لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د نړېوالو مشرانو نه د مرستو خواست وکړ


د پاکستان وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا د نړېوالو مالیاتي ادارو او ملګرو ملتونو نه خواست وکړ چې د وسایلو د کمي ښکار، ترقي پذیرو هېوادونو سره دې د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره مرسته وکړي.

عمران خان د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو لنډ بیان کې وویل: "ترقي پذیر هېوادونو کې له کرونا سره دا مسئله هم ده چې خلک د لوږې له وجهې مړه کیږي."

پاکستان کې د اتوار ورځې تر ماخوستنه، د کرونا وایرس د ټولو کېسونو شمېر له ۵۳۶۰ هم واوړېد او د دې مرض له امله د مړو شمېره ۹۳ ته ورسېده.

د پاکستان اقتصاد چې له وړاندې لا ښه حال نه درلود، اوس چې د کرونا وایرس له امله په ملک کې بازارونه تړل شوي، نو اقتصاد ته یې لا نور هم زیات نقصان رسیږي.

وزیر اعظم عمران خان پخپل ویډیویي بیان کې چې د پاکستان د خارجه دفتر له خوا خپور شو، وویل هغه دې ته فکرمند دی چې د لاک ډاون یا بازارونو د بند پاته کېدو له امله به په ترقي پذیره ملکونو کې خلک له لوږې او غریبۍ مړه شي.

عمران خان زیاته کړه: "پاکستان د دوه سوه و شل میلینه آباتۍ سره یې، تر اوسه تر ټولو ښه د مرستو مالیاتي پکېج چې زمونږ په وس پوره دی، ۸ بېلینه ډالره دی."

یاده دي وي چې زیاتره ملکونو داسې مالیاتي پکېجونه ځان ته تصویب کړي چې د کرونا وایرس عالمي وبا د اقتصادي اثراتو سره مقابله وکړي. امریکا د دوه ټرېلینه دالرو (دوه زره بېلینه ډالرو) پکېج ځان ته تصویب کړی دی.

پاکستان، چې خارجي قرضې یې له سل بېلینه ډالرو زیاتې دي او د بجټ ډېره برخه یې د قرضو په اداینې لګول کیږي، تېره هفته یې د ۹۰۰ میلینه ډالرو یو داسې پروګرم پیل کړ چې له مخې یې ۱۲ میلینه غریبو کورنیو ته چې د بازارونو د تړل کېدو له وجهې بې روزګاره شوي دي، نغده پيسې ویشل کیږي.

عمران خان د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل، هغه د نړۍ له مشرانو، د مالیاتي ادارو له مشرانو، او د ملګرو ملتونو له سکرېټري جنرل غواړي چې سره یوځای شي او ترقي پذیره هېوادونو ته دې د قرضو د بخښلو یو پلان اعلان کړي.

یاده دې وي چې ټاکل شوې ده نړېواله مالیاتي اداره یا آی اېم اېف، د کرونا وایرس وبا سره د مقابلې دپاره، پاکستان ته د یو اعشاریه څلور بېلینه ډالرو مرسته هم وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG