لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: ریاست مه مجبوروئ چې د آسیه بي بي د فېصلې په سر احتجاج کونکو خلاف سخت گامونه واخلي


د فېصلې وروسته د سخت دریځه مذهبي ډلو پلویانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه پېل کړل او رپورټونه وايي قهرجنو مظاهره چیانو لارې کوڅې وتړلې، ټایرونو ته یې اورونه واچول او په ځینې ځایونو کې یې موټرو ته نقصان ورسولو
د فېصلې وروسته د سخت دریځه مذهبي ډلو پلویانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه پېل کړل او رپورټونه وايي قهرجنو مظاهره چیانو لارې کوڅې وتړلې، ټایرونو ته یې اورونه واچول او په ځینې ځایونو کې یې موټرو ته نقصان ورسولو

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي ریاست دې مجبور نه کړی شي چې د هغه خلکو خلاف سخت اقدامات وکړي چې د سپریم کورټ د آسیه بي بي فېصلې په ضد یې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې په احتجاجونو لاس پورې کړې دی.

د پاکستان تر ټولو لوې عدالت د شورو، چارشنبې، په ورځ امر وکړو چې د مذهب د سپکاوي په الزام قید عیسايي مېرمن اسیه بي بي دې ازاده کړی شي.

د سپریم کورټ د فېصلې وروسته د شورو، چارشنبې، په ماښام عمران خان په ټېلې وژن قام ته په مختصر وینا کې وویل چې یوې "وړې طبقي" چې د سپریم کورټ فېصلې ته کوم ډول ردعمل وکړو، د پوځ مشر او د ججانو خلاف یې چې کوم ډول الفاظ استعمال کړل دا د منلو وړ نه دي.

په عین حال کې د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودهري په ټوېټر یو پیغام کې وویل چې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوده د وزیراعظم عمران خان سره ولیدل او په ملک کې د تازه صورتحال په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړي.

عمران خان وویل دغه عناصر د خپل سیاست او ووټ دپاره د ملک سره دښمني کوي. "زه دغه عناصرو ته اپیل کوم چې ریاست ته دې په ټکر نه ورځي."

که څه هم عمران خان احتجاج کونکي د "ملک دښمن" یا د هېواد دښمانانو په نوم یاد کړل خو مامورینو ته یې د چا د گرفتارولو امر وه نه کړو.

د فېصلې وروسته د سخت دریځه مذهبي ډلو پلویانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه پېل کړل او رپورټونه وايي قهرجنو مظاهره چیانو لارې کوڅې وتړلې، ټایرونو ته یې اورونه واچول او په ځینې ځایونو کې یې موټرو ته نقصان ورسولو.

وزیراعظم خان وویل حکومت به د ولس د ځان او مال تحفظ یقیني کوي. هغه په عام ولس غږ وکړو چې د احتجاج کونکو په غږ دې نه راپاریږي.

عمران خان وویل ریاست دې مجبور نه کړی شي چې سخت گامونه واخلي.

د سپریم کورټ د فېصلې وروسته د تحریک لیبک نومې گوند مشر محمد اشرف قادري د سپریم کورټ د مشر او د دوو نورو ججانو د مرگ او د وزیراعظم عمران خان د لرې کیدو غوښتنه وکړه.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د تحریک ترجمان اعجاز اشرفي وویل د "تحریک لبیک سرپرست اعلا محمد افضل قادري فتوه جاري کړي چې وايي هغه ټول خلک چې د اسیه بي بي د ازادولو فېصله یې کړې د مرگ وړ دي."

آسیه بي بي په کال ۲۰۰۹م کې د مّذهب د سپکاوي په تورونون ونیول شوه او کال وروسته عدالت هغې ته د مرګ سزا واوروله. په ۲۰۱۴م کال کې د لاهور هائيکورټ آسیه بي بي ته د زېلی عدالت د مرگ سزا پرځای وساتله.

خو سپریم کورټ د لاندینې عدالتونو فیصلې رد کړې او د اسيه بي بي د ازادیدو امر یې وکړو. په پاکستان کې دننه او په نړیواله کچه د انساني حقونو تنظیمونو د ډیر وخت راهسې د اسیه بي بي د ازادۍ غوښتنه کوله. د دوی په نظر هغه بې گناه وه.

په نړي واله کچه د انساني حقونو او شهري حقونو فعالانو د پاکستان د سپریم کورټ د فېصلې هرکلی کړی دی.

د انساني حقونو نړيوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د جنوبي ایشیا مشر عمر وړايچ په ټويټر ليکلي، "دا يوه تاريخي فېصله ده، باوجود د دې چې هغې د بېګناهۍ احتجاج کولو، او باجود د دې چې د هغې پرضد ثبوتونه کم وو، دا قضيه د خلکو راپارولو دپاره وکارول شوه، د دوه لوړ پوړو چارواکو د وژلو جواز وړاندې کړی شو، رياست وويرول شو، خو انصاف اخر وګټله".

په واشنگټن کې میشته د سېنټر فار سکیورټي پالیسي نومې څېړنې ادارې مشر فرېنک گېفني د سپریم کورټ فېصله د "معجزې" په نوم یاده کړه.

مطبوعاتو ته په یو بیان کې فرېنک گېفني وویل "خصوصي معجزه د هغه دریو ججاجو جرات دی چې دا ورته ښه معلومه ده چې د آسیه بي بي په ازادولو کې دوی د خپل مرگ سند لاس لیک کړی دی. نور چارواکي د هغې په حق کې د ودرېدو او د مذهب د سپکاوي قانون خلاف په خبرو وژل شوي دي."

د پنجاب پخوانی گورنر سلمان تاثیر او شهباز بهټي چې د وفاقي کابینې وزیر وو د آسبه بي بي د قید په سر وژل شوې دي. سلمان تاثیر د اسلام اباد پولیس یو محافظ ممتاز قادري په ډزو وژلی و. ممتاز قادري د عدالت په فېصله تېزندي شوی دی.

د سېنټر فار سکیورټي پالیسي چې د امنیتي چارو د څېړنې اداره ده، مشر فرېنک گېفیني وویل "مونږ ته پکار دي چې د نورو معجزو دعا وکړوو. اسیه او د هغې کورنۍ د پاکستان نه د راویستلو دپاره داسې خفیه اپریشن پکار دی لکه چې اوسامه بن لادن پکې ووژل شو."

په کال ٢٠١٢ کې د امریکې خصوصي ځواکونو د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن ووژلو. پاکستان د امریکې د دغه خفیه اپریشن په اړه لا علمي ښودلې وه او پاکستاني مامورینو ویلي وو دوی ته د وړاندې څه اطلاع نه وه ورکړی شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG