لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

باجوه: هرکار په قامي مفادو کې کوو، حقاني: دا فیصله به اولسي استازي کوي

په یو داسې وخت کې چې د پاکستان زیاتره سیاسي ګوندونه، بشري ټولنه او فعالین فکر کوي په پاکستان کې اولسي واکمني د پوځ په موټي کې ده د پوځ مشر جنرل قمر باجوه ويلي د هیواد پوځ هر کار د آئین لاندې په قامي مفادو کې کړی دی. په پوځي اکیډمۍ کاکول ایبټ اباد کې جنرل باجوه وویل:

"دښمن په خپل هدف کې د ناکامۍ ورستو د پاکستان په ضد هائبریډ جګړه شورو کړیده”

که څه هم هغه ددغه “هایبریډ دښمن”نوم نه دی اخستی خو د هغه په خیال ددې جنګ هدف قامي مشران دي.

هغه دا هم وویل چې پوځ ته کوم کار سپارل کیږي کوي به یې. جنرل باجوه دا خبرې په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې د ګڼو او لویو سیاسي ګوندونو اتحاد پاکستان ډیمو کریټک الاینس په دې بنیاد د عمران خان د حکومت په ضد تحریک شورو کړی چې واي دا حکومت پوځ په اولس ورتپلی او د اولس نماینده نه دی.

په عیني حال کې په جنوبي ایشا کې د ترهګرۍ خلاف او د بشري حقونو ملګری تنظیم ساتھ وايي پاکستان کې ملت پاله او ازاد خیاله فکر کوي چې د عمران خان د وزېراعظم په توګه ټاکل په اصل کې د پوځیانو واک دی.

د ساته پینځمه دوه ورځنۍ غونډه د “اولسي واک، قانون واکمني، او بشري حقونه” سرخط لاندې د نن نه په ان لاین بڼه شوروه شوه،

دتنظیم یو مشر او د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني د غونډې پس وي او ای ډیوه ته وویل د قامي مفاد فیصلې د هغې هیواد د اولس نمایندګان کوي، او ددې تعین د باچا د وینا مطابق نه کېږي:

"قامي مفاد به د قام نمایندګان ټاکي، او دا هله ممکن ده چې د اولس واکمني اومنل شي”

هغه وویل چې دوي د اولسي واکمنۍ غوښته کوي او هم په دغه بنیاد ورته غداران وویل کیږي، د حقاني په خیال:

“د هغو دغه سوچ هیواد ته ګټه نه زیان رسوي”

حقاني دا هم وویل چې پخوا هم ددغه شان پوځي سوچ په وجه پاکستان دوه ټوټې شوې او بیا هم داسې کیدی شي:

“په کوم هیواد کې چې یواځې یوه بیانیه په ځای کېږي یا خو هغه کمزوري وي یا یې په ځای کونکي”

د ډیوه ددې تپوس په ځواب کې چې په تاسو د هیواد په ضد د منفي پروپیګنډې تور دی نو ښاغلي حقاني ددې نه انکار کړو چې دوي د هیواد او ددې په ضد غلیمانه پروپیګنډه کوي، د هغه په خیال دوي د هیواد او ادارو سره مینه لري خو د اولسي واکمۍ غوښتنه به تل کوي. هغه وویل په دغه علت:

“د دوي د سوچ مرۍ غلې کولو هسې کېږي خو هم دا وخت دی چې دوي خپل سوچ خلکو ته رسوي”

حقاني دا هم وویل چې پخوا هم ددغه شان پوځي سوچ په وجه پاکستان دوه ټوټې شوې او بیا هم داسې کیدی شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00

جنرل باجوه په خپل تقریر کې دا هم وویل چې د پاکستان ائین د پاکستان د پوځ لارښود دی، د هغه په خیال اولس، دستور، او دستوري روایتونه ساتل د پوځ زمواري ده.

د ساتھ مشران دعوا کوي چې د تیرو انتخاباتو ورستو جمهوریت، امریت لور ته روان شوی دی.

غونډې ته سیاست وال او دانشور افراسیاب خټک د اسلام اباد نه په وینا کې وویل:

"د 2018 د انتخاباتو په نتیجه کې پاکستان د نیمګړي اولسي واک نه یو مکمل پوځي واک ته منتقل شو"

ښاغلي خټک وویل دا وخت په پاکستان کې یوه غیر اعلانیه مارشل لا دی. هغه دا هم وویل چې دې وسني نظام ټولې ادارې بربادې کړې.

پاکستانۍ خبریاله ماروي ماروي سرمد واي پوځ هایبرډ جګړه یواځې دغه خبره ګڼي چې په جرنیلانو څوک تنقید وکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

په پاکستان کې تحریک انصاف د 2018 انتخاباتو په نتیجه واک تر لاسه کړی دی او وايي په انتخاباتو کې درغلي نه ده شوی. انتخابات د پاکستان تر سیوري لاندې شوي وو او پوځ هم یاد انتخابونه پاک او صاف ګڼي.

په پاکستان کې د پوځ او عمران خان نقادان د جنرل باجوه ددې خبرې سره اتفاق نه کوي چې په د هیواد خلاف د غلیم په لمسه د رسنیو د لارې منفي پروپیګنډه روانه ده.

پاکستانۍ خبریاله او لیکواله ماروي ماروي سرمد واي پوځ هایبرډ جګړه یواځې دغه خبره ګڼي چې په جرنیلانو او د هغو په خپل سره تګ لارو څوک تنقید وکړي. د ماروي په خیال:

“که دوي په دغه تنقید خفه دي نو هغه داسې کارونه دې نه کوي چې بیا پرې تنقید کېږي”

هغې وویل دوي د یوې سوچه جمهوریت غوښتنه کوي او دا د دوي جمهوري حق دی:

“دا کار مونږ د چا په لمسه نه کوو” هغې تپوس وکړو چې دوي باید دغه دښمن په ګوته کړي.

که دوي په دغه تنقید خفه دي نو هغه داسې کارونه دې نه کوي چې بیا پرې تنقید کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:35 0:00

د ساتھ په غونډه کې په امریکه کې دمیشتو سیاسي، اقتصادي او د بشري حقونو د کارپوهانو نه علاوه د پاکستان څخه هم د ساتھ ځیني هم فکره برخه اخلي.

See all News Updates of the Day

پېښور: په اچیني پولیس چوکۍ نیمه شپه کې ترهګرو برید کړی خو پولیس وایي ترهګر یې په شا تمبولي

دپېښور دسربند تاڼې په اچیني‌ پولیس چوکۍ بیګاه دشپې ترهګرو یوه درنه حمله کړې ده خو پولیس وایي چې په جوابي کارروایۍ کې یې ترهګر پشا تمبولي اؤ حمله کې پولیسو ته هیڅ ځانې زیان نه دی اوښتی.

دپېښور دپولیسو دعملیاتو دڅانګې مشر یا ایس ایس پي هارون رشید بیلابیلو رسنیو ته ویلي د نهې اؤ شورو په منځ شپه کې داتوؤ نه تر لسو ترهګرو په اچیني پولیس چوکۍ د دوؤ اړخونو نه حمله کړې ده.

ایس ایس پي‌ ویلي ترهګرو په دغه پولیس چوکۍ ناتاره ډزې کړي‌ خو پولیس دهغوي برید ته په وخت کوټلی ځواب ویلي اؤ په ځوابي کارروایۍ کې یې دغه ترهګر پشا تمبولي دي.

هغه ویلي د برید په مهال دواړو خواؤ تر څه وخته په یو بل ناتاره ډزي کړي خو په دې برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې

دپېښو رکیپټل سټي پولیس پخپله ټویټر پاڼه لیکلي،دبرید په وخت پولیس بیدار ولاړ وؤ ځکه ورته کوم ّځاني زیان نه دی اوښتی.

پولیس وایي دبرید نه وروسته پولیسو په سیمه کې په پراخه کچه د لټونې عملیات پیل کړي دي.

په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې په پېښور یا دپښتونخوا په نورو برخو کې په پولیسو څومره بریدونه شوي دي هغې کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان یا هم وسله والې ډلې داعش قبوله کړې ده.

تر دې پېښې یوه شپه وړاندې دپېښور په متنو سیمه کې پولیسو د عملیاتو په مهال د یو تندلاري د وژلو دعوه کړې وه .

دپېښور دپولیسو لخوا مطبوعاتو ته په جاري کړل شوي یو بیان کې ویل شوي وؤ دصدر سرکل دپولیسو مشر یا ایس پي پرون د نهې په شپه دپولیس ځواک په ملتیا په متنو سیمه کې عملیات کول چې تندلارو پرې برید وکړو.

پولیس وایي په دغه برید کې ایس پي اؤ نور پولیس خوندي پاتې شوي خو دپولیسو په ځوابي برید کې یو تندلاری وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې چې پکې ګڼ شمیر پولیس عسکر وژل شوي‌ اؤ ژوبل شوي دي.

دخېبر پښتونخوا پولیسو دتېرې مئ په میاشت کې پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې یې دبیلابیلو عملیاتو په مهال 39 ترهګر وژلي اؤ 158 یې نور ژوندي نیولي دي.

رپورټ کې ویل شوي وؤ چې سږکال دفرورۍ میاشت کې په صوبه کې دترهګرۍ زیاتې پېښې رامخې ته شوي اؤ په مارچ کې بیا په دې پېښو کې واضحه کمی لیدل شوی دی.

رپورټ کې دعوه شوې وه چې داپریل میاشت کې دصوبې دننه دترهګرۍ پېښو کې 11.9فیصدي کمی شوی دی.

دپولیس محکمې دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې صوبه کې د ترهګرو اؤ ورانکارو پرضد داستخباراتي اطلاعاتو په اساس ټول 711 عملیات شوي چې پکې 39 ترهګر وژل شوي اؤ 158 نور ژوندي نیول شوي دي.

خو په دې رپورټ کې بیا دا نه دي ویل شوي چې د روان کال په اوږدو کې دترهګرو لخوا څومره پولیس وژل شوي یا په څومره پولیس تاڼو اؤ څوکیو بریدونه شوي دي؟

سوداګرو د پاکستان حکومت لخوا له افغانستان، ایران او روس سره د مال په بدل کې د مال (بارټر) تجارت د پرېکړې هرکلی کړی

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې غړي

د افغانستان او پاکستان تاجرانو، د پاکستان لخوا د افغانستان، ايران او روس سره د مال په بدل کې د مال تجارت [بارټر تجارت] پېلول یوه ښه پرېکړه بللې ده خو وايي چې د دې دپاره يو غوره مېکانزم يا طريقه کار باید جوړ شي.

د پاکستان حکومت له افغانستان، ایران او روسیې سره د بارټر تجارت کولو پرېکړه کړې او د جون په لومړۍ نیټه یې یو رسمي نوټیفیکیشن خپور کړی چې پکې د دې سیسټم لاندې د 26 شیانو د سوداګرۍ اجازه ورکړل شوې او د دې سوداګرۍ څارنه به د FBR لخوا کېږي.

د چمن د سوداګرو له خوا د پاکستان او افغانستان د ګډې خونې پخواني مرستیال محمد قسيم اڅکزي ویلي، چې د نړیوالو بندیزونو له امله پاکستان اړ شوی چې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د مالونو په تبادله تجارت وکړي.

په دې تجارت کې د ډالرو کارولو د بنديدو هڅي دي. دده په وينا دغه یو ښه ګام دی خو دواړه هیوادونه باید خپل سرحدي ګمرکي سیستم بدل کړي او سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې ورکړي.

د دې تجارت په اړه تر دې دمه د پاک افغان چیمبرز تر منځ په کابل کې درې غونډې او په اسلام اباد کې دوه غونډې شوې دي.

له دې غونډو وروسته د پاک ایران چیمبرونو تر منځ په دې تجارت خبرې شوي دي، چې باید په صادﺭاتو او واﺭداتو کي جی ډي فائل کولو په مهال د بانکي چینل نه کار وانه خیستل شي.

د پیسو تصفیه باید اسانه شي یا د افغانستان لخوا ثبت شوي CCD باید په سرحدي ګمرکونو کې وښودل شي او د منلو وړ وي بيا ددغو دواړو دستاويزاتو له لاﺭې د مالونو قميت وټاکل شي.

د ۲۰۲۲-۲۳ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، له افغانستان سره د پاکستان صادرات له ۵۰۰ میلیون ډالرو څخه ۶۵۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي چې ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

په داسې حال کې چې واردات ۲۴ سلنه زیات شوي او ۵۴۴.۱۷ میلیون ډالرو څخه ۶۷۵.۰۱ میلينو ډالرو ته لوړ شوي، چې په دغه تجاﺭت کې د افغانستان برخه ﺯياته شوې ده.

د چمن د سوداګرۍ خونې پخوانی رییس حاجي عبدالباري اڅکزی وايي، پاکستان د بارټر سوداګرۍ په برخه کې اکثره خوراکي توکو ته د سوداګرۍ اجازه ورکړې ده.

دی وایي، پاکستان باید د افغانستان څخه خام مال ﺭاوغواړي بيا ګټه تر لاسه کولی شي.

"که مونږ هغه اضافي اموال ګاونډیانو ته ورکړو او له هغو څخه د خامو موادو، ګازو، تیلو، ډبرو سکرو یا سنګ مرمر په شکل کې چې لري یې له هغوی څخه تر لاسه کړو، نو کولای شو له دې څخه زیاته ګټه پورته کړو او ﺯمونږ ډون شوی اقتصاد بیرته پر مخ بوځو او خپل کاروبار ته دوام ورکړو."

د پاکستان حکومت دا ګام په هیواد کې د بهرنیو اسعارو د کنټرول لپاره اخلي چې د بهرنیو اسعاروﺯخيره د څلور ملیارد ډالرو څخه هم کمه شوې ده.

دا مهال په پاکستان کې د ګرانې کچه ۳۸٪ ته لوړه شوې ده.

د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د حکومت دې پرېکړې ته غبرګون نه دی ښودلی او نه هم دا معلومه ده چې د طالبانو حکومت به له پاکستان سره د بارټر سوداګرۍ لپاره څه ډول میکانیزم جوړ کړي.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ خونې رئیس خان جان الکوزي امریکا غږ ته ویلي وو چې له پاکستان سره د افغانستان د بارټر سوداګرۍ په برخه کې ستونزې شته چې مونږ ورته ګوته نیولې که د طالبانو حکومت یې حل کړي او ستونزې هواﺭولو دپاﺭه تدابیر ونیسي، ښايي دا تجارت بریالی شي.

د افغانستان او پاکستان د ګډ چېمر اف کامرس اېنډ انډسټري شريک مشر خان جان الکوزی تر دې مخکې ډیوې ته ویلي وو چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته دوی [پاکستان] تېر کال د مال په بدل کې د مال د تجارت وړانديز کړی وو خو وایي امارت [واکمنو طالبانو] نه وو نهايي کړی، په دې نظر چې داخلي کرنسۍ ته پکې ضرر ونه رسيږي:

ښاغلي الکوزي زياته کړه "د افغانستان په اوسني حالت کې چې په بېنکونو یې بنديزونه دي، ډالر نه انتقاليږي، اوس دا تجارت د افغانستان دپاره هم ګټه لري خو بايد يو مېکانزم ورته جوړ شي".

په پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مرستيال مشر شاهد حسېن ویلي، اول د دې ضرورت ولې پېښ شو چې بارټر تجارت وشي؟ د هغه په وينا "ځکه چې نړیوال بنديزونه ولګېده، د ايران په بېنکونو د وړاندې نه بنديزونه وو، په افغانستان کې د طالبانو د راتګ وروسته بنديزونه ولګېده او په روس د اوکراين د جګړې وروسته د نړيوال سياست وروسته بنديزونه ولګېده هغه د خپلو پېسو انتقالات د بېنکونو د لارې نه شو کولی".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دا کار ډېر وړاندې پکار وو ډېر وخت ضايع شو"، هغه زياته کړه پکار وه پاکستان "د ايران سره د مال په بدل کې تجارت کړی وی، دغه شان د افغانستان سره هم دوه کاله پوره کيږي چې دغه مشکلات شته، نو د دې به ډېر ښه اثرات وي تجارتي بنديزونه به ورسره حل شي، تجارت به تېز شي او قانوني به شي".

د شاهد حسېن په خبره، "پخوا هم د روس سره د افغانستان دغه ډول تجارت کېدو، اوس دا عمل بيا راتازه شو او د مجبوريت د وجې دغه فېصلې وشوې".

د پاکستان د تجارت د وزارت تر دې مخکې په اعلامیه کې ویلي و، چې د پاکستان نه به افغانستان، ايران او روس ته د خوراکي توکيو سره، کېمکل، د ودانيو جوړولو څيزونه، برقي او اوسپني او لوبو پورې 26 توکي صادرولی يا برامد کولی شي.

په اعلاميه کې ویل شوي، د افغانستان نه به تازه او وچې مېوې، سبزيانې، دالونه، معدنيات، کوله يا سکاره، څرمنې او اوسپنه واردولی يا برامد کولی شي. او د ايران نه به هم د مېوو ترڅنګ د معدنياتو، کولې، پټرولیم خام تېلو، اېل اېن جي، اېل پي جي، کيميايي سره د نورو توکيو راغوښتو او د روس نه به د دالونو، غنمو، کولې، پټرولیم خام تېلو، اېل اېن جي، اېل پي جي، معدنياتو، او اوسپنې درامد کولو اجازت وي.

بر جنوبي وزیرستان: پوځ د پریس کلب پرانیسته کړې، خبریان وایي د مطبوعاتو ازادي دې هم ورکړل شي

ډېره اسماعیل خان/ واشنګټن ـــــ د پښتونخوا د بر جنوبي وزيرستان په تاريخ کې په لومړي ځل د پاکستاني پوځ په مرسته د خبريالانو لپاره پريس کلب جوړ شوی او پرانیسته یې هم د پوځ ځایي مشر بریګېډیر فرحان علي کړې ده.

په پاکستان کې له اوږدو کلونو راهیسې د خبریالانو ټولنې دعوې کوي چې په ملک کې د مطبوعاتو ازادي محدوده ده او وایي په ټولو صوبو خصوصاً په پښتونخوا او بلوچستان کې هغه مسایل په ریښتینې توګه نه شي رپوټ کولای چې له پوځ سره تړاو لري، خو د پاکستان پوځ دا دعوې ردوي.

ځایي خلکو په لدها سیمه کې د پریس کلب جوړېدو دا اقدام ستایلی خو وایي په مطبوعاتو کې د دوی خبرونه نه خپریږي او اوس دې د پریس کلب له جوړېدو سره دوی ته د هر ډول رپوټونو د جوړولو او ریښتینو معلوماتو خپرولو ازادي هم ورکړل شي.

د علاقې یو ځایي مشر اسلام ادین وایي د عملیاتو پرمهال د ځایي خلکو کورونه او باغونه وران شول، مارکیټونه او بازارونه یې له مینځه یووړل شول او اقتصاد یې کمزوری شو، مطبوعاتو کې یواځې هغه خبرونه خپریږي چې د حکومت یا پوځ لخوا ورکړل شوي وي:

"د پاکستان مېډیا زموږ یو خبر هم په ټي وي یا په رېډیو کې نه ورکوي، بالکل داسې لکه موږ چې د بل وطن یو".

هغه وویل په علاقه کې مایینونه خواره دي هر ورځ د ناامنۍ پېښې پکې کیږي خو د پاکستان په میډیا کې دا نه خپریږي، خو وایي په علاقه کې د پریس کلب له جوړېدو سره خوشبینه دي چې په میډیا کې به د دوی ستونځو ته پام وشي.

خبريالانو له حکومته غوښتنه کړې چې په سمدستي توګه دې د پريس کلب د جوړولو سره پکې دې د انټرنېټ سهولت برابر کړي چې خبريالان خپلې مسلکي دندې په ښه توګه تر سره کړي.

خبریالانو وويل د پريس کلب په جوړېدو سره به د سيمه یيزو مسایلو په روښانولو کې د خبريالانو ستونځې کمې شي.

د بر جنوبي وزیرستان د پریس کاب صدر اشتیاق مسید د سېول او پوځي انتظامیې مننه وکړه او ویې ویل تر دې مهالنه په علاقه کې او نه په پریس کلب کې د انټرنیټ اسانتیا شته:

"که دغلته خبریالانو ته ازادي او اسانتیا برابر کړل شي نو نه یواځې ملکي بلکې خارجي خبریالان له دغه ځایه د وزیرستان خبرونه د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولی شي".

خبریالان وایي وزیرستان ډیره پراخه سيمه ده، د افغانستان سره پولې لري دغلته يو ځل بیا د وسله والو فعاليتونو زیات شوي دي چې له تېرې دوو لسیزې څخه دوام لري.

دوی دعوه کوي چې په داسې حال کې پوځ بیا د خپلې خوښې خبریالان راولي او بیا ځینې رسنۍ د حکومت يا د مقتدره قوتونو په بې ځایه پلویتوب يا ملاتړ خبرونه خپاره کړي چې ځینې وخت د دوی لپاره بیا ډېرې ستونځې پیدا شي.

فاروق مسید چې د سیمې نه د پاکستان د یو شخصي رسنۍ سره خبریال دی وایي دوی تر ادارې پورې د یو خبر د رسولو د پاره ټانک او ډېره اسماعیل خان سیمو ته سفر کوي:

"دغلته یواځې ناامني نه د خلکو نورې هم بلها ستونځې دي او که خبریالانو ته اجازه ورکړل شي چې د وزیرستان د سیلګرۍ او د اقتصاد مخ به روښانه کړي".

د پاکستان مطبوعات چې زیات وخت خبرونه او مرکې خپروي خو په دې کې د دغو سیمو او خلکو مسایلو ته ځایي نه ورکول کیږي.

انتظامي چارواکي وایي د رسنیو کردار ډېر مهم دی او د خبريالانو د ستونّو د حل لپاره به نور ګامونه هم پورته کړي.

د لدها سب ډیویژن مرستیال کمیشنر انیس رحمان وایي ميډيا خلکو ته لارښوونه کوي، پوهه ورکوي او په اوسني وخت کې د مېډيا کردار ډېر مهم دی ځکه چې وایي دوي به دلته ستونزې په ګوته کوي او حکومتي چارواکي به د دغو ستونځو د هوارولو هڅه کوي.

د خبریالانو په وینا د افغان پولې سره جوختو قبایلي ضلعو ته د مېډیا رسایي نه ورکول کيږي چې کره او ریښتوني معلومات تر لاسه کړي او چې کوم معلومات مخې ته راځي د هغو تصدیق ممکن نه وي.

سي ټي ډي په باجوړ کې د داعش کمانډر او سوات کې درېو وسله والو د وژلو دعوه کړې

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليس [سي ټي ډي] ملاکنډ څانګې دعوه کړې، تېره شپه د باجوړ په خار تحصيل کې د عملیاتو په مهال نښته کې د داعش اهم مطلوب کمانډر او نن په سوات کې په نښته کې درې نور وسله وال وژل شوي دي.

د ملاکنډ ډويژن د سي ډي ټي [اېس پي] امجد خان خبريالانو ته ويلي، سي ټي ډي ته مطلوب د داعش اهم کمانډر سبحان عرف عثمان په باجوړ کې په عملیاتو کې وژل شوی دی.

هغه وويل، دوی ته د داعش د وسله والو د موجودګۍ اطلاع وه، تېره شپه پوليس، سي ټي ډي او امنيتي ځواکونو د لټون عمليات کول، ترهګرو په پوليسو ډزې پېل کړې او بيا په ځوابي ډزو کې د داعش مهم کمانډر ووژل شو.

پوليس افسر وويل، د داعش وژل شوی کمانډر سي ټي ډي ته په اووه مقدمو کې مطلوب وو او د هغه په سر 20 لکه روپۍ مقرر شوې وې، هغه ويلي د ترهګر د ولقې نه وسله ترلاسه کړی شوې ده.

پوليسو په خبر پاڼه کې ويلي په عملیاتو کې پوليس او نورو ځواکونو ته تاوان نه دی اوښتی.

په باجوړ کې وخت په وخت داعش د بريدونو زمه وارۍ منلې دي.

نن د سوات سي ټي ډي پوليسو هم دعوه کړې، چې د منګلور په بنجوټ کې یې په يوه نښته کې درې ترهګر وژلي دي.

سي ټي ډي پوليس ويلي، ترهګر رفيع الله او د هغه سهولت کار عصمت الله نيول شوي او نن هغوی بنجوټ ته د مخکينۍ پېښې ځای ته بوتلل شوي او هلته په رسېدو بل مفرور ترهګر ذاکرالله په پوليسو ډزې پېل کړې او په ډزو کې رفيع الله او عصمت الله وژل شو.

پوليس ويلي، په مقابله کې ذاکرالله هم وژل شوی دی.

تېره ورځ د خېبرپښتونخوا په يوه خبري غونډه کې رفيع الله او عصمت رسنيو ته ښکاره کړي وو.

په 23 مې د سوات په بنجوټ کې د ترهګرو د موجودګۍ او نښتې خبر مخې ته راغلی او ويل شوي وو ترهګرو سره په نښته کې یو ځايي تن وژل شوی او يو پوليس اهلکار ژوبل شوی وو.

په 24 مې تحریک طالبان پاکستان دعوه کړې وه په بنجوټ کې د یو جاسوس په مرسته پوليسو د ټي ټي پي په غړو حمله کړې او په ځوابي عملياتو کې یې د يو جاسوس د وژلو او پولیس اهلکار ژوبلولو زمه واري منلې وه.

په سوات کې تېر کال د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر په ژوبل حالت کې ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې وه.

د ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوي او د دغه پېښې دوه ورځې وروسته په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ منلې وه چې د اګست په مياشت کې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو. او د دغې وروسته په سوات کې د امن دپاره مظاهرې پېل شوې وې.

د 24م اپرېل په ماسخوتن د سوات په سي ټي ډي پوليس سټېشن کبل کې چاودنې شوې 17 کسان پکې وژل شوي او د 50 نه زيات پکې ژوبل شوي وو.

د چاودونو وروسته وزیراعظم شهباز شریف او پولیس چارواکو د کبل چاودنه یو ځانمرګی برید بللی وو خو وروسته بیا پولیسو ويلي وو چاودنه د ترهګرۍ د مخنیوي مرکز کې د پرتو بارودو او وسلو د چاودېدو له امله شوې وه.

د سوات د پولیسو مرکز کې د شوې چاودنې وروسته د خېبرپښتونخوا پولیسو مشر اخترحیات خان ګنډاپور ویلي وو د پېښې هر اړخېزه پلټنې به کولی شي چې څنګه په مال خانه کې موجود بارودي مواد او وسلې چاودلې وې.

د بشري حقونو فعال: پاکستان کې په ماشومانو د جنسي تېريو پېښې 30 فيصده سېوا شوې دي

د بشري حقونو فعال ادعا کوي پاکستان کې ماشومانو سره د جنسي تيري کومې نوې شمېرې مخې ته راځي، د نورو کلونو په نسبت پکې د 30 فیصدو پورې اضافه ښکاري او سرچينه یې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي ادارې ساحل د 2022م شمېرې ښيي.

فعالان وايي د دې دوه علتونه کېدی شي یو دا چې زیاتې پېښې رپوټ کېدل شروع شوي دي او بل د ماشومانو سره د جنسي تیريو پېښو کې اضافه شوې ده.

د ماشومانو د حقونو یو مبارز عمران ټکر وي او اې ډیوه ته وایي، اوس ماهران او څیړونکي د دې جاج اخلي چې ایا راپور کولو کې اضافه شوې ده او که نه ماشومانو سره د زیاتي پېښې سېوا شوي دي،.

"زما خپل نظر دادی چې دې دواړو کې اضافه روانه ده. ځکه چې حالات ډېر زیات خراب شوي دي ابادي زیاته شوې ده، معاشي بدحالي ده، او د ټولو نه مهمه خبره داده چې د والدینو د ماشومانو طرفته پاملرنه کمه شوې ده".

هغه زياته کړه، د ماشومانو د حقونودپاره کار کوونکو غېر دولتي تنظیمونو مبارزه، رسنیو کې بشري حقونو ته زیات ځای ورکولو او د حکومتونو د قانون سازۍ او چټک ګامونو له امله اوس عامو خلکو کې په دې حقله پوهه زیاته شوې ده.

خو وې ويل، "د دې باوجود ټولنه کې د تعلیم د کمي په وجه اوس هم ماشومان د زیاتي ښکار کیږي، پښتونخوا کې هم په دغو شمېرو کې اضافه لیدل کیږي، 2019م کې د پښتونخوا پولیسو سره د زیاتي د ښکار شوو ماشومانو پېښې 180 وې، خو بیا 2021م کې د جنسي تيريو سره د مخ شوو ماشومانو شمېره 360 ته سېوا شوې وه".

د خېبر پښتونخوا د ماشومانو د خوندي کولو کمېشن [چایلډ پروټیکشن کمېشن] چارواکي وایي د هیواد د نورو برخو په پرتله پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو لپاره زیات کار شوی دی.

د یاد کمېشن یو مشر اعجاز محمد خان وایي د پښتونخوا 12 ضلعو کې د ماشومانو خوندي کولو څانګې جوړې کړی شوي او فعاله دي. او نورو ضلعو کې پرې کار روان دی.

"زمونږ کوشش داد چې خلکو ته زمونږ رسېدل سیوا شي. او ماشومانو سره د زیاتي پېښو کې کمی راشي. چې ورسره زمونږ د پلټنو او عدالتي نظام هم قوي شي. چې زمونږ کمېشن دومره پراخه او فعاله شي چې خلکو کې د ماشومانو د حقونو پحقله حساسیت سیوا کړي".

هغه زياته کړه، دا کار یوازې د ریاست د یوې ادارې نه دی بلکې پکار ده میندې پلاران، د سکولونو او مدرسو استاذان، مذهبي عالمان او حکومتونه په ګډه دا ذمه واري واخلي، هر ځای د ماشوم د حق خبره وکړي او ماشومان د جنسي زیاتي نه د ژغورلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د ساحل ادارې ترمخه تېر کال په 2022م کې پاکستان کې په ماشومانو د تشدد 4253 پېښې په ملکي ورځپاڼو کې رپورټ شوي چې پکې په ماشومانو د جنسي تیريو، تښتولو او په زوره ودونو پېښې شامل دي، ويل شوي تېر کال په ماشومانو د تشدد په پېښو کې 33 فيصده اضافه شوې ده.

ساحل په خپل رپورټ کې ويلي تېر کال 2123 ماشومان د جنسي تيريو د پېښو ښکار شوي، او81 ماشومان د جنسي تيريو د پېښو وروسته وژل شوي دي.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG