پاکستاني عدالت حکومت ته د هغو مېرمنو د تحفظ امر کړی دی چې وايي په خپله خوښه یې هندو مذهب پرېښودی او اسلام یې قبول کړی دی. د مېرمنو کورنۍ وايي په زور پرې مذهب بدل کړی شوی او د خپلې خوښې په ضد واده کړی شوي دي.
د اسلام آباد هايي کورټ یا اعلا عدالت د نهې، سه شنبې، په ورځ حکومت دا امر هم وکړو چې د جینکو د معاملې دې په شفافه او قانوني توگه د تحقیقات وکړي او یوه هفته کې دې رپورټ وړاندې کړي. ویل کېږي چې د دغو جینکو عمرونه د ١٨ کلونو نه کم دي.
د رینا او راوینا کورنۍ چې د هندو مذهب منونکي دي پولیس ته په خپل رپورټ کې ویلي چې د سند صوبې گوټکي ښار نه تښتول شوې، مذهب پرې بدل کړي شوی او بیا واده کړې شوي دي.
خو دواړو جینکو عدالت ته په خواست کې ویلي چې عمرونه یې د ١٨ کلونو نه زیات دي، په خپله خوښه یې اسلام قبول کړی او ودونه یې کړي دي. عدالت ته خواست کې جینکو د خپلې کورنۍ نه د تحفظ غوښتنه هم کړې ده.
د دواړو جینکو په سر راپورته شوي لانجې یو وارې بیا توجه د پاکستان د هندو ټولنې دې زړې مسلې ته گرځولېده چې د ټولنې غوړي وايي جینکۍ یې تښتول کیږي، په زور پرې اسلام قبول کړی شي او بیا واده کړی شي.
د هندو ټولنې نه علاوه په پاکستان کې ځینو نورو اقلیتي ټولنو هم دغه رنگ شکایتونه کړې دي.تېره میاشت په پنجاب صوبه کې یوې عیسايي میرمنې وویل چې گڼ شمېر سړو یې ١٣ کلنه لور وتښتوله خو د دتښتونکو دعوه وه چې دغه جینۍ اسلام قبول کړی او د واده یې کړی دی.
د عیسايی جینۍ په معامله کې پلټنې کونکي پولیس افسر محمد سرفراز خان اېبک د وي او ای انگریزۍ څانگې ته وویل چې دغې مېرمن عدالت ته په سوگند بیان ورکړی دی او ویلي یې دي چې عمر یې ١٨ کاله دی خو پوهېږي چې څه کوي. جینۍ د طبي معاینې څخه انکار کړی دی او په دې نشي مجبوریدی چې طبې معاینه یې وشي.
د عیسايي جینۍ د کورنۍ وکیل لازار الله رکها د کلیسا او د سکول سندونه وي او ای ته ښودلي دي چې ښيي جینۍ په کال ٢٠٠٥ کې پېدا شوې ده.
د انساني حقونو یو وکیل اسد جمال ویلي د پاکستان د قانون ترمخه که چېرې د ١٨ کلونو نه کم د عمر پیغله هم ووايي چې واده یې په خوښه کړې دی نو دغه واده نشي ختمیدی
خو د هندو ټولنې غړي وايي د کم عمر جینکو ته په خپل سر د ژوند د دومره اهمو معاملو فېصلې اختیار نه دي ورکول پکار.
د سند څخه د قامي اسمبلۍ غړي خیال داس کوهستاني وايي په دغه عمر کې جینکي ډیرې معصومې وي او د هیڅ نه نه وي خبر.