لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنگو:دجومات بهرځانمرگي بريد کې 22 کسان وژل شوي


Onlookers stand over the site of a bomb blast outside a Shiite Muslim mosque in Hangu, February 1, 2013.
Onlookers stand over the site of a bomb blast outside a Shiite Muslim mosque in Hangu, February 1, 2013.
چارواکي وائي دپاکستان خيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې ديو جومات څخه بهر ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 22 کسان وژل شوي او 40 نور ژوبل شوي دي.
پوليس چارواکي وائي يو ځانمرگي بريد کوونکي پخپل ځان پسي تړلي چاؤديدونکي مواد هاغه مهال وچول کله چې خلک دهنگو په پټ بازار کې دجمعې دنمونځ ادا کولو وروستو دجومات څخه بهر راوتل.
يو سينئر پوليس افسر وئيلي دي چاؤدنه کې زياتره هاغه خلک وژل شوي چې دجمعې دنمونځ ادا کولو وروستو دجومات څخه بهر راوتل.
ضلعي پوليس افسر( ډي پي او) ډاکټر محمد سعيد پخلى کړى چې دا يو ځانمرگى بريد ؤ او پکې شيعه مسلمانان په نخښه کړل شوي خو پکې سُني مسلمانانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ځکه چې دهغوي جومات او ځينې نور دوکانونه دچاؤدنې دځايې سره نزدې موقعيت لري.
هغه وويل چې ځانمرگى په يو موټر سائيکل راغلى ؤ اؤ مونږ دهغه سر ترلاسه کړى.
دچاؤدنې وروستو پوليس او نورې امدادي ډلې دپيښې ځايې ته رسيدلي او ژوبل کسان يې دعلاج لپاره روغتون ته رسولي.
ددغه ځانمرگي بريد مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG