لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای اېم اېف: پاکستان به یقیني کوي چې د درامداتو او برامداتو خساره پوره کولو دپاره پېسې لري


د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار تېره هفته ویلي وو چې پاکستان ته د قرض بل قسط ورکولو دپاره په شرایطو کې ای اېم اېف د غیر ملکي ادایګۍ په اړه د یقین دهانۍ شرط نه و شامل کړی
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار تېره هفته ویلي وو چې پاکستان ته د قرض بل قسط ورکولو دپاره په شرایطو کې ای اېم اېف د غیر ملکي ادایګۍ په اړه د یقین دهانۍ شرط نه و شامل کړی

د نړیوالې مالیاتي ادارې ای اېم اېف یو چارواکي ویلي چې د قرض بل قسط ترلاسه کولو دپاره به پاکستان ډاډ ورکوي چې د موجوده مالي کال په باقي پاتې موده کې د درامداتو او برامداتو یا وارداتو او صادراتو خساره پوره کولو دپاره مالي وسایل لري.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه د پاکستان زرمبادله ذخایر تر دې حده کم شوي چې په مشکله د څلورو هفتو د وارداتو ادایګي کولی شي او د ای اېم اېف پنګې ته سخت ضرورت لري.

اسلام اباد او ای اېم اېف د تېرې میاشت راهسې د نهمې جایزې یا کتنې په لړ کې خبرې کوي او که د ادارې بورډ يې منظوري ورکړه نو پاکستان به د شپږ اشاریه پېنځه بېلین ډالرو د مجموعي قرض یو اشاریه یو بېلیڼ ډالر قسط ترلاسه کړی شي. ای اېم اېف او پاکستان په ۲۰۱۹ کې د دغه قرض معاهده دستخط کړې ده.

د روېترز د رپورټ ترمخه د ای اېم اېف د قرض مېعاد د پاکستان د موجوده مالي کال سره سم د جون په دېرشمه نېټه سر ته رسي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار تېره هفته ویلي وو چې پاکستان ته د قرض بل قسط ورکولو دپاره په شرایطو کې ای اېم اېف د غیر ملکي ادایګۍ په اړه د یقین دهانۍ شرط نه و شامل کړی.

د پاکستان دپاره د ای اېم اېف نماینده استر پرېز د روېټرز ته د ايمېل دلارې وویل چې د ای اېم اېف د ټولو جایزه پروګرامونو دپاره پکار ده چې کوم ملک قرض اخیستل غواړي هغه کوټلي او د یقین وړ یقین دهاني پېښ کړي چې د ای اېم اېف پروګرام د مېعاد سر ته د رسېدو پورې د برامداتو او درامداتو خساره پوره کولو دپاره پېسې لري. "پاکستان استثنا نه لري."

د روېټرز وايي د غیرملکي ادایګۍ نه علاوه پاکستان د ای اېم اېف قریباً ټول شرطونه پوره کړي دي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار تېره هفته وویل چې د ادایګۍ خساره پوره کولو دپاره پاکستان پېنځو بېلینو ډالرو ته ضرورت لري خو ای اېم اېف دغه پېسې اووه بېلین ډالر څرګندوي.

روېټرز وایي تر اوسه پورې یوازې د پاکستان د اوږدې مودي ملګري چین اسلام اباد ته یو اشاریه دوه بېلین ډالر ورکړي دي.

اسحاق ډار امید څرګند کړی و چې دا هفته ای اېم اېف سره د معاهدې وروسته به پاکستان نوره مالي مرسته هم ترلاسه کړی شي.

روېټرز وايي ای اېم اېف پاکستان سره د مجوزه معاهدې په اړه څه مېعاد نه دی ښودلی چې کله به وشي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG