لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په پاکستان کې د اختلاف غږ پورته کول او په پوځ تنقید د خطراتو نه ډک دي


عمران خان په پاکستان کې په مطبوعانو د پابندیو خبره ردوي، وايي پاکستاني مطبوعات د غربي هیوادونو د مطبوعاتو نه هم زیات ازاد دي
عمران خان په پاکستان کې په مطبوعانو د پابندیو خبره ردوي، وايي پاکستاني مطبوعات د غربي هیوادونو د مطبوعاتو نه هم زیات ازاد دي

په پاکستان کې د اختلاف غږ پورته کول او په پوځ، سیاسي گوندونو، عدلیه او امنیتي ادارو تنقید کول د خطراتو نه ډک شوي د‏ي. دا خبره اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې په پاکستان کې د خبریالانو او د انساني حقونو د فعالانو سره د مرکو په بنیاد په خپل تازه رپورټ کې کړې ده.

رپورټ د خبریالانو د قوله لیکي چې د اختلاف نظر لرونکو ویرول په هر ډول زیات شوي دي، د انساني حقونو فعالان نیول شوي او د غدارۍ الزامات پرې لگول شوي دي او د پارلېمنټ د غړو په شمول احتجاج کوونکي جېلونو کې اچول شوي دي، ورځپاڼې او خبریالان ویرول شوي دي او امنیتي ادارو خبریالان د داسې قسم خبرونو ورکولو نه منع کړي چې پکې په پوځ تنقید لیدل کېږي.

د انساني حقونو فعالان وايي وزیراعظم عمران خان د رای د ازادۍ په تحفظ کې ناکامه شوی دی، په انټرنېټ یې په مطبوعاتو د قدغنونو دپاره قانون سازي کړې ده، په دې اړه احکامات جاري کوي چې څوک په ټېلې وژن راتللی شوي او څوک نا او د ارای د ازادۍ په لړ کې خپل اختیارات یې پوځ ته سپارلي دي.

د شمالي وزیرستان نه قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ
د شمالي وزیرستان نه قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د جنوبي ایشیا د چارو چارواکي عمر وړایچ ای پي ته وویل په ورستي کلونو کې په پاکستان کې د تنقید دپاره ساهه دومره کمه شوي ده چې د خلکو پکې ساه بندیږی.

عمر وړایچ وايي که څه هم پوځ په څرگنده په اقتدار کې نه دی خو خپله خوښه کولی شي "په پرامنه احتجاج کې برخه اخیستل خلک د گرفتارۍ او د غدارۍ د الزامات سره مخامخ کولی شي. گڼ شمیر فعالان د خپل تحفظ په خاطر په جلا وطنۍ مجبور شوي دي."

د پاکستان حکومت دا الزامات ردوي چې چارواکي د رای ازادي چقوي. په نژدې ورځو کې حکومت ډان او جنگ ورځپاڼو ته اشتهارات کم کړي دي. په دواړو ورځپاڼو کې به په حکومتي چارو کې د پوځ په مداخلت تنقید کېدلو خو ای پي لیکي چې حکومت د اشتهارونو د کمولو په اړه ویلي دا گام یې د اخراجاتو د کمولو په غرض کړی دی.

ای پي وايي په پاکستان کې حکومتي اشتهارات د مطبوعاتی ادارو او ورځپاڼو د امدن لویه زریعه ده او حکومت وخت په وخت د تنقیدي مطبوعاتو د خاموشه کولو دپاره اشتهارونه استعمالوي، یعني هغو مطبوعاتو ته اشتهارونه نه ورکوي چې په حکومت سخت تنقید کوي.

د خبریالانو د تحفظ ادارې کمېټي ټو پروټېک جرنلسټس د جنوبي ایشیا د چارو څېړونکي سټیون بټلر د مارچ د میاشت په دویمه نیټه په یو بیان کې وویل حکومت مطبوعاتي اداري د دوی اداریاتي یا اېډیټوریل تگلارو په بنیاد خپل اشتهارونه د سزا او جزا دپاره استعمالوي.

تېرکال پاکستان سټېون بټلر ته هیواد ته د ورتگ اجازت نه و ورکړی سره د دی چې هغه سره ویزه هم وه. حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي خو چارواکي وايي وزیراعظم عمران خان د دغه گام نه و خبر.

عمران خان په کال ٢٠١٨ کې په داسې حال کې منتخب شو چې سیاسي مخالفینو او د انساني حقونو تنظیمونو پرې تنقید کولو چې پوځ او استخباراتي ادارو د هغه ملاتړ کولو. په پوځ دا تنقید هم کېدلو چې هغه مطبوعات ویروي. په پوځ په اړه هم ټکونه کېدل چې د عمران خان سیاسي حریف او د پخواني وزیراعظم نوازشریف خلاف کمپاین چلوي. د نواز شریف او پوځ اختلافات پس له دې زیات شوي و چې پخواني وزیراعظم په پوځ د وسله والو د ملاتړ الزامات ولگول.

ای پي وايي د نړیوالو خبري ادارو د خبریالانو سره په یوه ورستۍ ناسته کې د اطلاعاتو دپاره د وزیراعظم مشېرې فروس عاشق اعوان په پوځ تنقید کوونکو مطبوعاتو خلاف د اقداماتو او په هغوی د عدارۍ دفعو د لگولو دفاع وکړه او ویې وېل د ائین ترمخه په پوځ تنقید نشي کیدلی.

گلالۍ اسماعیل د خپل پلار محمد اسماعیل سره
گلالۍ اسماعیل د خپل پلار محمد اسماعیل سره

د ای پي په رپورټ کې په سند صوبه کې د خبریال عزیز مېمن ذکر هم شوی دی چې دا میاشت کار ته د تگ په مهال بې درکه شو او یوه ورځ وروسته یې مړی وموندل شو. د مرگ نه څو میاشتې وړاندې عزیز مېمن ویلي وو چې پولیس او یو سیاسي گوند ورته دړکې ورکړي وې.

په نورو موقعو استخباراتي ادارو اخبارونه خرڅونکي منع کړي وو چې په ځینو علاقو کې دې ورځپاڼې نه ویشي او د ټېلې وژن کوربانه یې منع کړي وو چې د ځینو سیاست والو سره به مرکې نه کوي.

د پوځ مطبوعاتي ادارې ايي اېس پي ار دا خبره په تکرار کوي چې د ورځپاڼو په ویش یا د ټېلې وژن د کوربنو په چارو کې مداخلت نه کوي خو دا خبره مني چې د قامي سلامتیه په خاطر د پشتون ژغورني غورځنگ د اواز خاموشه کولو هڅې یې کړې دي. ای پي وايي پوځ د پي ټي اېم په اړه د خپلو گامونو وضاحت نه کوي.

ای پي وايي چارواکي پي ټي اېم په هدف کوي او پي ټي اېم په پوځ الزام لگوي چې د ترهگرۍ خلاف جنگ کې پښتانه ویرول او نیول کیږي.

ای پي وايي د جنورۍ په میاشت کې قریباً ١٠٠ کسانو د پي ټي اېم د مشر د نیول کېدو خلاف په اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته احتجاج کولو چې پولیس راغلو، مظآهره کونکي یې ونیول او د پولیس په ټرکونو کې یې واچول. په نیول شویو ښځو او سړو کې د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم شامل و.

د ازادیدو وروسته محسن داوړ په یوه مرکه کې وویل چې هغه هیڅ مزاحمت نه کولو خو بیا هم پولیس هغه ووهلو. په محسن داوړ په شمول پولیس ٢٩ کسان ونیول خو د اسلام اباد هايي کورټ په امر ازاد کړی شول. عدالت په پولیس تنقید وکړو چې په نیول شویو کسانو یې په بې ځایه ډول د غدارۍ دفعې لگولې دي.

د انساني حقونو فعالان د مخالفینو په ضد د غدارۍ او د ترهگرۍ ضد قانون دفعو په ازادانه استعمال تنقید کړی دی.

ای پي د پي ټي اېم د یوې فعالې گلالۍ اسماعیل ذکر هم کړی دی، وايي هغې په پوځي چارواکو الزام لگولی و چې مېرمنې ویروي او د پوځ په تگلاره یې تنقید کړی و او د دې په سر په هغې د غدارۍ ولگول شو. پوځ دغه الزامات ردوي او گلالۍ د خپل تحفظ په خاطر امریکې ته تللې ده.

ای پي وايي د گلالۍ مور او پلار په پاکستان کې دي او ویرول کېږي. پلار یې څو میاشت کې زندان کې اچول شوی وو او په مور یې پاکستان ته د بهر تگ پابندي لگول شوي ده.

د گلالۍ پلار، پروفیسر محمد اسماعیل ویلي پولیس او د استخباراتي ادارو چارواکو یې په کور د عدالت د امر نه بغیر شپږ ځله چاپې وهلي دي، د هغه د کور نوکران ویرول کېږي او محمد اسماعیل خپله په هغه د غدارۍ په مقدمو کې عدالتونو ته وړاندې کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو غیر حکومتي ادارې هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان کارکونکی حارث خلیق وايي په تېرو وختونو کې د پاکستان سیاسي حکومتونه د انساني حقونو په دفاع کې د پوځ مخې ته وریدلي دي خو عمران خان په دې لړ کې ناکامه شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG