لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خیبرپښتونخوا کې د کروناوایرس د دویمې چپې په اړه د چارواکو اندېښنې


د اطلاعاتو په برخه کې د خیبرپښتونخوا د وزیراعلی سلاکار کامران بنګښ اولس ته یو ځل بیا خواست کړی دی چې په اېس او پیز یا سپارښتنو باندې دې په مکمله توګه وکړي چې کرونا وایرس خپور نشي.

کامران بنګښ په پېښور کې د اتوار/یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، خیبرپښتونخوا حکومت اندېښنه لري چې کروناوایرس په دویم پړاو کې خپور نشي. هغه زیاته کړه، "مونږ دا غواړو چې په احتیاطي ګامونو دې په عمومي توګه د خیبرپښتونخوا، او په خصوصي توګه د پېښور خلک عمل وکړي، او دا د دوی ذمه واري هم جوړیږي. لکه څنګه چې مونږ په ګډه د کروناوبا د ړومبۍ چپې مخنیوی وکړ، نو دغه رنګي به مونږ په دویم پړاو کې هم بریالي کیږو، که چېرې خلکو مرسته وکړه."

بنګښ پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې په دویم ځل باندې لاک ډاون یا ټولبندیز نشي لګول کیدی، خو له خلکو یې وغوښتل چې د کرونا په مخنیوي کې دې مرسته وکړي.

د پاکستان مرکزي حکومت ویلي دي چې د تېرو څو ورځو راهیسي نه، یوځل بیا د کرونا وایرس په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راروان دی او په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېره له دوو فیصده نه هم اووښتې ده. د منصوبه بندۍ مرکزي وزیر، اسد عمر، د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپلې ټویټر پاڼې باندې لیکلي و چې په وروستو شپږو هفتو یا اونیو کې د کروناوایرس مثبتو پېښو شمېره له دوه فیصدي نه هم کمه وه، خو اوس یو ځل بیا پورته شوې ده.

بل اړخ ته د خیبرپښتونخوا د ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر امیرتاج، وي او اې ډیوه ته ویلي چې د حکومت لخوا احتیاطي ګامونو باندې عمل، تر اوسه پورې باوري ندی ګرځول شوی.

ډاکټر امیرتاج زیاته کړه، "که تاسو وګورئ نو په تېرو هفتو کې ټېسټونه کم شوي و، اوس چون که بیا سېوا شول، او د هغې سره سره، مطلب چې څومره خلک بیماريږي، نو هغوی بیا نورو ته دا بیماري وررسوي. نو د هغې وجهې نه د بیماري خورېدل سېوا کیږي."

د ډاکټر امیرتاج په باور، د دې یو څو بنیادي وجهې دا دي چې یو خو حکومت د اېس او پيز یا احتیاطي ګامونو د عملي کېدو دپاره په سکولونو او بازارونو کې "په عوامو باندې هېڅ نوع کوشش ندی کړی."

د مرکزي حکومت له خوا څو ورځې وړاندې یوځل بیا د ټول هېواد د ودونو هالونو دپاره اېس او پیز یا احتیاطي سپارښتنې اعلان کړی شوي دي چې دغه وایرس نور خپور نشي. د خیبرپښتونخوا د صحت محکمې د شمېرو ترمخه، د کرونا وایرس نه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ تنان اغېزمن شوي دي او دې سره مجموعي شمېره، ۳۸۳۰۰ نه هم اووښتې ده.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG