لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د صحت وزیر وايي پاکستان ته د پوليو 90 فيصد نمونې د افغانستان نه راغلي


پاکستان کې د اکتوبر له دوهمې نېټې څخه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی، ويل شوي وو د څلورو کروړو او يو 41 لکه نه زياتو د پينځه کالو نه کم عمر ماشومانو ته به پکې د پوليو ضد څاڅکي او ویټامین اې قطرې ورکول کېږي
پاکستان کې د اکتوبر له دوهمې نېټې څخه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی، ويل شوي وو د څلورو کروړو او يو 41 لکه نه زياتو د پينځه کالو نه کم عمر ماشومانو ته به پکې د پوليو ضد څاڅکي او ویټامین اې قطرې ورکول کېږي

د پاکستان د نګران حکومت د صحت مرکزي وزير نديم جان ويلي، پاکستان کې ته د پوليو 90 فيصده نمونې د افغانستان نه راغلي دي، پاکستان کې 34 نمونې ترلاسه شوي د لسو نه کمې په کې په پاکستان کې معلومې شوي خو هغه هم خطرناکې دي.

نديم جان دغه خبره يو شخصي ټيلي ويژن [ډان] سره په مرکه کې کړې ده چې په ملک کې د پوليو وایرس د څارولو نظام په غوره توګه کار کوي.

نوموړي ویلي، "که زمونږ ماشومانو ته پرله پسې وايرس ور نه کړی شي نو د هغوی قوت مدافعت نه سېوا کيږي ځکه د بهر نه چې کوم وايرس راغلي هغه به ګرځي".

خو نديم جان وويل، پاکستان کې چې سږ کال د پوليو کوم دوه نمونې مخې ته راغلي هغه د پاکستان دننه خپلو وايرسو دي، ځکه چې هغوی انکاريان وو.

دوه ورځې وړاندې پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي وو د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور او د بلوچستان په ډېره بګټي کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي دي.

له دې وړاندې هم د خېبرپښتونخوا په پېښور او هنګو، بلوچستان په پشين، لاهور او کراچۍ کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي وو.

او درې ورځې وړاندې پاکستان کې د روان کال د پولیو د ناروغۍ درېمه پېښه مخې ته راغلې وه.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکو ویلي وو چې د پولیو ناروغۍ دا تازه پېښه د خېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې معلومه شوې وه.

تر دې وړاندې هم سږکال د بنو نه د پولیو دوه نورې پېښې مخې ته راغلې وې.

پاکستان کې د اکتوبر له دوهمې نېټې څخه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی، ويل شوي وو د څلورو کروړو او يو 41 لکه نه زياتو د پينځه کالو نه کم عمر ماشومانو ته به پکې د پوليو ضد څاڅکي او ویټامین اې قطرې ورکول کېږي.

د پوليو د خاتمې د نړیوال پروګرام ترمخه افغانستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو شپږ پېښې مخې ته راغلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG