لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د جمعیت علما اسلام پورې اړونده د انصارالاسلام ډله ناقانونه گرځوي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت په دې غور کوي چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعيت علمااسلام ف ډلې (انصارالاسلام) تنظيم لاقانونه وګرځوي.

د ياد ګوند د خېبرپښتونخوا مشر مولانا عطاالرحمان وايي "انصار الاسلام د جمعيت علمااسلام رضا کار دي او په ټول ملک کې یې شمېره د يو لاک نه سېوا ده او دا د ګوند سره رجسټرډ رضا کار دي"

د پاکستان کورنیو چارو وزارت، د قانون وزارت ته سپارښتنه کړې چې 'انصارالاسلام' دې لاقانونه وگرځول شي. مطبوعاتي راپورونه وایي چې د کورنیو چارو وزارت په لېږل شوې سمرۍ کې ویلي د انصارالاسلام داسې عکسونه او ویډیوگانې پر سوشل میډیا لیدل شوي چې د اوسپنې د سیم د اغزنو تارونو ډنډې یې په لاسونو کې دي او په ویډیو کې مولانا فضل الرحمان ته سلامي ورکوي. دغو ویډیوگانو خلکو یې وېره او ترهه خپره کړې ده.

خو د جمعیت علما اسلام ف خیبر پښتونخوا مشر مولانا عطا الرحمان وایي، انصارالاسلام د دوی د گوند رضا کار او یو رېجسټرډ تنظیم دی. هغه زیاته کړه: "هغوی رضاکاران دي او ورڅخه زمونږ په جلسو کې یوازې د خدمت کار اخیستلی کیږي."

د پاکستان د تحریک انصاف گوند حکومت دغه گام په داسې حال کې پورته کوي چې مولانا فضل الرحمن د پاکستان د تحریک انصاف د حکومت لېرې کولو دپاره د آزادۍ مارچ په نوم د اسلام آباد په لور لاریون اعلان کړی دی.

د جمعیت علما اسلام (ف) مشران وایي انصارالاسلام یو پر امنه تنظیم دی او د دوی د جلسو په دوران کې په رضاکارانه توگه د نظم و ضبط او امنیت ذ‏مه وارۍ ترسره کوي.

بل پلو د خیبرپښتونخوا پخوانی اټارني جنرل اقبال مومند وایي حکومت سره دا قانوني اختیار شته چې وسله والې ډلې کالعدم وگرځوي. اقبال مومند له ډېوه نیوز سره خبرو کې وویل چې که حکومت وانگیري چې انصارالاسلام د امن دپاره یو خطر جوړوي، نو بیا کولی شي چې پرې پابندي ولگوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG