لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په شمول ټول پاکستان کې د کرونا وايرس کاروبارونه اغېزمن کړي دي


د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د کورونا وايرس ښکاره کېدو وروستو د پاکستان د ونډو بازار په درېمه کاروباري اوونۍ نور مخ په ښکته راغلی.

د روانې اوونۍ په لومړۍ ورځ شاوخوا دوه زره پواينټونه کمی راغلی او د اقتصادو ماهرين ويره څرګندوي چې د ونډو بازار يا سټاک اېکسچېنج به تر پينځويشت زرو پوائنټونو لاندې راځي.

د اقتصادو ماهر سجاد احمد وايي چې په نړيوال کچ د کورونا وايرس له امله د ونډو بازارونه لس فيصده راکم شوي دي او د هغې اغېز په پاکستان هم پرېوځي.

"د ۲۹م مارچ نه وروستو په نړيوال بازار اغېز پرېوتل شروع شوي دي، هم د دې له کبله د پاکستان په سټاک اېکسچېنج کې پرتې بهرنۍ پېسې هم ويستل شروع شوي دي. نړيوال کاروبارونه اغېزمن شوي دي او دا ضروري خبره ده چې دلته به ضرور اثر پرېوځي."

د کاروباري اوونۍ په لومړۍ ورځ د اخيري معلوماتو ترمخه ۳۳زره شپږ سوه درويشت باندې روان ؤ او په دې کې دوه زره څلور سوه اووه دېرش پواينټونه کمی راغلی ؤ.

د پاکستان د ونډو د بازار ترمخه د ګل په ورځ کاروباري مارکيټ شپږ اعشاريه اووه شپږ فيصده راکم شوی دی.

د پاکستان د ونډو بازار په داسې حال کې مخ په ښکته راروان دی چې په سند صوبه کې د کورونا وايرس د مريضانو شمېر د ۱۰۰ نه زيات شوی دی.

په ټول ملک کې د کورونا وايرس د مريضانو شمېر ۱۳۷ ته رسېدلی دی او په خېبرپښتونخوا کې په لومړي ځل په پينځلس مريضانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور سليم جګړا ترمخه دغه پينځلس کسان په ډي اي خان کې د درملنې لاندې دي او دوي د تفتان له لارې د ايران نه راغلي وو.

د کورونا وايرس د مريضانو شمېرې زياتېدو سره ځايي کاروبارونه هم کم شوي.

د خېبرپښتونخوا مردان ضلعې غفور خان د بانډونو اخستلو او خرڅولو دنده لري، هغه وي او ای ډيوه ته وويل چې کاروبار يې په ځای ولاړ دی. ټول بازار خوشی پروت وي او هر قسمه کاروبار د کمي ښکار دی.

د پاکستان د ونډو بازار پرله پسې د کمي سره مخ دی چې اثر يې په پاکستانۍ روپۍ هم پرېوتی. يو ډالر په پرانستي مارکيټ کې ۱۵۶روپۍ ته رسېدلی او د خرڅ بيعه يې ۱۵۸ روپۍ وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG