لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : سپریم کورټ وزیراعظم گېلاني نا اهله گرځولې دی


دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري په مشرۍ درې کسيز بينچ وويل ښاغلى گيلانى په هاغه ورځ دپارليمان دغړيتوب او دوزيراعظم دعهدې دپاره نااهله شوى ؤ چې ورته په 26م اپريل سترې محکمې دتوهين عدالت په جرم کې سزا اورولې وه.
دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري په مشرۍ درې کسيز بينچ وويل ښاغلى گيلانى په هاغه ورځ دپارليمان دغړيتوب او دوزيراعظم دعهدې دپاره نااهله شوى ؤ چې ورته په 26م اپريل سترې محکمې دتوهين عدالت په جرم کې سزا اورولې وه.

د پاکستان سترې محکمې ددغه هيواد وزيراعظم يوسف رضا گيلاني نااهله گرځولى او اليکشن کميشن ته يې په دغه لړ کې په رسمي ډول داعلاميې جاري کولو امر کړى دى.
د وزيراعظم دنااهله نۀ گرځولو په لړ کې دقومي اسمبلۍ دسپيکرې دپريکړې په ضد محکمه کې په ورکړل شوؤ ائيني خواستونو دنهې په ورځ دخپلې لنډې فيصلې اورولو په مهال دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري په مشرۍ درې کسيز بينچ وويل ښاغلى گيلانى په هاغه ورځ دپارليمان دغړيتوب او دوزيراعظم دعهدې دپاره نااهله شوى ؤ چې ورته په 26م اپريل سترې محکمې دتوهين عدالت په جرم کې سزا اورولې وه.
د وزيراعظم گيلاني دنااهلۍ په بابله خپله لنډه فيصله کې محکمې وئيلي دي چې د قامي اسمبلۍ سپيکر ته چې دائين دارټيکل 63(2) لاندې کوم اختيارات حاصل دي هغه دپارليمان کارروايۍ ته دترلاسه تحفظ لاندې نۀ راځي ، ځکه نو دغه محکمه دعدالتي جائزې داختيار په کارولو سره په 25مه مئ دسپيکر له لوري دورکړل شوي رولنگ تحقيقات کولى شي.
سترې محکمې صدر اصف علي زرداري ته هدايت کړى دى چې هغه دې په هېواد کې د جمهوريت د تسلسل لپاره دنوي وزيراعظم دټاکنې په غرض گامونه واخلي.
ددغه مقدمې په درخواست ورکوونکو کې مخالفه ډله مسلم ليگ(ن) او پاکستان تحريک انصاف شامل وه.
دسترې محکمې له لوري ددغه پريکړې مخې ته دراتللو څخه وروستو دصدر په ماڼۍ کې دحکمران گوند پيپلز پارټۍ دمرکزي شورا يوه بيړنۍ غونډه دصدر اصف علي زرداري او وزيراعظم يوسف رضا گيلاني په مشرۍ روانه ده چې پکې دمحکمې له لوري په ورکړل شوې پريکړې دحکومت په ممکنه غبرگون غور کولى شي.
له دې وړاندې دنهې په ورځ پخپلو وروستو دليلونو کې دپاکستان اټارني جنرل عرفان قادر دسترې محکمې درې کسيز بينچ ته خبردارى ورکړى ؤ چې که چرې هغوي دسپيکرې دفيصلې په ضد څه رقم امر جاري کړو نو پارليمان به دغه امر کالعدم يا ناچله گرځوي.
په ډاگه دې وي چې د پاکستان ستر ې محکمې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وروستو له هغې د محکمې په سپکاوي سزاوار کړى ؤ چې دسترې محکمې له لوري دپخواني پوځي حکمران جنرال پرويز مشرف په دور کې دملي جوړجاړي يا اين ار او په نوم جارې شوې صدارتي حکمنامه منسوخ کړل شوه او حکومت ته امر وشو چې داين ار او دلاندې ټپ کړل شوې ټولې دوسيې بايد بيرته وسپړل شي.
سترې محکمې حکومت ته دا امر هم کړى ؤ چې په سوئس محکمو کې دصدر اصف علي زرداري په ضد کومې مقدمې روانې وې دهغې دبيرته پرانستو دپاره دې هم دسوئس محکمو ته خط وليږل شي، خو وزيراعظم گيلاني ددې دريځ پخپلو سره دسوئس محکمو ته دخط ليکلو څخه انکار کړى ؤ چې ترڅو اصف علي زرداري دصدر په چوکۍ ناست وي تر هغې ورته استثنا حاصله ده او دائين له مخې دغه خط نۀ شي ليکل کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG