د پاکستان وزيراعظم عمران خان د حکومت په لوموړي بجټ کې د زياتو ټېکسونو، د کوم نوي غټ پلان اعلانولو او د بجټ د خسارې پوره کولو لپاره د کوټلو ګامونو بغېر دخسارې بجټ وړاندې کړی دی.
د بجټ د وړاندې کېدو سره وزیراعظم عمران خان اعلان وکړو چې د استخباراتي مامورینو په شمول یو کمیشن یا حکومتي ډله به دا تحقیقات کوي چې څه ډول د کال ٢٠٠٨ نه تر د کال ٢٠١٨ پورې د هیواد قرض ٢۴٠٠٠ ارب روپو ته ورسېدو.
په روان مالي کال کې د بجټ خساره نزدې درې کربه روپۍ جوړيږي چې د پاکستان د ټول پېداوار اووه اشاره دوه فیصد جوړيږي او طمه ده چې دغه خساره په راتلونکي کال کې لا نوره زياته شي.
د بجټ وړاندې کولو نه پس د شورو، چهارشنبې، په ورځ د خزانې مشير حفيظ شيخ د ټېکسونو زیاتولو په اړه ميډيا ته وویل چې که چېرې نوي ټېکسونه خلک خفه کوي نو بيا به هم لگول کیږي.
حفیظ شیخ وویل "زمونږ په علاقه کې چې نور خلک دي، د هغوی امیران (شته من) زمونږ د امیرانو نه کافي زیات ټېکس ورکوي...دا د قبلوولو وړ خبره نه ده او که د دې دپاره مونږ ځینې خلک ناراضه کوو نو موږی نه ناراضه کوولو ته تیار یوو."
حفیظ شیخ وویل "که بنگله دیش یې کولی شي، انډیا یې کولی شي، سري لنکا یې کولی شي" او د نړۍ نور هیوادونه د خپلو شهریانو نه زیات ټېکس اخیستلی شي نو پکار ده چې پاکستان هم د خپلو ټېکسونو شرح لوړه کړي.
په نوي بجټ کې د ټیکس ورکوونکو شمیره ۴٠ میلینه ته د رسولو هدف ټاکل شوی دی. په موجوده وخت کې د ټېکس ورکونکو شمیره یوازې ١٨ لکله ده.
د راتلونکي مالي کال ټولټال بجټ څه د پاسه اووه کربه روپۍ (٧٠٢٢ اربه روپۍ) ته رسیږي چې د تیر کال په مقابل کې ٣٠ فیصده زیات دی. په دې کې ١٨٦٣ اربه روپۍ عامو ترقیاتي پروگرامونو ته ځانگړي شوي دي. حکومت همدا راز ٢٧١ اربه روپۍ سبسیډیانو ته یا په بېلا بېلو شیانو د مراعاتو ورکولو دپاره بیلې کړي دي.
د بجټ تر ټولو زیاته برخه، د تل په شان، د پوځ ده چې ١١٥٢ اربه روپیو (له یو کرب نه زیات) ته ده.
د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ویلي چې په بجټ کې د ټېکسونو پلان د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف د شرطونو په اساس جوړ شوی دی.
د پاکستان په خزانه کې د بهرنیو اثارو یا پېسو د کمي پوره کولو لپاره د ايي اېم اېف څخه شپږ ارب ډالر قرض غواړي خو ايي اېم اېف پاکستان سره د مالي مرستې په بدل کې په پاکستان شرط لگولی چې په خپل اقتصاد کې دې اصلاحات وکړي.
څېړونکې وايي د پاکستان د موجوده اقتصادي صورتحال یوه لویه مسله مالي خساره یا د امدن نه زیات اخراجات دي. په روان مالي کال کې د پاکستان مالي خساره د دریو کرب روپو نه زیاته ده چې د هېواد د تاریخ تر ټولو زیاته خساره ده.
موجوده حکومت د قرضونو ادا کولو ذمه واري هم لري.
د خزاني مشیر حفیظ شیخ وویل موجوده حکومت د هیواد قرضونه په ورثه کې د وړاندې حکومتونو نه ترلاسه کړې دي.
د پېښور یونېورسټۍ د اقتصادیاتو د څانگې مشر زلاکت خان ملک د بجټ په اړه وي او ای ډیوه ته وویل چې د پاکستان د اقتصادي وضعې په تناظر کې د سخت مالي پلان یا بجټ توقع کېدله.
زلاکت خان ملک وویل د پاکستان موجوده اقتصادي مشکلاتو کې د ډالر لوړه بییه چې هغه زیاته کړه د ١٥٠ روپو نه زیاته شوې، لویه تجارتي خساره یعنې زیات واردات یا امپورټس او کم صادرات یا اېکسپورټس او د ټېکس جمع کولو ټیټه شرح.
زلاکت خان ملک وویل د بجټ په ښو خبرو کې دا هم شامل دي چې د کابېنې وزیرانو په خپلو تنخاگانو کې د ١٠ فیصد کمي فېصله کړې ده، ١٠ کله ضرورتمندو خلکو ته به راشن کارډونه ورکول کیږي او د اجرت کم نه کم حد ١٧٥٠٠ روپۍ ټاکل شوی دی.
د عام ولس دپاره د بجټ په سختو خبرو، د زلاکت خان ملک په وینا، د ټېکسونو زیاتېد شامل دي چې په نتیجه کې به یې د یو شمیر عام استعمال شیانو قیمتونه لوړ شي. هغه د چېنو مثال ورکړو چې او ویې وېل چې په چینو د ټېکس شرح ١٧ فیصد ته زیاته کړه شوه.
د بجټ د اعلانیدو سره سم وزیراعظم عمران خان اعلان وکړو چې یو کمېشن یا یوه ډله به دا تحقیقات کوي چې څه ډول د کال ٢٠٠٨ نه تر د کال ٢٠١٨ پورې د هېواد قرض ٢۴٠٠٠ ارب روپو ته ورسیدو په داسې حال کې چې په ملک کې کومه لویه منصوبه هم نه ده ترسره شوي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ عمران خان د یوې غونډې مشري وکړه چې پکې د قرض تحقیقاتي کېمشن دپاره د طریقه کار د ټاکلو فیصله وشوه.
د عمران خان د دفتر څخه جاري شوی بیان وايي په قرض کمېشن کې به د پوځي استخباراتي ادارو ايي اېس ایي او اېم ايي، د غیرپوځي استخباراتي ادارې ايي بي، د وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای او د ځینو نورو حکومتي ادارو چارواکي شامل وي.