لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د پوځ د قانون په بدلولو کې د مخالفو گوندونو نظر غواړي


په پاکستان کې لوړ پوړي حکومتي چارواکي وایي د پوځ په قانون کې د بدلون دپاره، له مخالفو گوندونو سره اړیکې شروع شوي او د یوې گډې پارلماني کمیټې د جوړولو وړاندیز یې هم کړی چې د قانون په اړه موافقه سره وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د واکمن تحریک انصاف او د حکومت د اتحادي گوندونو ترمنځه به د ډسمبر پر ٥مه نیټه یوه غونډه کیږي او په دې اړه له مخالو مشرانو سره د تماسونو بهیر پیل شوی دی. خو مخالفو گوندونو د حکومتي تماسونو په اړه لا تر اوسه څه ندي ویلي.

په عین وخت کې د ساینس او ټکنالو‏ژۍ وزیر، فواد چوهدري ویلي، د پوځي قانون تر څنگ د حکومت پر اقتصادي تگلارو به هم قانون پارلمان ته وړاندې کیږي.

د پاکستان سترې محکمې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته د ملازمت د مودې غځولو لپاره، په قانون باندې ټینگار کړی او نوموړي ته یې تر شپږو میاشتو پورې د کار اجازه ورکړې ده.

خارجه وزیر شاه محمود قریشي پرون د شنبې/خالي په ورځ ملتان کې میډیا ته ویلي و چې د پوځ په قانون کې د بدلون په برخه کې به دوی مخالف سیاسي گوندونه هم په اعتماد کې اخلي.

تېره ورځ د واکمن تحریک انصاف گوند د پارلماني کمیټې یوه غونډه، د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ شوې وه، په هغې کې یوه درې کسیزه کمیټه جوړه شوې وه چې له مخالفو سیاسي ډلو سره دې په دې اړه باندې سلا مشوره کوي او هغوی به په باور کې اخلي. په دې کمیټه کې د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي او د دفاع وزیر پرویز خټک هم شامل دي.

خو د جمعې په ورځ په کراچۍ ښار کې د نهو اپوزیشن ګوندونو په لویه احتجاجي جلسه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن یو ځل بیا د تحریک انصاف ګوند حکومت او وزیراعظم جعلي وبلل او له منلو یې انکار وکړ. مولانا د جلسې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د حکومت تر ختمولو به یې احتجاج روان وي:

"د پاکستان د بېخي مهم دفتر [پوځ] د فیصلې په اړه نه له دوی سره قانون شته او نه ورسره د قانوني چارې اهلیت لري، عدالت ورته ویلي لومړی قانون جوړ کړئ، قانون به څوک جوړوي، دې جعلي پارلمان ته موږ اجازه نه ورکوو چې په دومره حساسو معاملاتو کې قانون سازي وکړي".

نن د اتوار/یکشنبې په ورځ، شاه محمود قریشي د کراچۍ سفر هم کړی دی او د حکومت له اتحادي گوندونو سره یې سلا مشورې شروع کړي دي. هدف دا دی چې د پوځ د قانون په بدلولو کې، حکومت اول خپل اتحادي ډلې په اعتماد کې اخلي او د ډسمبر پر پنځمه نېټه به په اسلام آباد کې د حکومت د اتحادي ډلو یوه غونډه کیږي او هلته به دوی د پوځ د قانون او د معیشتي چارو په اړه، یو پراخه اتفاق رایه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG