودلو اعلان کړی دی اؤ د ګوند پرېښودلو علت یې د پوځ پر ضد د پي ټي ایي تګلارې بللې دي.

د تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د بهرنیو چارو مخکینی وزیر شاه محمود قرېشي پرون له بنده تر خوشي کېدو وروسته بیرته ونیول شو، هغه رسنیو ته په لنډو خبرو کې وویل، چې له پي ټي ای سره وو او بیا به هم ورسره ملګري وي.

د پاکستان پوځ د مې نهمه د ملک په تاریخ کې "توره ورځ" بللې وه او پر پوځي اثاثو د برید کوونکو په خلاف یې د پوځي قانون په بنیاد د مقدمو کولو پرېکړه کړې وه. د شهباز شریف حکومت د پوځ د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو د تنظیمونو له اندېښنو سره سره د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د مې پر 21مه په لاهور کې ویلي وو، د هغو کسانو خلاف یې قانوني عمل پیل کړی دی چې د مې په نهمه یې پر پوځي ودانیو په بریدونو کې لاس درلود.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG