لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ايي اېم اېف سره د پور اخستو پر سر لوظنامه وشوه


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د خزانې صلاحکار عبدالحفیظ شیخ تیره شپه ویلي د پاکستان او تړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف تر منځ پاکستان ته د قرض یا پور ورکولو په سر لوظنامه وشوه چې تر مخه به يې ايي اېم اېف پاکستان ته ۶ اربه ډالره پور ورکوي.

عبدالحفیظ شیخ تیره شپه د پاکستان سرکاري ټي وي (پي ټي وي) سره په مرکه کې ویلي چې د ايي اېم اېف سره د بیل آوټ پېکج یا پور اخستو خبرې سر ته رسیدلي دي.

د عبدالحفیظ شیخ په وینا ايي اېم اېف به په راروانو دریو کالو کې پاکستان ته ۶ اربه ډالره پور ورکوي، او د ايي اېم اېف د قرضې وروسته به نړیوال بنک او نورې مالیاتي ادارې پاکستان ته په کم سود د دریو اربه ډالرو نوره قرضه هم ورکوي.

په خپله دغه مرکه کې عبدالحفیظ شیخ دا هم منلي چې دا مهال د پاکستان اقتصادي حالات ډیر خراب دي او هیواد د ۲۵ زره اربه روپو پور اخستی. خو د ايي اېم اېف د قرضې وروسته به د هیواد اقتصاد ښه شي. نوموړي ویلي چې په پاکستان کې به مالدارو له سبسډي یا مراعات ختمول وي ا و په ځنو څانګو یا برخو کې ګراني هم راځي.

بلخوا نړیوالې مالیاتي ادارې یا ايي اېم اېف په یوه اعلامیه کې ویلي پاکستان ته به په ۳۹ میاشتو کې ۶ اربه ډالره پور ورکوي. ادارې ویلي پاکستان دا مهال د سختو مالي ستونزو سره مخ دی او د هیواد د اقتصادي پرمختیا په ودریدو ده. نړیوالې ادارې ویلي چې په پاکستان کې د خارجي قرضو پېټی یا بار سېوا شوی او هیواد له به دغه بار کمول او د ټیکسونو نه امدن سېوا کول وي.

د ايي ایم ایف شرطونه

په دې اړه د پېښور یونېورسټۍ د اقتصاد د مطالعې څانگې پروفېسر زلاکت خان ملک وویل چې اقتصادي اصلاحات او د ټېکس جال پراخول داسې مدونه دې چې ايي اېم اېف یې د ښه کولو تقاضه کوي. خو هغه زیاته کړه پاکستان ته دا هم پکار ده چې د ملک دننه او د خارجي سرمایه کارانو مرسته وکړي چې د هېواد په اقتصاد کې پانگونه وکړي.

ايي اېم ایف او سي پېک

ورځپاڼه اېکسپرېس ټرېبیون لیکي چې د پاکستان حکومت دپاره د چین څخه اخیستل شوې قرضې لوې مشکل دی. رپورټ وايي پاکستاني چارواکي به د ايي اېم اېف استازو ته د سږ کال به بجټ کې د ٣٥٠ ارب روپو د خساري حساب هم ورکوي.

چین د سي پېک منصوبو په لړ کې په پاکستان کې د ٦٠ ارب ډالرو نه د زیاتې سرمایه کارۍ اراده لري. ايي اېم اېف ویلي پاکستان ته پکار دي چې دا خبره څرگنده کړي چې چین ورته په کومو شرطونو قرضونه ورکړې دي.

بلخوا، امریکې ايي اېم اېف خبرداره کړی چې داسې نه وي چې پاکستان د ايي اېم اېف نه اخیستل شوي پېسې د چین پور په خلاصولو کې ورکړي.

د پاکستان موجوده اقتصادي مشکلات څه دي؟

ماهرین وايي پاکستان دا وخت پېسو ته اړتیا لري، د حکومت امدن کم او مصرفونه یې زیات دي. د دې یو لوې امل زیات واردات یا اېمپورټس او کم صادرات یا اېکسپورټس گڼل کیږي. یعنې پاکستان د خپل ضرورت زیات شیان د بهر نه راغواړي خو خپل مصنوعات یې ډیر کم خرڅېږي.

هم دغه رنگ پاکستان د بجټ خسارې سره هم مخامخ دی. مصرونه یې زیات او د دې د پوره کولو دپاره ورسره پېسې کمي دي او قرض ته محتاجه شي.

د پاکستان لږ ډیر اقتصادي امدن د قرضونو په بیرته ادا کولو ولگي. ماهرین وايي د پاکستان د قامي امدن یا جي ډي پي ٧٣ فیصد برخه د قرضونو په بیرته ادا کولو یا ډټ سروسنگ مصرف شي. د جي ډي پي او د قرضونو واپس ورکولو ترمنځ دا توله د ايي اېم اېف په حساب یو خطرناک ځای کې ولاړه ده.

پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل دی چې د ټېکس یا د ماليي د راټولو شرح یې ټېټه ده. د پاکستان د ټېکس اداره ایف بي ار وايي یو اشاریه اته مېلینه پاکستانیان ټېکس ادا کوي.

د وزیراعظم عمران خان حکومت د موجوده مالي کال په بجټ کې ٧٢٩ ارب روپو نوي ټېکسونه تجویز کړې چې د ايي اېم اېف سره د خبرو برخه ده.

په نوي بجټ کې د ځمکو نه د امدن په مد کې د ٦٣۴ ارب روپو او د کسټم یا د گمرک په مد ٩٥ ارب روپۍ ټېکسونو راټولو وړاندیز هم شوی دی. حکومت د سېلز او د اېکسایز ډیوټۍ په مدونو کې د ١٥٠ ارب ټېکسونه د راجمع کولو ژمنه کړې ده. پاکستان به ایي اېم ایف سره دغو ټېکسونو هم خبرې کوي.

ولس زیات ټېکسونه نه خوښوي

د وزیراعظم عمران خان حکومت د تېلو، گیس او بجلۍ په نرخونو کې هم اضافه کړې ده چې په نتیجه کې یې په پاکستان کې د عام استعمال شیان گران شوې دي. د وي او ای ډیوه خبریال الیاس خان په خپل رپورټ کې وايي د ايي اېم اېف سره به د توانايي په نرخونو هم خبرې کولی شي.

په داسې حال کې چې گراني زیاته ده او که چېرې په ټېکسونو کې اضافه کیږي نو گراني به نوره زیاته نشي؟ د پاکستان په اقتصاد نظر ساتونکي خبریال زیشان حیدر وي او ای ډیوه ته وویل د ايي اېم ایف غوښتنې او د پاکستان موجوده اقتصادي وضع یو خوا، خو په ولسي کچه به د ټېکسونو د زیاتولو هرکلی ونشي. ذیشان حیدر وویل "د نویو ټېکسونو د لگولو تجویز دی...په اقتصادي کچه به دا ډیر غیر مقبول گام وي."

د پاکستان اقتصادي پرمختگ شرح به ټیټه وي

د ايي اېم اېف یو چارواکي ویلي د پاکستان سست روه اقتصادي پرمختگ به دغه هېواد د سیمې په ملکونو بوج جوړ کړي.

د ايي اېم اېف د منځني ختيځ او منځنۍ اسيا ډايريکټر جهاد ازور دغه خبره د اقتصادي ستونزو سره مخ پاکستان ، سويلي افريقې او افغانستان د اقتصاد په اړوند څرګندونو کې کړې ده.

د ډان د رپوټ ترمخه نوموړي ویلي نړيوال اقتصاد غواړي چې په ياده سيمه کې د پاليسيانو د جوړولو هڅې نورې ګړندۍ کړی شي.

د اقتصادي چارو کار پوهه ژورنالسټ وکيل الرحمان وايي، د اقتصادي ودې رفتار د يو ملک او سيمې د يو بل نه بدل وي لکه د پاکستان او بيا د سويلي اسيا، او په وروستيو کې ملګرو ملتونو د دې سيمې د اقتصادي رفتار په اړوند ويلي ؤ چې دا کمه ده او نوره به کميږي.

روانه مياشت نړیوالې مالیاتي ادارې ویلي سږ کال به د پاکستان د اقتصادي پرمختګ کچه دوه اشاریه نهه فیصده وي، چې د وزیراعظم عمران خان د حکومت د توقعاتو نه ډیره ټیټه کچه ده.

دغه ډول نړيوال بېنک د پاکستان د اقتصادي ودې شرح درې اشاریه څلور فیصده او ایشیايي ترقیاتي بېنک درې اشاریه نهه فیصد اټکل کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG