لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان شهد په بهر ملکونو کې خرڅیږي، خو په غیر ملکي نومونو


د خيبر پښتونخوا د شهدو سوداګران وایي دوی چې هر کال د بیرې شهدو له ٦٠٠ څخه زيات کنټينرز ګاونډي هيواد افغانستان او خليجي ملکونو ته لیږي، په عالمي منډئ کې په غیرملکي نومونو پلورل کیږي. دوی د دې ستونزې لامل، د شهدو د معيار تعيین کولو بورډ او د ليبارټرې نشتوالی په گوته کوي.

د پېښور ترناب فارم د هيواد د ټولو نه لويه د شهد منډئ بلل کیږي، چرته چې د شهدو يو زرو پورې دوکانونه شته. حاجي کنار خان، چا چې په ترناب فارم کې د شهدو کاروبار بنياد ایښودلی وو، وایس اف امريکه ډېوه ته وويل چي د ترناب فارم سوداګران د بيرې شهد د ګاونډي هيواد افغانستان بشمول، عربي دنيا (خليجي) ملکونو ته لیږي، خو هلته بیا دغه پاکستاني شهد په بدل پيکينګ کې د نړۍ نورو ملکونو ته استول کیږي.

هغوی زياته کړه چي په خيبر پښتونخوا کې د پلوسي، شوې، بيرې، لاچې، شړشم او د شفتل د ګل، اومالټي شهد هم پيدا کيږي، ولې هغه په بهرني دنيا کې د مارکيټ نه لرولو له وجهې صرف پاکستان کې خرڅيږي.

د حاجي کنار خان وينا ده چې په صوبه کې د لاچې او پلوسي زيات کټايئ سره د هغوی کاروبار ته زیان رسيدلی دی. هغوی د حکومت نه غوښتنه کوي چي په سړکونو او ريلوې لائن دې پلوسه، لاچي او شوې بوټي نال کړي.

په ۱۹۷۹ کې چي کله روسانو په افغانستان يرغل ووکړ، نو د افغان کډوالو د کاروبار لپاره پاکستان حکومت د ترناب فارم زرعي تربيتي مرکز کې د شهدو مچیو د ساتلو او له هغو نه د شهد د کاروبار لپاره پيدا کولو په عرض اول ځل دا پروګرام شروع کړې وو چي روستو ځايي خلقو هم دا کاروبار شروع کړ.

د هيواد په کچ د شهدو مچیو ساتلو د اتحاديي مشر نعيم قاسمي وایي چې هغوی په يو کنټينر کې د شلو زرو کلوګرامو پورې د بيرې شهد سعوديه عرب، دوبی او يمن ته برآمد کوي. هغوی زياته کړه چې د يورپي يونين سره د معاهده د نشوالي له وجهې د نړۍ مغربي ملکونو ته د پاکستان شهد نشي برامد کيدلی او دا چې نه پاکستان کې داسې څه ليبارټرۍ شته چې د شهدو د معيار تعين وکړي او ځانګړي سندونه سوداګرانو ته جاري کړي.

نعيم قاسمي وويل که چیرته د پاکستان حکومت د يورپي يونين سره معاهده وکړي، نو د پاکستان برآمد شوي شهد به په عالمي منډي کې په خپل نوم سره خرڅيږي او دې سره به د ملک اقتصاد هم نوره وده وکړي.

هغوی د یو سوال په ځواب کې وویل چې د خيبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د سونامي بلين ټري منصوبه کې هغه بوټي نه دي نال کړي د کوم نه چي د شهدو مچۍ خپل خوراک ترلاسه کولی شي. هغوی دا هم وويل چي د موسمي بدلون لا عمله د مچو په کارو بار کې پينځلس فيصده کمي راغلې دی.

نعيم قاسمي مخکې وويل چي په خيبر پښتونخوا کې د ټولو نه ښه شهد په ضلع کرک، کوهات، نوښار او پيښور ضلعو کې پيدا کيږي.

نوموړي زياته کړه چي په صوبه کي د شهدو مچو څه د پاسه پينځلس زره فارمونه موجود دي خو د بده مرغه پاکستان کې د مچیو د علاج لپاره معياري داروګان په اسانې سره نه ميلاويږي.

هغو وويل که چرې وفاقي او صوبايي حکومت د شهدو کاروبار ته پام ونه ساتي، نو دې سره به نه يوازې عام اولس په روزګار شي بلکه د ټيکس په مد کې به قومي خزانې ته مالې ګټه هم ورسیږي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG